د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیز ټیم مشران د څه په لټه کې دي؟

ضمیر ساپي

0 579

د تلې یا میزان شپږمه چې د ۱۳۹۸کال ټولټاکنې په‌کې تر سره شوې، له همدې نېټې راپدېخوا د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله هره ورځ د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو ورغوښتل شویو یو شمېر پخوانیو او اوسنیو جمعیت پلوه څېرو سره چې دوی یې اوس قومي مشران بولي، تودې لېدنې، مشورې او مجلسونه کوي.

د دوی د لېدنو اصلي موخه بل څه ده، خو د ثبات او هم‌پالنې ټیم د دې ناستو انځورونه هره ورځ په دوامدره ډول د عبدالله عبدالله او د دې ټیم د نورو مشرانو او ویاندویانو له فېسبوک پاڼو خپرېږي او دوی په هره لېدنه کې په دې ټینګار کوي چې خپل ټیم په ټاکنو کې بریالی ثابت کړي.

همداراز دوی په خپرو شویو مالوماتو کې وار له مخه د ګواښ په ډول وایي، هېچا ته به اجازه ور نه‌کړي چې د درغلۍ په زور حکومت جوړ کړي او په وینا یې له خپلو پاکو! رایو به دفاع وکړي.

خو اصلي خبره دا ده چې دوی له لومړۍ ورځې د خپل ناظرانو له لوري له ورکړل شویو ارقامو خبر شوي چې د سږ کال په ټولټاکنو کې یې رایه ډېره کمه وړې ده؛ نو ځکه وار له مخه د بریا ادعاوې او د ګډوډۍ ګواښوونه کوي.

هغه متل دی چې غویی لا حلال نه‌دی، خو دوی وار له مخه خنکی پر سر نیولی. په ټاکنو کې د پایلو تر اعلان مخکې د دوی د بریا ادعاوو تر شا څو موخې دي. لومړی دا چې اوس عبدالله او تر څنګ یې ولاړ پخواني چارواکي چې د بې‌کفایتۍ له کبله له حکومت شړل شوي وو، په دې هڅه کې دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پایلې د ناسمو مالوماتو په خپرولو سره تر پوښتنې لاندې راولي.

دا ټاکنیزه ډله افغان ولس ته د ټولټاکنو په اړه د ناسمو مالوماتو له ورکولو سره هڅه کوي چې څه ډول د ټاکنو خپلواک کمېسیون له اعلان سره مخالفت ته لاره هواره کړي، جنجال جوړ کړي او د کمېسیون د پرېکړې ارزښت وار له مخه کم او خپله تله درنده کړي.

همداراز، عبدالله عبدالله، تر څنګ یې ولاړ جمعیتان، د شمالي ټلوالې ګڼ پخواني غړي او یو شمېر نور کسان په لوی لاس بستر برابروي، څو د ټاکنو پایلو تر اعلان وروسته ووايي چې له ټولو قومي مشرانو، مخورو شخصیتونو، تش په نوم بانفوذه جهادي څېرو او د ګوندونو مشرانو تر څنګ له نورو اشخاصو سره تر لېدنو او مشورو وروسته دې پرېکړې ته رسېدلي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې او دوی به په ورته وخت کې کمېسیون په دې هم تورن کړي چې مرکزي سرور ته یې غیر بایومېټرېک رایې داخل کړې چې دوی ته په هېڅ صورت د منلو وړ نه‌دي.

عبدالله عبدالله او د ثبات او هم‌پالنې ټیم مهم غړي یې نه یوازې د ټولنیزو رسنیو له لارې د جنجال لپاره بستر هوارولو ته دا ډول هڅې کوي، بلکې ګڼ شمېر ډله‌ییزې رسنۍ چې د دوی په تورو پیسو جوړې شوي، هم دې ته چمتو کړي چې د دوی دا ناسم خوبوه په رښتیا بدل کړي.

دا ډول رسنۍ چې لا هم د دې خلکو په تورو پیسو چلېږي، د دوی دې هڅو ته شپه او ورځ پوښښ ورکوي او د اجېنډا سېټېنګ تیوري د عملي کولو لپاره هر وخت په همدې اړه گردي مېزونو ته خپل ټاکل شوي خلک چې د دوی په ګټه څرګندونې کوي، غواړي، څو په مرسته یې د خلکو ذهنیت بدل او یا لږ تر لږه د دوی دریځ پیاوړی څرګند کړي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشران وار له مخه پوه شوي چې د سږ کال په ټولټاکنو کې بریالي نه‌دي، خو دوی په دې کار سره یو ځل بیا غواړي لکه د ۲۰۱۴ کال په څېر دريځ غوره کړي، څو په مرسته یې د بیخي حذف کېدو او کور ناستې پر ځای په راتلونکي حکومت کې لږ تر لږه یو څو سلنه سهم تر لاسه کړي.

د ټاکنو په اړه د ناسمو مالوماتو خپرول یوه بله هڅه ده چې دوی یې له لومړۍ ورځې کوي. که څه هم ولس ته ناسم مالومات ورکول یو ډول جرم دی، خو دوی اوس په دې لټه کې دي چې په راتلونکي حکومت کې د پښو ځای پیدا کېدو لپاره لاس او پښې وخوځوي او لږ تر لږه د حکومت په منځ کې د فشار اچولو قوه پیاوړې وساتي.

دا ډله د ځینو مشخصو ولایتونو په اړه چې د دوی رایې په‌کې خورا کمې دي، د ناسمو مالوماتو او شایعاتو په خپرولو سره داسې ښيي چې هلته له ثبت شویو کسانو، د رایه ورکوونکیو شمېر زیات دی، خو په اصل کې د دوی موخه د پایلو پر اعلان د بې‌باوري حاکمول دي.

ورته مهال، دوی کله د زرګونه رایو د قرنطین په اړه پروپاګند کوي او د دې تر څنګ په رسنیو کې د داسې خبرونو خپرولو ته هم هوا ورکوي چې په ځینو ولایتونو کې د بایومېټرېک الې ورکې شوې او یا له دې الو چېپونه ایستل شوي.

خو له دې ټول پروپاګند او ناسمو هڅو سره-سره، که دولت جوړوونکی ټیم غواړي په سم ډول له خپلو رایو او بریا د دفاع په خاطر راپورته شي او له سهم ورکولو ډډه وکړي، دا ځل دې د باج ورکولو پر ځای داسې پلمې نه جوړوي چې که داسې یې نه وای کړی، هېواد د بحران لور ته تلل وای او که سیال ټیم ته یې په حکومت کې ونډه نه وای ورکړې، د افغانستان د ټوټه کېدو وېره وه او د وینو سېلابونه به روان شوي وای.

که دولت جوړوونکي ټیم یو ځل بیا لکه د ۲۰۱۴ میلادي کال ټاکنو په څېر سهامي شرکت او ګډ حکومت جوړ کړ، د راتلونکي پنځه کلن حکومت لاسته راوړنه به همغه زوړ ملا او زړې تراوېحو په څېر وي، نه به د افغانستان په بهرني سیاست کې تغیر رامنځ‌ته شي او نه به د حکومت په کومه بله برخه کې د د ودې ګامونه پورته کړي.

که د یوه جوړجاړې له مخې د ۲۰۱۴ کال په څېر یو ځل بیا پروټوکول لاس‌لیک شي، په دې مانا ده چې د ملي وحدت حکومت دوره د پنځو نورو کلونو لپاره تمدید شوه، خو توپیر به یې یوازې په دې کې وي چې د پخوانیو جهادي مشرانو نازولي به خپلې ادارې له یو بل سره مارچه کړي او چېلک اندازي، د فرمان پر ضد بل فرمان، د لوړو څوکیو او وزارتونو پر سر وېش او د نازولیو پر ګمارنه به بیا هم همغه پخوانۍ وزلوبه روانه وي.

خو دواړه ټیمونه دې خبر اوسي چې ولس داسې نه غواړي، ځکه دوی په ډېرو سختو شرایطو کې راووتل، رایې یې ورکړې او په هېڅ صورت ورته د زغم وړ نه ده چې د رایو پر سر یې دوه ټیمونه د ډار او فشار له کبله معامله وکړي او په خپل منځ کې سهامي شرکت ته لاره هواره کړي.

خو له دې ستونزو سربېره اوس له حکومت لږه تمه پیدا شوې ده، هغه دا چې زموږ د امنیتي او دفاعي سرتېرو په تېره د ځانګړیو ځواکونو قومانده څه نا څه واحده شوې او لکه د شهید اوونۍ په څېر به هغه چا ته اجازه ور نه‌کړي چې د غیر مشروع غوښتنو لپاره لویې لارې، ښارونه او بازارونه بند کړي او د خپلو شخصي غوښتنو د پوره کېدو په خاطر خلکو ته مزاحمت او سرخوږی جوړ کړي.

ځکه ولس نور د ناوړه هڅو له لارې په حکومت کې د ناسمې ونډې غوښتنې کلتور تر پزې راوستی او نه هم نور دا ناسمې غوښتنې زغملی شي چې د یوه پخواني جنګ‌سالار او جهادي رهبر زوی دې د خپل پلار د جهاد امتیاز په هر حکومت کې غوښنه برخه خپل دایمي میراث وګڼي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply