حمدالله محب د ترهګرۍ په ځپلو ټینګار وکړ

محمدروښان ښاد

0 957

له تېرو نږدې نولسو کالو راهیسې د امریکا متحدو ایالتونو په مشرۍ، د نړۍ هیوادونه د ترهګرۍ ضد مبارزې په موخه راوتلي او په دې برخه کې یې ډېر مالي او ځاني زیانونه ګاللي او لا هم ترهګري په همغه قوت چې نړۍ ته یې خطر پېښ کړی وو موجوده ده، دا مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي او له همدې امله زموږ هیوادوال تر بل هر چا د ترهګرۍ زیات قرباني دي، د دغه وضعیت د بدلولو او د تروریزم د خطر د دفعه کولو لپاره غوڅو اقداماتو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د مجمع غونډې ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وویل، ”ترهګري په همغې کچې، چې یوه مفکوره ده، د تاوتریخوالي یو ډول هم دی. مونږ باید د ترهګرو د ملاتړو افکارو د تفکیک لپاره، هغه که هر ځای وي، په ګډه کار وکړو. د صفر زغم تګلاره، چې هر ځل یې یادونه شوې، نه باید نوره د بحث موضوع وي، بلکې باید په داسې یوه کار بدل شي، چې اقدام ته ضرورت لري. مونږ په سیمه کې غوڅو اقداماتو او ژورې همکارۍ ته اړتیا لرو.

د ښاغلي محب په وینا، له ترهګرۍ سره مبارزه کې اړتیا ده، چې د ټولیز امنیت د پیاوړي کولو داسې چاره رامنځته شي، چې د ترهګرو جرمي فعالیتونو ته پراخه پاملرنه وکړي او د هیوادونو ترمنځ د هغوی د تګ راتګ، سرباز ګیرۍ او د هغوی د تمویل د هغو سرچینو په اړه، چې ددوی جرمي او وژونکې بقا ته لار پرانیزي پام ونیسي.

نوموړي دا هم وویل، ”له ترهګرۍ  سره مبارزه د امریکا له متحدو ایالتونو او ناټو شریکانو سره زموږ د ګډ کار بنسټ جوړوي، چې افغانستان هغه ته په بشپړ قوت سره ژمن دی. زه ټولو پوځیانو او د هغوی کورنیو، نه یوازې افغان ملي امنیتی او دفاعي ځواکونو بلکې، د مختلفو هیوادونو سرتېرو ته، چې زموږ له ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګېدلي او خپل سرونه یې قربان کړي همدردي وړاندې کوم. موږ افغانان به کله هم ستاسو قربانۍ هېرې نکړو او منندوی مو یو.

مګر د دې ټولو باوجود، پاکستان، ایران، روسیه او چین لا هم پټ او ښکاره د د ترهګرو ملاتړ کوي او هغوی په سیمه کې ورانکاریو ته لمسوي، نو د دې لپاره باید د نړۍ هیوادونه له داسې فشار څخه کار واخلي، چې د ترهګرو ملاتړي ورڅخه کرار کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply