د فيشني عبدالله د پام وړ

سيد حسين پاچا

0 699

د فيشني د پام وړ :

که د غني سوله ييزه طرحه ناسمه وي، نو خپله دې څه ده؟

که غني ټاکنې بايلي، خو بيرته ځای به يې پوهنتون وي، خو تاسې به څه کوئ؟ سينګار خونه به وي که کوڅه ډبي؟

يو څوک چې خپل ابتکار نه لري، نو د بل څه ته ننګوي؟

ډاکټر عبدالله چې خپله راتلونکې روښانه نه بولي، نو نګه سرتنبه ګي يې راخېستې، کنه ولس د هر چا کاري توانمندي ويني چې يو چا کې څه توانايي شته او په بل کې نشته. په چپ لاس اکټونه د يو انسان د سياسي پوهاوي کچه او ناتوانايي راښيي. اوس د جهادي نازولتوب وخت تېر دی او اوس دا جهادي بېځايه نازولتوبونه نه ولس، نه سيمي او نړۍ ته ارزښت لري. نړۍ پر واقعيتونو حساب کوي.

که ولس له نوموړي وپوښتي چې که د غني سوله ييزه طرحه ناسمه وخيالي وي، نو خپله دې څه ده؟ يو څوک چې د بل طرحه و پروګرام ننګوي او خيالي يې بولي، نو خپله به هم لري. له ولس سره دې يې شريکه کړي چې ولس يې ولولي او له سياله سره يې پرتله کړي. دا چې خپله نه لري او د بل خيالي بولي، نو دا بيا د هسې فېشنيانو بېځايه بې ادبه اکټونه دي چې د تلويزيون پر پرده يې کوي.

که ترې وپوښتل شي که طالب له تا سره سوله کوله، نو په تېر کې ولې دې له ټلوالې سره ډزېده؟ د چا په امر ډزېده او نن بيا هم د چا په امر ډزيږي؟ له ګاونډيانو، چين وامريکا سره خبرې کوي، خو له حکومت سره يې نه کوي او خپله د همدې حکومت برخه هم دی. که سبا همدا حکومت د ده لاسته ورشي، نو دی څومره ډاډمن دی چې طالب به له ده سره جوړ راشي؟

له نوموړي څخه خو ولس له نژدې دوو لسيزو راهيسې له ((ان شاء الله، چې وبه شي)) بل هېڅ نه دي اورېدلي. دی په دې هم نه پوهيږي چې ان شاء الله څه حکم لري؟ بېځايه ان شاء الله خو هېڅکله ګټه نه کوي، نو دی به چې هېڅ يوه طرحه وبرنامه هم نه لري، بلکې د يوې طرحې وبرنامې يا پروګرام وړاندې توانايي پکې نشته، نو بيا د بل د طرحې ننګونه يې د خپلې سرتنبه ګۍ او سياسي خاموالي ښوونه کوي.

ښاغلی عبدالله اوس د داسې اکټونو په کولو سره دا ځل له ښاغلي پمپيو څه تمه لري؟ د جانکيري رول ورته ولوبوي که بل څه؟ په نوره نړۍ کې خو د نوموړي په څېر خلکو ته مارکېټ نشته، خو په افغانستان کې هم له دې وروسته مارکېټ نه لري. راتلونکې يې له خطر سره مخ ده. نه ورته په کور کې اړتيا شته او نه بهر. طالب ږ داعش به پرې څه وکړي؟ د سينګارونې لګښتونه به يې طالب ومني يا نه؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

عبدالله، د غني د سولې طرحه “غير واقعي” وگڼله

https://www.pashtovoa.com/a/afghan-chief-executive-slams-president-s-wishlist-peace-plan/5153443.html

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply