د بریدګرو مخنیوی ممکن او اسانه دی

0 722

اېمل پیاوړی-

که چېرې یو څوک اقدام وکړي او لاس په کار شي، نو هیڅ شی هم ناشونی او غیر ممکن نه دی، مګر مهمه داده چې ټینګه اراده او پیاوړی هوډ موجود وي، نو په همدې خاطر د بریدګرو او جنایتکارو مخنیوی چې هره ورځ په ښارونو، لویو لاریو او کلیو کې زموږ خلکو ته ستونزې پېښوي او دوی د ویر په ټغر کېنوي اسانه او ممکن دی، مګر په دې شرط چې ولس لاس په کار شي.

پښتو متل دی چې وایي د ولس زور د خدای زور دی. نو که ولسونه لاسونه سره په ږیره کړي او کلي په کلي تړې او پرېکړې وکړي او هرې چېرې چې ناپېژندویه او نابلده سړی وي، نو په کلکه ورڅخه پوښتنه وکړي چې په کومه راغلی او په کومه ځي؟

د دې کار ګټه به دا وي چې مشکوک کسان به له دغه کلي څخه لاره چپه کړي او په بله لاره او بل کلي به ورځي، بله ورځ هغه بل کلی هم د خپل نږدې ګاونډي کلي له پرېکړې خبرېږي او متاثره کېږي او دوی هم دا پرېکړه کوي چې په خپل کلي او محل کې به مشکوکو خلکو ته ځای نه ورکوي، نو په دې ډول په مشکوکو کسانو، جنایتکارو او بریدګرو کرار کرار کړۍ راتنګېږي او د دوی د بریدونو او جنایتونو ګراف هم را کمېږي.

مکر په ځینو کلیو کې او یا سیمو کې که خلک او ولسونه د ترهګرو او بریدګرو له زور، فشار او وېرې داسې تړې او پرېکړې نشي کولای، نو دوی دې د ځانګړو شمېرو له لارې چې د ملي امنیت عمومي ریاست اعلان کړې دي د ترهګرو په اړه دې امنیتي مسوولینو او منسوبینو ته خبر ورکړي. هغوی دې په جریان کې کړي او دقیق ادرس دې ورکړي چې هغوی لاس په کار شي او مخکې له دې چې بریدګر او تروریستي ګروپونه په ښارونو، جوماتونو او عامه ځایونو کې له چاودنو او بریدونو دمخه ونیسي او په دې ډول د خلکو ژوند وژغوري.

نو له دې امله د بریدګرو مخنیوی هم ممکن دی او هم ډېر اسانه دی، مګر دا له دې پورې اړه لري چې ولس باید هم انګېزه ولري او هم خپل ملي احساس او وطنپالنې په خاطر بې تفاوتي ونه کړي او مسوولینو ته دې پر وخت خبر ور کړي او په دې ډول دې د جنایتونو په مخنیوي کې خپل انساني رول ادا کړي او د خلکو ژوند دې وژغوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply