له امنیتي ځواکونو سره همکاري له ځان سره همکاري ده

0 613

محمدروښان ښاد-

دا خو ټول منو چې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه، نه له طالب او بل سره کومه شخصي دعوه، شخړه او دښمني لري او نه هم د لس دولس زره افغانیو لپاره دغومره ستړې چې هره ورځ او هره شیبه یې ګالي په ځان تېروي، بلکې دا هر څه د ولس د ساتنې او د هیواد د فاعي لپاره ګالي. دوی د وطن پالنې عالي روحیه لري او د همدغې روحیې او مینې په اساس شپه او ورځ مبارزه کوي.

له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري نه یوازې له ځان سره همکاري ده، بلکې دا د دوی مسلم حق دی، ځکه دوی چې سر اوکال زموږ لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي، خپلې کورنۍ او ژوند یې پریښی او د هیواد په هره ګوښه کې د دندې او خدمت د ترسره کولو لپاره تیارسئ دي، نو همداسې موږ هم باید له خپلو دغو اتلانو سره همکار واوسو.

له دوی سره لومړۍ همکاري داده چې ټول باید د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو قدرداني وکړي او په دې کې هیڅ شک نشته چې ولس یې قدردان دی، دویم د مشکوکو مواردو په اړه دوی ته پر وخت خبر ورکړل شي، تر څو د دښمنانو له لوري دوی او زموږ هیوادوالو ته کوم زیان ونه رسېږي. له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره بله همکاري داده چې دښمن ته د دې اجازه مه ورکوئ چې زموږ د خلکو له خوشباورۍ، سادګۍ او ایماندارۍ څخه په استفادې د دوی په کلیو او کورونو کې ځایونه ونیسي او یا خلک د خپل نظام پر وړاندې تحریک کړي.

د دې لپاره د ملي امنیت عمومي ریاست او ملي پولیسو ځانکړې شمېرې اعلان کړې دي چې هر هیوادوال د هیواد له هرې ګوښې څخه ورسره تماس نیولی او د اړوند مورد په اړه له دوی سره معلومات شریکولی شي. څومره چې خلک او ولسونه له امنیتي او کشفي ارګانونو او خپلو سرتېرو سره زیاته همکاري وکړي، نو همغومره خپل او د نورو خوندیتوب باوري کوي، ځکه زموږ ویښ او بیدار سرتېري په څو شیبو کې اړوندو ځایونو ته ځانونه رسوي او هر څه تر مدیریت لاندې راولي.

لکه څنګه چې موږ د حوادثو پرمهال د سرتېرو همکاریو ته اړتیا لرو، نو همداسې دغه اتلان هم د خپلو دندو او مسوولیتونو د ښه ترسره کولو لپاره زموږ همکارۍ ته اړتیا لري او باید چې ولسونه خپله همکاري له دوی څخه درېغ نه کړي.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply