پر پاکستان دې نړیوال فشار زیات شي

محمدروښان ښاد

0 641

پاکستان له حد اوښتی. له یوې خوا تروریستي ډلې پالي او له بلې خوا له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې افغانستان ارام ته نه پرېږدي. نااعلان شوی جنګ یې تقریبا په اعلان شوي جنګ اوښتی دی، ځکه په دې وروستیو کې یې پر کنړ ولایت له توغندیزو بریدونو وروسته جبهه یي جنګ شروع کړی او همدارنګه یې د خوست ولایت په ورژلې سیمه کې هم بریدونه کړي دي.

سره له دې چې افغان دولت د پاکستان د هر جنایت پر وړاندې غبرګون ښودلی، خپل د اعتراض غږ یې جګ کړی، نړیوالو ستراتیژیکو ملګرو سره یې موضوع شریکه کړې او د افغان دولت د همدغې لابي په اساس دوه کاله وړاندې دې ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو باصلاحیته پلاوی افغانستان ته راغی او افغان دولت سره یې په دې اړه له نږدې خبرې وکړې. افغان مقاماتو ورته د بېلابېلو مواردو چې د پاکستان لاسوهنې او مداخلې په کې څرګندې وې اسناد وسپارل.

د افغان دولت د ټولو هڅو باوجود لا هم نړیوالې ټولنې د پاکستان پر وړاندې هغسې غبرګون نه دی ښودلی چې ښایي. که څه هم پر پاکستان فشارونه زیات شوي، خړ لېست ته داخل شوی، له پاکستان سره ژمنه شوې مرستې ځنډول شوي، د پاکستان نړیوال شهرت او اعتبار خدشه دار شوی او دغه ټول فشار په ټول قوت پاکستان حس کړی او لا یې هم حس کوي، مګر افغانستان هیڅ وخت له پاکستان سره د تقابل لېوالتیا نه لري، افغانستان برعکس ښه ګاونډیتوب، مناسباتو او همکارۍ ته ژمن دی، مګر پاکستان لا هم په خپل چلند کې د بدلون راوستلو ته لېوال نه ښکاري.

د پاکستان اوسنی د بد ګاونډیتوب او ترهګرۍ د صادرولو چلند هغه مهال بدلېدلی شي چې نړیوال فشار ورباندې زیات شي، ځکه پاکستان دا مهال له سیاسي بې ثباتۍ، کورني کړکېچ او اقتصادي وضعیت څخه سخت ځورېږي، نو که په دې منځ کې نړیوال هم ورباندې فشارونه زیات کړي، نو باور دی چې پاکستان به ډېر ژر هم د ترهګرۍ له ملاتړ لاس واخلي، هم به د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنې او پر افغانستان له تحمیلي جنګ څخه په شا شي او هم به د افراطیت او توندلارۍ لاره پرېږدي، نو په همدې خاطر د دې اړتیا لیدل کېږي چې نړیواله ټولنه پر پاکستان خپل فشار زیات کړي، په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو خبرداری او فشار په ډې برخه کې زیات ګټور ثابتېدلی شي، نو که امریکا واقعا د ترهګرۍ رېښې وچول غواړي، نو همدا یې وخت دی چې پر پاکستان خپل فشارونه زیات کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply