بین الافغاني مذاکرات د سولې اسانه او عملي لاره

عبدالرحمن بړېڅ

0 710

په مسکو کې د چین ، روسیې ، امریکا او پاکستان استازو د افغان سولې په رابطه په څلور اړخیزه  دویمه غونډه د جمعې په ورځ د افغان جګړې له ټولو اړخونو وغوښتل چې زر تر زره د تاوتریخوالې د کمولو او ختمولو لپاره د بین الافغانې خبرو د شروع کیدو لپاره باید د یو بل غوښتنی ومنی او له افغان حکومت او طالبانو څخه یې غوښتي چې باید د القاعده ، داعش ، ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څیر هغه ډلو ته اجازه ورنه کړی چې د نورو هیوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.

که موږ په مسکو کې د شوې غونډې د هیوادونو (چین ، روسیې ، امریکا او پاکستان) استازو ته وګورو نو په دغه غونډه کې ټولو هغوهیوادونو ګډون کړی وو چې له طالبانو سره مستقیمې او یا غیر مستقیمې اړیکې لری .

که دغه یاد هیوادونه په رښتیا هم سولې ته ژمن او د دې پلویان وي چې په افغانستان کې اوسنی تحمیلي جنګ پای ومومي، نو باور دی چې ډېر ژر به نتیجه ورکړي، ځکه چې همدغه هیوادونه د جګړې پر دواړو لوریو اغېزاو نفوذ لري چې له دغه نفوذ څخه په استفادې طالبان او حکومت د جنګ پرځای سولې ته هڅولی او کېنولی شي.

افغان حکومت طالبانو سره له قید او شرط پرته د سولې خبري کوی ، داسی فرصتونه تل نه وی که طالبان له وخته ګټه پورته نه کړه خپله هم شر ، فساد او جګړی ته ادامه ورکړی او بلخوا په کور دننه له هغو ډلو سره چې د حکومت مخالف دی هم یو ځای شی نه یواځی دا چې په هر ډګر کې به ماتی وخوری بلکې د تاریخ مختورن به شی .

افغان حکومت او ولس په دی باور لری چې د جګړی پای سوله ده له همدی امله موږ په سوله باور لرو چې په افغانستان کې به سرتاسری سوله راځی خو هر هغه هیواد چې د افغان حکومت د مالکیت او مشری پرته د سولې د راوستو کوښښ کوی په نتیجه کې سوله نه بلکې له یوې خوا په افغانستان کې سوله له خنډ سره مخامخ کوی او له بلې خوا له افغان حکومت څخه د امتیاز د ترلاسه کولو په تکل دی او دغه ډول خبري به هیڅ لاسته راوړنه نه لری، ځکه دغه ډول خبري پخوا هم ډیري شوی دی خو کومه مثبته نتیجه لاس ته رانغله . د سولې اسانه، عملي او موثره لاره د وسله والو طالبان او افغان مقاماتو مخامخ خبرې دي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply