د سولې لپاره پر واحد جوړښت د ټولو اړخونو توافق حتمي دی

اېمل پیاوړی

0 747

سوله یوه دیني او ملي فریضه ده. ځکه چې د بې ګناه انسانانو د وینې تویېدلو مخنیوی په کې کېږي، د خلکو سر او مال په کې خوندي کېږي. د وطن د ابادۍ لپاره په کې ټول په ګډ د کار او خدمت فرصت مومي او هر څوک په ډاډه زړه خپل ژوند او ژوندچارو ته رسیدګي کوي.

له همدې امله د سولې د قیام او تطبیق لپاره د افغانانو ټول اړخونه، حکومت، ملت او وسله وال مخالفین یوې ګډې اجماع ته رسېدلي دي. دغه اجماع، د اساسي قانون مطابق د هېواد د ټولو اتباعو د حقوقو په ساتنه او د ښځو په شمول د ټولو اقشارو، سیاسي او جهادي مشرانو او د اقوامو په مشارکت ولاړه ده

مګر ستونزه په سلیقو کې ده، ولس وایي موږ سوله غواړو، نور یې په دې کې نه دي چې سوله له اسمانه راځي، له غره او ښاره راځي او که له ځمکې راوځي، خو حقیقي سوله غواړي، داسې سوله چې کس په کس غرض نه وي.

حکومت تلپاتې او باعزته سوله غواړي. په دې مانا چې جمهوریت، وسله وال پوځ، اساسي قانون ته درناوی او د تېرو اتلسو کالو لاسته راوړنو خوندیتوب په کې متضرر نشي، انقطاع واقع نشي، بلکې تحول او تداوم په کې همداسې ادامه ومومي. جنګ پایته ورسېږي او د هیواد د انکشاف لپاره مشترکې او موثرې هڅې سره منسجمې شي.

وسله وال مخالفان بیا د دولت پرځای له امریکا سره د سولې مذاکرات مخته بیایي. دوی ته سوله داده چې واک ته ورسېږي. حکومت باید خپل ځای دوی ته پرېږدي او ترهغو چې داسې ونشي، نو دوی به له جنګه لاس وانخلي. بهرنیان بیا واحد دریځ نه لري، په ښکاره د حکومت او ملت ننګه کوي، په پټه له وسله والو طالبانو سره د تړلو دروازو تر شا مذاکرات کوي. مګر تر هغو چې دغه ټولې سلیقې سره یو ځای نشي او پر واحد جوړښت توافق ونشي، نو سوله به همداسې غیبه وي.

ولسمشر غني وایي، د سولې په اړه زموږ نظر د قرآن کریم د ۴۱ مې سورې د ۳۴ آیت د مفهوم پر بنسټ دی چې فرمایي: “نېکي او بدي نه سره برابرېږي. د بدۍ ځواب په ښه سلوک ورکوه، ستا د ښه سلوک پایله به دا وي چې ستا دښمن به ستا د ښه سلوک له امله ستا په دوست بدل شي.”

موږ په دې باور لرو چې د سولې تحقق، زغم او زړورتیا ته ضرورت لري. مونږ باید د شکایتونو اورېدلو او د جګړې د لاملونو موندلو لپاره د بېلابېلو وړاندیزونو د اورېدلو زغم او زړورتیا ولرو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply