پاکستان، طالب، امریکا او عبدالله؛ ۳ نقطې ۳ تبصرې

جان اغا بهار

0 561

وروسته تر هغې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۹ پړاؤه اوږدې ــ متواترې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې او ټرمپ هرڅه په یوه ټویټ ختم کړل. او د بیا ځل لپاره پاکستان کې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو خبرې پيلیدونکې دي. مقدماتي لیدونکو طالبانو د پاکستان د بهرینو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د آی ایس آی له مشرانو فیض حامد، استخباراتي جنرال سهیل حامد سره لیده ــ کاته کړي دي. جالبه خبره دا ده چې شاه محمود قریشي د طالب پلاوي هرکلي ته ورغلی دی.

ولې طالبانو له آی ایس آی سره ناسته وکړه؟ د تحلیل دوه نقطې:

لومړۍ؛

په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې. نوی حکومت راځي او دا حکومت عمومي مشاهدې او د ولس رایې ته په کتو د ښاغلي غني حکومت دی. او غني هغه نوم دی چې پاکستان ترې جدي ویره لري. نو مخکې له وخت پاکستانی پوځ او استخباراتي اداره هڅه کوي چې پر طالبانو خپله ولکه له لاسه ورنکړي. د جګړې او د پاکستان د ګټو د خوندیتوب نوې اجنډا طالب ته ورکول کیږي؛ ترڅو یې په ښه توګه پرې تطبیق کړي. ممکن سوله ونشي، جګړه توده شي او طالب د نهایي فشار د واردولو هڅه وکړي.

دویمه؛

خدای دې لومړۍ نقطه غلطه ثابته کړي. د سولې خبرې روانې دي، کنګلونه مات شوي او اټکل دا دی چې بین الافغاني مذاکرات هم ترسره شي، یعنې هغه ورځ لیرې نه ده چې(افغان حکومت او طالبان) به سره د خبرو مېز ته کیني او خپلې ستونزې به سره مخامخ شریکې کړې. غوښتنې، وړاندیزونه، شرایط، موقف، پالل او یوې نتیجې ته به سره ورسیږي. معنی دا چې طالبان غواړي د آی ایس آی له ګروت ځانونه وباسي، خپل تړون ورسره پای ته رسوي، انعطاف پذیره دي، له جګړې ستړي دي، سوله یې لومړیتوب ده. آی ایس آی ته وایي چې نور دې د افغان جګړې د تودولو پر ځای سړولو ته کار وشي. ستاسې همکاري په دې برخه کې مهمه ده، له شیطاني حرکت راوګرځئ. د افغانستان په سوله کې هېچاته ضرر نه دی متوجې، ان تاسې ته هم نه چې ټول عمر له جګړې تغذیې شوې یاست او اقتصاد مو په جګړې ولاړ دی.    خو، دا خبره طالب هېڅکله نشي کولای، ځکه طالب خپلواک نه دی، طالب همغلته خوري ــ څښي، په هماغه پاسپورت یو ځای بل ځای سفر کوي. تمویل او تجهیز یې له پاکستان دی. یا پاکستان یرغمل کړي دي، له مجبورې ورځې جګړه کوي.

پاکستان؛ نوي افغان حکومت سره د سولې خبرې ښه پیلوو!

د ښه پیل نقطه؛ منطق یې څه دی؟

وړاندې تر دې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړي او منتخب حکومت رامنځته شي، پاکستان له نوي رامنځته کېدونکي حکومت سره د اړیکو د ښه والي او بیا د سولې په برخه کې د واقعي کار کولو تعهد تازه کړی دی.

دلته هم دوه نقطې د بحث دي:

 لومړۍ؛

 دا چې پاکستان له هغه تعزیراتو چې نړۍ او بیا امریکا پرې لګولي دي تنګ دی، ستړی دی، غواړي خپله تګلاره کې بدلون رامنځته کړي، یا یې کړی او د اړیکو د ښه والي مزل د نوي حکومت له ایجاده سره سم غواړي. ځکه پاکستان دې نتیجې ته رسېدلی چې د تجرید او انزوا بلا یې نور داړي، باید ځان وژغوري او د ژغورولو کیلې یې د پالیسو په تغییر او د افغانستان سره د اړیکو په ښه کولو کې ده. یا افغانستان کولای شي، پاکستان ته نجات ورکړي، خو په مشروط ډول، او شرط دا دی چې پاکستان له خپلو شیطاني کړنو توبه وباسي.

دویمه؛

پاکستان غواړي لوبه و کړي. او دا یې پخوانی منافقت دی چې هر ځل وعده وکړي؛ خو پرې ودریږي نه. یعنې غواړي د ښاغلي غني پښې ووهي او ولس تحریک کړي چې د غني په وجود کې زمونږ اړیکې نشي ښه کېدای او تاسې سولې ته ضرورت لرئ؛ نو د دې لپاره باید د هغه کاندید په ملاتړ غږ پورته کړئ چې ناکام دی؛ خو ځان بریالی اعلانوي. نو که هغه واک ته رسیږي، نو زمونږ اړیکې ورسره ښه کیږي.

د پاکستان سفیر؛ پاکستان ته د طالبانو د سفر په اړه عبدالله سره لیدل، څه کیسه ده؟

پرون ماښام زاهد نصرالله د عبدالله خواته ورغلی دی، او د افغان سولې پر پروسې او بیا پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر او هلته یې د امریکا او پاکستان سره د خبرو د پیل په اړه ورسره خبرې کړي دي. پاکستان غواړي عبدالله سره د جوال خوله ونیسي. او عبدالله ته ووایي چې مه یې منه؛ مونږ دې خوا کې ولاړ یو. دا لیدنه او تر ټاکنو وړاندې عبدالله ته د پاکستان له لوري د ۳۵ میلونه ډالرو لېږل سره تړښتي مسایل دي. دا وخت پاکستان له ولسمشرغني د بېزارۍ په وروسته کرښه ولاړ دی، غواړي عبدالله د خپلو ګټو د مصوونیت لپآره د ملګري په توګه وساتي. افغانستان کې ناورین رامنځته کړي، د خلکو ژوند تریخ کړي.

ولس باید څه وکړي؟

ولس باید له حالاتو سره عقلاني چلند وکړي. ویده پاتې نشي، راپورته شي له خپلې رایې دفاع وکړي، دا د وطن د سرنوشت او بقاء بحث دی. خدای دې نه کړي چې مونږ د پنجاب د رحم لپاره لاسونه لپه کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply