افغان امنیتي او دفاعی ځواکونه، زموږ ګډ ویاړونه

0 1,264

ګلرحمن رحماني-

افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د افغانستان ریښتینی او ملۍ قهرمانان دي ځکه دوی له یوې خوا د خلکو د مال او ځان ساتنه کوي او له بلې خوا د دې هیواد د خاورې ساتنه د سر په بدل کوي .دا چې امینیتی او دفاعي ځواکونه په ډېرو سختو حالاتو کې د دې هیواد د وګړو او خاورې ساتنه د سر په قېمت کوی نو هیوادوالو ته هم پکار ده چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ د هیواد او ملي ګټو په دفاع او ساتنه کې ودرېږي او دغه راز باید د هیواد هره سیمه او هر ګوټ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او ساتنه وشي .

همدا ملی اتلان دی چې د خلکو د عامه حقوقو ، سیاسې او ټولنیزو حقوقو څخه په کلکه او میړانې سره ساتنه کوي ، له ملي څیزونو او ځمکنی بشپړتیا څخه د سر په بدل کې یې تل ساتنه کړی نو له همدی کبله مدنی ټولنې ، علماء ، قومي مشران ، ځوانان او په ټوله کې عام ولس له دوی څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او امنیتی او دفاعی ځواکونه یې خپلو دندو ته تشویق کړی تر څو خپله دنده په سمه او صداقت سره اجراء کړی .

څه موده وړاندی په قطر کې د طالبانو د سیاسې دفتر مشر عباس ستانکزی له یوه بهرنی رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې اوسنی امنیتی او دفاعی ځواکونه باید منحل شی ځکه اوسنی ځواکونه د امریکا په مرسته جوړ شوی دی خو د ستانګزی د دغو خبرو په غبرګون کې ډیر افغانان د خپلو سرتیرو تر څنګ ودریدل له هغو څخه یې ملاتړ اعلان کړ او په پراخه پیمانه میرمنو او خویندو امنیتی او دفاعی ځواکونو ته ګلان ورپه غاړه کړل .

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور ریس محمد اشرف غنی د نیکمرغه لوی اختر په دریمه ورځ د هیواد د ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو سره د اختر د مبارکې په مناسبت جوړه شوی غونډه کې وویل (د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر راتلونکې به هیڅ راز معامله نه کیږی) .

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی ځکه امنیتی او دفاعی ځواکونو ته دا خبره وکړه چې له دوی سره تشویش وه که په افغانستان کې سوله راشی نو شاید زموږ هلی ځلی به په اوبو لاهو شی او له بلې خوا طالبان کوښښ کوی چې اوسنی فوځ ختم کړی تر څو د دوی په خوښه اردو جوړه شی .

ولسمشر غنی د خبرو په جریان کې وویل که ته فکر کوی چې زه به اوسنی اردو د ډاکټر نجیب د وخت د فوځ په شان ختمه کړم خو دا ارمان به خاورو ته یوسی ځکه ولسمشر غنی په هره غونډه کې د دولت مخالفینو په ډاډ سره وایې که په امنیتی او دفاعی ځواکونو کې کمی وینی رامعلوم یې کړه تر څو په ګډه دغه مشکل حل کړو ځکه په اوسنی فوځ کې پراخ اصلاحات راغلی او د افغانستان ریښتینی استازي دی.

دا چې افغان امنیتی او دفاعې ځواکونه د هیواد ریښتینی اتلان او قهرمانان دی راځی په ګډه د دوی ملاتړ وکړو په کومو ځایونو کې چې مشکلات لری هغه ور په ګوته کړو تر څو خپله دنده په سمه توګه اجراء او د هیوادوالو او وطن ریښتینی خادمان وګرځی .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply