سوله به د ولس په سلا راځي

محمدروښان ښاد

0 637

د ولسمشر غني دا خبره به مو ډېره اورېدلې وي چې ، سوله په تیاره کې لکه غله غوندې نه راځي، سوله به په روښانه ورځ  راځي. له دې څخه یې موخه داده چې تر څو افغانان په جریان کې نه وي، د دوی سلا مشوره وانخیستل شي. د سولې د هر پړاو ترسره کولو پرمهال په جریان کې نه وي او د دوی پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ونه ویل شي، نو معلومداره چې سوله نه راځي.

ځکه عملا مو ولیدله چې امریکا او طالبانو لس میاشتې په مسکو، دوحه، ابوظبۍ او نورو ځایونو کې د سولې په نامه د تړلو دروازو تر شا مذاکرات وکړل او دا مذاکرات په اونیو اونیو وغځېدل، مګر دا چې ولس په جریان کې نه وو، د ولس مشوره په کې نه وه، د ولس قناعت او رضایت نه و ترلاسه شوی په دې خاطر له کومې نتیجې پرته پایته ورسېدل او مذاکرات ناکام شول.

ولسمشر غنڼي وایي، سوله به راي، په همت د افغانانو به راځي، او زمونږ په اتحاد او اتفاق به راځي.  دا واقعیت دی، ځکه هر څومره چې موږ په اتفاق یوو او د سولې لپاره ګډه اجماع او واحد دریځ ولرو، نو همغومره به د سولې مذاکرات هم په پیاوړي دریځ ترسره شي، مګر که موږ پاشلي وو او د تېر په څېر لکه د امریکا او طالبانو د مذاکراتو پرمهال چې سیاسیونو واحد دریځ نه درلود او هر یوه له کومې برنامې او اجنډا پرته دوحې او مسکو ته منډې وهلې نو نه یوازې چې امریکا او طالبانو ارزښت ورنه کړ، بلکې ولس هم بد ورباندې وویل او له دوی څخه یې مخ واړاوه.

سوله نه په ډېرو منډو ده، نه په ډېرو شعارونو ده، نه په ډېر قوت ده. سوله یوازې او یوازې پیاوړې اراده غواړي، واضح او ملي برنامه غواړي، ملي یووالی او واحد دریځ غواړي. له دې مه واره نه سوله شونې ده او نه هم سوله کېدونکې ده، البته هغه سوله چې افغانان یې غواړي. افغانان تلپاتې او باعزته سوله غواړي. داسې سوله چې د دوی سر، مال او ژوند په کې خوندي وي. د دوی عزت او حیثیت په کې خوندي وي او داسې سوله چې تر شا یې کوم بل پټ بحران او ناورین نه وي.

حکومت او ولسمشر غني په همدې خاطر ټینګار کوي او وایي چې د سولې درې پړاوونه دې د ولس په سلا ترسره شي او په لومړنیو دوه پړاوونو کې دې ټول واک له ولس سره وي او په دریم پړاوو کې دې نړیوال یوازې د ضامنانو، څارونکو او تمویلونکو په توګه حضور ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply