د ښه خاوند ځانګړنې

ژباړه؛ نجیب احمد عزيزي

0 688

اول
تکړه نارينه «خاوند» په خپل ځان باوري او متکي وي، په هر څه نارې جنجال نه جوړوي، زارۍ او احتياج تر خپله وسه نه کوي او د نورو د بې‌ځايه شکايتونو پروا هم نه لري، په خپله ښه تصميم لري، هغه مسووليتونه چې ور تر غاړې وي په خوښې کوي، ژوند ته محکم ولاړ وي او له هرې سختې  سره ټټر وهي، لڼده دا چې د کورنۍ د ملا تير وي که نه وي کور يې وران وي.
دويم
واقعي نارينه «خاوند» هر وخت په خپلو کارونو متمرکز وي بې‌ځايه وخت نه تېروي او هغه چارې نه کوي چې ګټه نه لري. تر ډېره که د تفريح موکه ولري هم په يو دليل يې تېروي. کور او لګښت ته يې فکر وي او تل په دې کار متمرکز وي چې کورنۍ څنګه وچلوي.
درېیم
تکړه نارينه ته د کورنۍ اهميت تر ټولو ښه مالوم وي او تل په دې هڅه کې وي چې اولادونه، ښځه او نور غړي يې سالم، منظم، او خوښ وي. تر ډېره يې اولادونو تربيې ته پام وي چې د الله له تحفې سره څه وکړي.
څلور
تکړه نارينه تر وعده خلافي مرګ ښه بولي او هر څه چې وايي هغه عملاً کوي، کوم څه چې يې له وسه نه وي پوره پر خوله يې هم نه راوړي، ځکه دی دا فکر کوي کوم کار چې نه‌شې کولای وعدې يې هم مه کوه.
پنځم
تکړه نارينه غواړي په يوه غوره نمونه بدل شي؛ نو ځکه تل د خپل شخصيت ساتنه کوي او په دې هڅه کې وي چې د نورو زيات زيات درناوی وکړي په تېره بيا دا رنګ کس د خپلو بچيانو ښه نمونه کېدلای شي چې هغوی د ده چلند وويني.
شپږم
بله ځانګړنه يې دا وي چې ښځې ته واقعي درناوی لري په دې خاطر چې هغه د الله «ج» مهربانه مخلوق دی که مېرمن وي، مور، خور، لور … او دوی ته د قانون شريعت له نظره ګوري او دا کوښښ کوي چې هم خدای او هم دوی راضي کړي.
تکړه نارينه «خاوند» په کور کې له مېرمنې سره د هغې د اهميت او ارزښت له مخې چلند کوي، همدارنګه له مينې سره سره د هغې ساتنه هم کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply