د امنیتي او دفاعي ځواکونو بېساری محبوبیت

محمدروښان ښاد

0 991

په دې کې شک نشته چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا مهال په ولس کې پراخ او بېساری محبوبیت لري. د دوی د محبوبیت یوه کوچنۍ بېلګه هغه پېښه ده چې د جمعې په ورځ د کابل په څرخي پله سیمه کې پېښه شوه.

پېښه داسې وه چې د اړوندې سیمې یو سرتېري د ولسي جرګې د وکیل د تورو ښیښو موټر ودراوه ، هغه ته یې د ښیښو د سپینولو توصیه وکړه او ترڅنګ یې د وسلو د جواز غوښتنه هم ورڅخه وکړه، د وکیل ساتونکي دا د خپل وکیل په شان کې ګستاخي وګڼله او یاد سرتېري ته یې مرمۍ تېره کړه، ملي پولیس سملاسي د وکیل ساتونکی ولچک کړ او کوټه کې یې واچاوه، وکیل زنګونه ووهل، خپل ملګري یې ور وغوښتل هلته یې لاره د ترافیکو په مخ وتړله، دوی د حیثیت د اعادې غوښتنه کوله او بیا راغلل د شپې ناوخته یې په ولسي جرګې تالاره کې بیړنۍ ناسته وکړه.

وکیل لا هم فکر کوي چې دا د کرزي خان وخت دی او څنګه دې چې خوښه وي هغسې به کوې، مګر اوس به له قانون سره سم چلېږې، که له قانون دې پښه واړوله، نو ملامت یې او د ملامتۍ سزا به ګالې، حتی که وکیل هم وې، اوس وکیل مافوق قانون نه دی، اوس قانون په ټولو تطبقېږي او په همدې خاطر ولس خپلو سرتېرو ته فوق العاده درناوی لري، ځکه چې دوی یوازې د ترهګرو پر وړاندې نه جنګېږي، بلکې د قانون د تطبیق په موخه له قانون ماتونکو او مجرمینو سره هم حساب او کتاب کوي.

د پارلمان دغو وکیلانو په خپله بیړنۍ غونډه کې د جنرال سادات چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین دی د هغه د استعفی غوښتنه وکړه، له دې سره ټول ولس ته دا واضح شوه چې دا مافیایي بانډ دی او دا پېښه د دوی مازې پلمه ده، دوی غواړي چې خپل قاچاق، غیر قانوني کړنو، د ترهګرو انتقال او نورو کارونو ته خپله مخه خلاصه کړي، مګر دوی د ولس له توند غبرګون سره مخ شول، په ټولنیزو رسنیو کې یې پر دوی لعنت ووایه، مګر برعکس یې امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځانګړي ډول ځوان جنرال خوشال سادات خپل اتل وباله او د هغه د ملاتړ لپاره یې خپل غږونه پورته کړل. له دې څخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پراخ او ولسي ملاتړ او بېساري محبوبیت اندازه لګولی شئ. ولسونه په خپلو سرتېرو ټینګ باوري دي او د دوی کلک ملاتړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply