څه ډول د ټاکنو مثبتې پایلې؟

حیات الله محبت

0 837
د ولسواک نظام لومړنی اصل او تګلاره د جمهوریت بقا او د ټاکنو ترسره کول دي.
ټاکنې باید داسې یوه ملي هنداره واوسي چې هر هېوادوال پکې خپله څهره وګوري او پکې ونډه وال شي.
د افغانستان حکومت هم د انتقالي دورې راورسته د یوه منتخب حکومت بڼه غوره کړه.
د بُن له کنفرانس را وروسته د هر راتلونکي حکومت واک مشر په یو نۀ، یو ډول د خلکو په اراده تر واک رسېږي.
د همدې سلسلې جریان د څلورم ځل لپاره د ۱۳۹۸ کال د تلې میاشتې ۶ مې نېتې ټاکنو تۀ راورسېد.
د تلې میاشتې ۶ مه پۀ ټول هېواد کې د ټاکنو ملي ورځ وه، خلک لۀ ګواښونو او سختو ننګونو سره سره د رای ورکولو مرکزونو تۀ لاړل او د دیموکراسۍ یو ښه تمثیل یې وړاندې کړ.
خو اوس پوښتنه او اندېښنه دا ده چې څۀ ډول د ټاکنو مثبتې پایلې درلودلی شو؟
د ۲۰۱۴ م کال د ټاکنو لانجمنو پایلو خلک لا تراوسه اندېښمن ساتلي او ویره لري چې خدای مۀ کړه هېواد یې بیا د بحران خواته کش نۀ شي.
خو دلته نوماندان چې، هر یوه یې ځان د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د هېواد او خلکو خواخوږی بالۀ، باید ده چې په عمل کې یې ثابته کړي او د سیالۍ هغه برخې چې بریا او ماته نومېږي پۀ سم ډول وپېژني.
هر نوماند چې بریالی اعلانېږي سیالان دې یې په ډېر جرءت ماته ومني او د ملت او خلکو د هغو قربانیو او فداکاریو درناوی دې وکړي چې د ډېرو امنیتي ستونزو تر څنګ د رای اچونې لۀ مرکزونو را منع نۀ شول.
پۀ ډېر جرءت او مېړانه د ټاکنیزو پایلو منل د ملي یووالي او ملي وحدت یوه څرګنده نښه ګڼل کېږي او د تبعیض او هر ډول عصبیت مخنیوی کوي.
د نړۍ د پرمختللو هېوادونو د ټاکنو نوماندان تر بل هر چا دې موضوع تۀ ډېر ژمن دي.
ښه مثال یې د امریکا متحده ایالاتو ددې دور ټاکنې راوړلی شو .هېلري کلنټن چې له ټاکنو وړاندې یې د بریا خبرې کېدې په هیرانونکي ډول د ټاکنو بالونکې او سیال یې ډونالډ ټرمپ ګټونکی اعلان شو.
دې موضوع د تقلب او لاسوهنې ګنګوسې را وپارولې.
خو میرمن هېلري، هېواد او ټاکنیزو پایلو ته د درناوي پر اساس د (نۀ منم) غږ اوچت نۀ کړ او پایلې یې ومنلې.
لۀ دې موضوعاتو سره جوخت دلته د ټاکنو د مثبتو پایلو په لرلو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم مسؤل راځي او تر ټولو ډېر ژمنتوب همدوی تۀ راجع کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د ټاکنو پایلې په خپل وخت بغیر له تقلب، فشار او اګر مګر اعلان کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply