د تاریخي مانیو او جوماتونو د بیارغاونې اړتیا او ارزښت

محمدروښان ښاد

0 935

موږ ولیدل چې په دې وروستیو کې ولسمشر غني د اماني عصر د ماڼیو او ودانیو او همدارنګه د افغانستان د تاریخي جوماتونو بیا رغاونې ته پاملرنه زیاته کړه او د همدې له ماله موږ عملا د دارالامان ماڼۍ او د عیدګاه جومات په ګډون د ډېرو ماڼیو او جوماتونو د بیارغاونې شاهدان یوو چې د ځینو چارې بشپړې شوي او د ځینو لا هم په چټکۍ سره روانې دي.

سره له دې چې هیوادوال د ولسمشر غني د دې کار هرکلی او ستاینه کوي، مګر یو کم شمېر بیا وایي چې د دې پرځای باید د روغتونونو، ښوونځیو او نورو چارو ته چې د خلکو اساسي اړتیاوې دي پاملرنه وشي، په دې کې شک نشته چې د خلکو اړتیاوې خصوصا هغه چې د دوی پر ژوند نېغ اغېز لري ډېرې مهمې دي، مګر دغو ماڼیو ته هم باید په کمه سترګه ځکه ونه کتل شي چې دا زموږ د تېر تاریخ او تمدن روښانه نښې دي، له دې سره زموږ ګڼ ویاړونه او ارزښتونه تړلي دي.

د هیواد اکثره ځوانان فکر کوي چې زموږ تاریخ له ۲۰۰۱ کال راهیسې پیل شوی دی له کومې ورځې چې نړیواله ټولنه افغانستان ته راغله، حال دا چې موږ د زرګونو کالو ځلانده تاریخ لرو، مګر له بده مرغه د جګړې په کلونو کې دغه تاریخي ماڼۍ او ودانۍ یا ونړېدې او یا قصدا زموږ د تاریخ او هویت د مسخه کولو په موخه ویجاړې شوې، مګر ولسمشر غني یې ځکه د بیارغاونې تکل وکړ چې غواړي زموږ ځوان او راتلونکي نسلونه نه یوازې له خپل تېر تاریخ، عظم، تمدن او هویت سره بلد کړي، بلکې په دې ډول یې سره وصل کړي او د انقطاع مخه ونیسي.

د ولسمشر غني په وینا، اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې نه یوازې د خپل معاصر تاریخ ناتمام فصل تکمیل کړو بلکه د نوي فصل د پيلولو لپاره د یویشتمې پيړۍ د سیاسي، اقتصادي او اجتماعي غوښتنو په اساس ټولنه جوړه کړو.

د نوموړي په وینا:موږ نشو کولای خپل ټول فکر یوازې پر امنیت راټول کړو، بلکه د غم څخه د راوتلو او خلاصیدو لپاره څو بعُدي فکر په کار دی، دا فکر اقتصادي اصلاحات، عدلي او قضایي اصلاحات ، منطقوي او بین المللي ارتباطات دي.

په هېواد کې له ټولو مشکلاتو سره سره د تحول او اصلاحاتو لپاره تهداب اېښودل شوی دی، یعنې اوس په دې پوهېږو چې څه غواړو او په دې هم پوهېږو چې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره لارې چارې اماده کړو او د دې لپاره واضح لید لرو.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply