افغانستان کې د جان بس ناکام ماموریت

محمد جاوید

0 702

د سفیر دنده او مسوولیت:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رسمي وییپاڼه کې د امریکایي ډيپلومات د اصلي دندو په اړه لیکل شوي: د یوه ډيپلومات، چې سفیر یې په لومړۍ درجه کې راځي، اصلي دنده دا ده چې د دوو انتخاب شویو هېوادونو ترمنځ اړیکې د پراختیا او یووالي لپاره په مثبت ډول غښتلې کړي.

ډيپلومات مسوولیت لري چې د نړیوالو اړیکو په رڼا کې له کوربه هېواد سره د سولې، سوداګرۍ او اقتصاد، فرهنګ، بشري حقونو او چاپېریال ساتنې برخو کې د همکاریو ماحول ایجاد کړي. هر ډيپلومات په کوربه هېواد کې د مقابل هېواد د قوانینو او اصولو په چوکاټ کې د درېیو کلونو لپاره د امریکا د ګټو استازولي کوي.

د سفیر ورځنی مسوولیت دا دی، چې په کوربه هېواد کې معلومات راټول کړي او د امریکا د ګټو د تحلیل په رڼا کې یې هغه هېواد ته واستوي او امریکا به د هغو په رڼا کې د سفیر له کوربه هېواد سره خپلې ډيپلوماتیکې اړیکې پر مخ وړي. همدې ته بهرنی سیاست ویل کېږي.

د امریکا د بهرنۍ ډيپلوماسۍ د اصولو پر اساس، سفیر د یوه مشخص هېواد یا نړیوال سازمان لپاره د ولسمشر تر ټولو د لوړې کچې استازی وي. بریالی سفیر یو قوي رهبر، ښه مدیر، مقاوم مذاکره کوونکی او امریکا ته احترام کوونکی استازی وي.

اوس ددې مسوولیتونو او دندو په چوکاټ کې په افغانستان کې د امریکا د اوسني سفیر جان بس دنده تحلیل او له عمل سره پرتله کړئ.

هغه امریکا افغانستان ته را استولی چې له افغان حکومت سره ډيپلوماتیکې اړیکې غښتلې کړي او دلته د امریکا ښه استازولي وکړي، خو نوموړي په افغانستان کې د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر ۲۸ له ولسمشرۍ ټاکنو تر دې مهاله یو طرف پاتې شوی دی. د ټاکنو بهیر د ټولیز ملاتړ پر ځای د یوه مشخص کاندید د ملاتړي په رول کې راڅرګندېږي. له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره یې د تصویرونو ورځنی البوم د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې د یوه مشخص کاندید لېوالتیا ثابتوي.

د امریکا سفیر د خپلې دندې د اصولو په رڼا کې د کوم قانون پر اساس هره ورځ له یوه مشخص کاندید سره کتنې لري او په افغانستان کې د ولسواکۍ معیارونو د بسټیزه کولو پر ځای ګډوډۍ ته لمن وهي؟

که د جان بس ماموریت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اصولو مطابق وي، نو بیا خو څرګنده شوه چې په افغانستان کې د ولسواکۍ ټینګښت لپاره د امریکا همکاري او مرستې د شک وړ دي او که چېرې جان بس په عقدیي، معامله یي یا یو اړخیز ډول خپل ماموریت پرمخ وړي، نو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپل سفیر په کارونو څار لري او ترې خبر دي؟

دا د دوو خپلواکو هېوادونو په توګه د افغانستان او امریکا ترمنځ په ډيپلوماسۍ او ډيپلوماتیک چاپېریال شکونه راپورته کوي او په افغانستان کې د ولسواکۍ پر ځای خپلسرۍ او ګډوډۍ ته زمینه برابروي.

د ولسواکۍ پر ځای د انارشۍ انتخاب:

د سپټمبر ۲۸ ولسمشرۍ ټاکنو وروسته د امریکا سفیر د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ولاړ. په کومو اصولو او قانون؟ سفیر پوهېږي چې د افغانستان په حساس وضعیت کې د یوه خپلواک کمېسیون په منځ کې راڅرګندېدل یې د دندو، اصولو او لوایحو خلاف عمل و؟

په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د بسنټیزه کولو لپاره هماغومره چې نوماندان د کمېسیون پرېکړو ته باید احترام ولري، په کوربه هېواد کې مېشت د امریکا سفیر هم باید دغه اصول مراعت کړي، خو جان بس ولې له دې اصولو سرغړونه کوي؟

تر ټاکنو وروسته له عبدالله عبدالله سره ۳۰ ځله کتنې یې د څه لپاره دي؟ امریکا ولې ولسي ارادې سره په ټکر کې اعمال ترسره کوي؟ د امریکا د سفیر اعمال او څرګندونې د ډیموکراسۍ او د کوربه هېواد د اصولو خلاف عمل دی.

د جان بس دا کارونه په افغانستان کې ولسواکي کمزورې کوي او پر ځای یې زورواکي او خپلسري غښتلې کوي او دا کار د امریکا د هغو ادعاوو خلاف عمل دی چې د ډیموکراسۍ بنسټونو د غښتلي کولو د همکارۍ په نوم یې په افغانستان احسان باوري.

غیر ډيپلوماتیکې اړیکې:

له یوه مشخص کاندید سره د مېشت سفیر په توګه د افراطي ګرمو اړیکو پالل د یو سفیر په توګه د بې طرفۍ اصل نقض کوي. د امریکا سفیر د خپلو دندو او اصولو پر اساس باید په افغانستان کې د یووالي ساتلو، ډیموکراسۍ بنسټیزه کولو او د دولت جوړونې د پایو غښتلي کولو لپاره وکړي، خو متاسفانه اوسنی ماموریت یې ددې ټولو خلاف دی.

که ومنو چې ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي وحدت حکومت نیم شریک دی، خو د نیم نور حکومت مسوولیت خو له محمد اشرف غني سره دی، د امریکا سفیر تر ټاکنو وروسته دېرش ځله له ولسمشر غني سره هم لیدلي دي؟ نه! یوازې محدودې لیدنې شوي او هغه هم ډېری د ولسمشر غني او امریکایي پلاوو د لیدنو پر مهال.

د مشخصو ولایتونو له زورواکو او سوداګرو سره د امریکا د سفیر تودې اړیکې د هغو ولایتونو له کاني زېرمو سره د هغه د لېوالتیا په اړه شکونه راپورته کوي او دا بیا د یو سفیر پر ځای د یوه سوداګر په توګه د جان بس رول معرفي کوي.

د یوه دغسې ګونګ او یو طرفه وضعیت پر مخ وړل د افغانستان او امریکا ډيپلوماتیکې اړیکې زیانمنوي او په افغانستان کې د دولت جوړونې پر ځای انارشۍ ته لار هواروي او له دغسې وضعیت څخه تر هر چا زیات ترهګرې او د نشه یي توکو قاچاقبرې ډلې ګټه پورته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply