ولسمشرغني له امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه!

مطیع الله سحر

0 642

همدا اونۍ (شنبه) په ټول افغانستان کې د ولسشمریزو ټاکنو څلورم  پړاو ټاکنې  تر سره شوې، چې دا ټاکنې د تېرو ټولو ټاکنو په پرتله ډېرې منظمې، شفافې او سالمې تر سره شوې. د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو هم دا په تېرو ۱۸ کلونو کې تر ټولو منظمې او سمې ټاکنې وبللې. او په دغو ټاکنو کې هر هغه وګړي ګډون کړی و چې د رایې حق یې درلود او د ټاکنو دا بهیر په ښه بریالیتوب سره تر سره شو.

ولسمشر محمد اشرف غني له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه وکړه.  چې د خپل ولس لپاره یې پوره امنیتي تدابير نیولي وو، تر څو هیواد وال یې په يوه ارامه فضا کې رایه اچونه تر سره کړي او هغه وېره یې له زړه څخه وځي چې دښمن به د ټاکنو مخه ونسیي او د رایې اچونې په مرکزو کې دې وحشیانه بریدونه وکړي. د دې هر څه لپاره زمونږه امنیتي او دفاعي ځواکونو پوره چمتوالی نيولی وو ځکه خو دښمن بریالی نشو چې دا لویه پروسه ګډه وډه کړي او له افغانانو څخه خپل حق واخلي.

ښاغلي غني امنیتي ځواکونو ته وویل چې تاسو واقعاً د دې هیواد اتل او زړور بچیان یاستئ او تر بل هر چا له هیواد او له ولس سره زیاته مینه لرئ. او نن تاسو خپله واقعي مینه ثابته کړه او دښمن ته مو خپل زور وښود چې مونږه هم کمزوري نه یوو.

د ټاکنو له تر سره کېدو مخکې هم امنیتي ځواکونو خپلو هیوادوالو ته دا خبر ورکړی و چې تاسو د رایې حق لری او ستاسو د دې حق د تر سره کولو لپاره مونږه هم پوره چمتووالی نیولی تر څو ستاسو دغه ملي حق در څخه څوک وانخلي. ولس هم چې پر خپلو امنیتي ځواکونو باور لري او د هغوی په دې خبرې سره لا خوشحاله شو او زړونه یې ډاډه شول چې زمونږه امنیتي او دفاعي ځواکونو زموږ د حق د تر سره کولو لپاره پوره امنیت نیولی دی او باید مونږه هم د خپل هیواد لپاره داسې یو شخص انتخاب کړو چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د دې مظلوم ملت لپاره زیات کار وکړي.

له ټاکنو وړاندې طالبانو دا ګواښونه کول چې د ټاکنو پروسه به ګډه وډه کړي، هغوی افغانانو ته ډېر ګواښونه کول که چېرته ژوند غواړئ نو  د رایې ورکولو له مرکزونو څخه ځان لرې وساتئ، خو د خدای په فضل او امنیتي ځواکونو په پوره چمتووالي سره دغه ستره پروسه په ښه  بریالی توګه تر سره شوه، او ټول هیواد وال له خپلو امنیتي ځواکونو څخه منندوی دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply