د اوربند په څېر سوله هم کېدونکې ده

محمدروښان ښاد

0 822

ټول هیوادوال او حتی سیمه او نړۍ نه یوازې د دې شاهده ده، بلکې دې ته حیرانه وه چې ولسمشر غني څنګه په دې وتوانېده چې د لومړي ځل لپاره له وسله والو طالبانو سره نه یوازې اوربند عملي کړي، بلکې داسې یې مدیریت کړ چې د چا پوزه هم په کې وینې نشوه. دا کار کومه معجزه نه وه، او نه هم کوم تصادف و، بلکې دا د هغې پیاوړې ارادې او ټینګ هوډ پایله وه چې د همدې لپاره ولسمشر غني لرله.

خپله ولسمشر غني وایي چې خپل ډېر نږدي ملګري یې په دې خاطر او له دې وېرې چې کوم غم پېښ نشي، له افغانستان څخه ووتل او بهر ته ولاړل، مګر چې وې لیده اوربند په ښه توګه مدیریت شو، نو بېرته راغلل. لکه څنګه چې د اوربند په اړه هیچا باور نه درلود او نه یې عملي باله، مګر ولسمشر غني هم دا ممکن کړ او هم یې عملي کړ، نو همداسې به د سولې پروسه هم بریالۍ کړي.

ولسمشر غني د ناټو استازو ته په خپله وینا کې وویل: موږ پر سوله د ملي اجماع له پیروي سره خپله سیاسي اراده د سولې د مذاکراتو د وړاندیز او د یو اړخیز اوربند له اعلان سره چې د طالبانو له لوري د اختر په درې ورځو کې ومنل شو نندارې ته وړاندې کړه. څلوېښت کاله وروسته د لومړي ځل لپاره زموږ خلکو د سولې ډالۍ تجربه کړه. دې زړور ازمېښت د پخلاینې لپاره زموږ د ملت فوق العاده ظرفیت ، د بښنې اراده او دا چې موږ د اینده خاوندان یوو نندارې ته وړاندې کړ.

د نوموړي په وینا د اوربند ۹۸ سلنه تطبیق او په ښارونو کې د ۳۳ زره سوله غوښتونکو طالبانو بریالی مدیریت وښوده چې ترلاسه شوې افکار د سولې پر وړاندې د بالقوه موانعو په اړه بیا کتنې ته اړتیا لري. زموږ د علماو هر اړخیزه ونډه، د دیني علماو نړیوال ملاتړ په ځانګړي ډول د حرمین الشریفین خطیبان او په ټول هېواد کې خودجوشه سوله ییز حرکتونه دا ښیي چې د سولې د ټينګښت وخت را رسېدلی. ډاکټر عبدالله او زه به پایداره او جامع سولې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې درېغ نه کړو. 

ولسمشر غني د سولې لپاره یوازې شعار نه ورکوي، بلکې د دې لپاره اراده او برنامه دواړه لري، مګر نوموړی هغه سوله غواړي چې د افغانانو او د وطن ژوند او عزت په کې خوندي وي او ټول په کې د هوساینې، ارامي او خوندیتوب احساس وکړي او دغسې سوله د پردیو په فرمایشونو نه، بلکې د افغانانو په تدبیر، زغم او مذاکراتو راځي او وسله وال طالبان که په رښتیا د سولې غوښتونکي وي، نو د دغسې سولې او د دغسې مذاکراتو لپاره دې ځانونه چمتو کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply