طالبان له اسلام اباد سره خپلې اړیکې څنګه تعریف کوي

 سید عبدالله پاچا  

0 736

د دوه کالو مخکې له وضعیت به دا تحلیل پيل کړو بیا تر نن ورځې چې ولې طالبان و نه توانیدل چې د امریکایي پوهنتون استادان د پآکستان له زندان خوشې کړي.

طالبان په ښکاره وایي چې ګنې دا بهرني استادان له دوی سره بندیان دي، خو دا وروسته له هغې مالومه شوه چې دا بندیان به د پاکستان له هوایي ډګر څخه قطر ته ځي.

مالومه شوه چې طالبانو یواځې دا بندیان د پاکستان په خوښه نیولي او ای ایس ای ته یې سپارلي دی، دا چې د طالبانو نیول شوي درې کسان پاکستان ته ډير وفادار دي، پاکستان یې په بدل کې د امریکا او استرالیا دوه تبعه خوشې کوي، چې د پآکستان په زندان کې دي.

دا کیسه او تحلیل وروسته کوو، خو لومړی د دوه کالو مخکې یوه قضیه را خلو.

دوه کاله وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان د اردو مشر باجوه ته چې له خپلو جنرالانو سره غونډه لري، ټیلیفون کوي، باجوه ډير خوشحالیږي چې څنګه یې بادار زنګ وهلی دی او په داسې لهجه ورته وایي، ((هلو ټرمپ صیب څنګه دې مونږ غریبان پدې سخت وخت کې یاد کړو.))

ټرمپ په ټیلفوني مکالمه کې باجوه ته وایي، لا خو درباندې سخته نه ده راغلې، خو ځه خیر په ۲۴ ساعته کې هغه امریکايي کورنۍ چې له طالیبانو سره بندیان دې راخلاصه غواړم.

باجوه په ځواب کې وایي، سر جي هغه خو طالیبانو سره بندیان دې موږ خو ترې خبر هم نه وی، ټرمپ ورته وایي، احمقه شپاړس کاله مو افغانان پدې غلط کړل چې طالیبان د پاکستان ملیشه نه ده. اوس ما هم غلطوې؟ وایي چې موږ له طالبانوخبر نه یو.

له دې سره باجوه له غونډې پورته کیږي او وایي چې معافي غواړم سر جي، ته ۲۴ یادوې په دولسو کې به یې درته راخلاص کړم.

ټرمپ تلیفون پرې کړې، خو باجوه لا لګیا وي چې د بل چا زنګ یې ټیلیفون ته راشي، باجوه وشرمیږي، ټیلیفون بند کړي او له شرمه غصه شي، په مجلس کې د ای ایس ای مشر ته په غصه ووايي چې هلیکوپټرې بوځه او همدا اوس له طالیبانو هغه امریکايي کورنۍ راوله.

د ای ایس ای مشر ورته ووايي ښه جي، دې سره سلامي ورته وکړي او لاړ شي، له وتلو سره خپل سیمیز میجر ته زنګ ووهي او قومنده ورکړي چې تر څو هلیکوپترې در رسیږي تا باید امریکايي کورنۍ له طالیبانو راوستلې وي او زما راتګ ته منتظر یې.

میجر ورته ووايي، ټیک ده جي، زه اوس خبرې کووم او هر څه درته تنظیم کوم.

په ټیلیفون کې ورته سلامي وکړي او ټیلیفون کیږدي، لدې سره ژر طالیب قومندان راوغواړي، طالیب قومندان هم په منډه ورته ځان راورسوي، ستړی ښکاري زړه یې وي چې د میجر مخامخ په چوکۍ کیني خو میجر ورته ووايي: کینه مه، واپس لاړ شه او هغه امریکايي کورنۍ روغه جوړه ماله ژر راوله.

طالیب قومندان میجر ته وګوري او ورته ووايي: صیب اجازه ده یوه پوښتنه وکړم.

میجر: نه ډیر تپوسونه مه کوه چې څه مې درله وویل همغه ډول کار وکړه، شابه شابه زر ځه او څومره ژر چې کیدلی شي هغه کورنۍ روغه رمټه راوله.

طالیب قومندان: په سر سترګو صیب، خو له هغو افغانانو بندیانو سره څه وکړم؟

میجر: کوم بندیان؟

طالیب قومندان: صیب هغه چې څو ورځې مخکې مو ونیول، یو د ملي اردو کس دی، څلور د محلي پولیسو کسان دي او یو څو کسو هسې زمونږ په تحریک پسې بدې خبرې کړي هغوی مو هم نیولي.

میجر: هغه اردو والا کس ماله راوله او نور له یوې مخې په ډزو ووژنه، جهاد پرې وکړه، چې نورو افغانانو ته عبرت شي.

طالیب قومندان: ښه صیب همداسې به وکړم، لدې سره طالیب قومندان په منډه له چاوڼۍ ووځي، لږ ځنډ وروسته طالیب قومندان په ډاټسنه کې امریکايي کورنۍ او یو لاس تړلی د ملي اردو عسکر راولي، موټر د چاوڼۍ بهر ودروي او خپله مسکۍ مسکۍ چاوڼۍ ته ننوځي چې یو سپاهي پرې غږ وکړي:

سپاهي: ودریږه ماجره. داسې روان یې لکه د پلار کور دې چې وي، چرته ځې؟

طالیب قومندان: سپاهي صیب میجر صیب دا کسان غوښتي.

سپاهي: دا کسان ماله پریږده زه یې ورله بوځم. ته دلته بهر کینه.

دې سره سپاهي د ډاټسنې له سیټو امریکايي کورنۍ ښکته کړي چې شاته ډالې ته وګوري نو د ملي اردو عسکر لاس تړلی پکې پروت وي، سپاهي مسکی شي او طالیب قومندان ته وايي:

سپاهي: هلکه ماجره دا دې څه راوړي دي؟

طالیب قومندان: صیبه دا د کافرې اردو عسکر دی او میجر صیب غوښتی.

سپاهي همداسې مسکۍ امریکايي کورنۍ دننه روانه کړي او خپلو دوه ملګرو ته ووايي چې پدې اردو والا خیال ساتئ.

طالیب هم څادر له اوږې ښکته کړي او د چاوڼۍ مخکې چمن کې یې هوار کړي، خو چې څنګه پرې کیني نو له ولاړو سپاهیانو یو کس پرې را غږ کړي چې پاڅه ماجره ځای ځایګې نه ګورې څادر اوار کړې او پرې کینې.

بیا ورته ووايي چې د چاوڼۍ مخې نه لږ هخوا ودریږه، طالیب ورته مسکۍ شي او ورته ووايي ښه صیبه، لږ وروسته هغه سپاهي له دننه بیرته راشي او دا ځل د ملي اردو عسکر ځان سره روان کړي، د ملي اردو عسکر چې د طالیب قومندان څنګ ته تیریږي نو ورته ووايي: لدې دې نور هم سپک غواړم، ته چې خپل دولت سپکوې ته به هم داسې سپکیږې.

د اردو عسکر لا خبره ختمه کړې نه وي چې یو سپاهي یې د ټوپک په کنداغ ووهي او ورته ووايي: دا مسلمان دی او له پاکستان دفاع کوي، پاکستان د اسلام کلا ده، او طالبان د اسلام لپاره قرباني ورکوي او د افغان کافر! حکومت پرضد جهاد! کوي.

دا خبرې چې طالیب قومندان واوري نو نور هم مغرور شي او ووايي:بالکل له اسلام نه مې سر، کورنۍ هیواد، دولت، ملت او هر څه قربان دي، اسلام ما ته تر هر څه مهم دی.

بیا د اردو عسکر ته په غصه شي او سپاهي ته ووايي: سپاهي صیب نور یې هم ووهه، دا کفار باید ژوندي پرینږدو، دې خبرې اوریدو سره د اردو عسکر طالیب ته مخ ورواوړوي او ورته ووايي. هی هی چې کله به مو سر خلاصیږي، نو کفار خو تا ازاد پریښودل.

مخکې لدې چې طالیب قومندان څه ووايي، سپاهي د اردو عسکر یو کنداق بیا ووهي، د چاوڼۍ دروازې په لور یې کش کړي او ورته ووايي: د امریکې بچیه ځه چې اوس تا باندې ورځ کې ستارې وښیم.

طالیب قومندان له شانه ورغږ کړي: سپاهي صیب سم یې ووهئ دا کافر او ريښتیا میجر صیب ته ووايئ چې هغه نور کافران! مې لکه څنګه چې میجر صیب ویلي وو هماغسې ووژل، دې سره سپاهیان د ملي اردو عسکر دننه بوځي.

طالیب بهر انتظار کوي چې له لرې د هلیکوپترو غږ شي، میجر هم له چاوڼۍ په منډه بهر راوځي، طالیب قومندان چې وویني نو په مغرورانه انداز ورته ووايي:ماجره لا تلې نه یې؟ نور څه غواړې؟ شابه شابه دې ځای نه زر ځه چې جرنیل صیب راروان دی، هغه څو ځل راته ویلي چې دې اومهاجرو نه ګنده بوی ځي ما له یې مه راپریږده.

طالیب په خندا شي او میجر ته ووايي: یاره میجر صیب داسې سپينې سپینې خبرې کوې ځکه خو مې له زړه خوښیږې، خو میجر صیب ودې نه ویل چې خپلو کابلي او بهر ملکي ملاتړو ته څه دلایل ووایو چې دا کار مو ولې وکړ.

میجر: د هغې ته غم مه کاوه، کابل کې چې زمونږ کسان څه ولیکي بس خپلو ملګرو له ووایه چې هماغه شانتې یو څه ولیکي، ښه اوس دې ځای نه پښې سپکوه چې جرنیل صیب راځي.

طالیب قومندان: ښه ښه صیب. الله دې خوشاله لره. الله دې له غمو نه په امان لره. الله دې ډیر عمر درکړي. الله دې…

چې بله خبره کوي نو میجر په غصه شي او ورته ووايي چې اوس ځې که نه؟ طالیب بیا مسکۍ شي او ورته ووايي: ښه صیبه دا دی لاړم.

طالب قومندان لدې سره په منډه په ډاټسن کې کینې او لاړ شي، هلیکوپترې راورسیږي او امریکايي کورنۍ ځان سره بوځي.

سبا ته مطبوعاتو کې د ټرمپ خبرې راشي چې ویلي یې وي: له پاکستان نه مننه کوم چې زمونږ خلک یې راخوشې کړل، اوس داسې ښکاري چې پاکستان یو ځل بیا د امریکا عزت کول شروع کړي.

د ټرمپ پدې خبره په پاکستان کې اختر شي، پاکستاني اخبارونه له یوه طرفه د ټرمپ دا خبره نشروي، شنونکي یې پروګرامو کې د امریکا او پاکستان د اړیکو په اهمیت خبرې کوي او ډیری یې غواړي چې له امریکا سره لکه پخوا ښې اړیکې وساتي.

طالیب قومندان هم چې په پاکستاني اخبار کې د ټرمپ دا خبرې وویني نو له ځان سره ووايي: سبحان الله! پاکستان ریښتیا هم د اسلام قلعه ده ځکه خو خدای پرې ان هغه کافر هم مهربانه کړی، ریښتیا هم چې خدای څوک ساتي نو هغه ته څوک هم څه نشي ویلای، سبحان الله.

افغاني مطبوعاتو کې سر ټکي راشي چې طالیب امریکايي بندیان خوشې کړل خو افغاني بندیان یې ووژل، لدې خبرې خپریدو سره د طالیب قومندان ټیلیفون ته له کابل، کندهار، لندن، امریکا، عربي امارات او نورو ځایو د طالیبي ملاتړو ټیلیفونونه راځي چې اوس دې قیصې ته څه پرتوګ جوړ کړو.

طالیب قومندان ټولو ته وايي: لږ صبر وکړئ د کابل له پوهنتونه زمونږ کس یو څه خپروي، نیم ساعت وروسته له کابله یو مشهور ځوان پوسټ وکړي او لاندې خبره ولیکي:

((که څه هم د طالبانو له ډیرو کړنو سره موافق نه یم خو نن یې ډیر زبردست کار کړی چې د عیسويت تبلیغ کوونکي یې ووژل. طالبانو له دوی سره یې پښتو انجیلونه او د افغانانو د غلطولو لپاره د لوڅو ښځو عکسونه او فلمونه نیولي وو. طالب جانه که داسې ښه کارونه کوې نو د ملت په زړه کې به ځای لرې. افغانستان یو اسلامي هیواد دی او مونږ نه غواړو زمونږ مسلمان ملت داسې غرب ځپلي د یو څو پيسو په بدل کې بې لارې کړي. مونږ افغانیت هم په اسلامیت کې غواړو.

د پښتو فطرت مې دومره اسلامي دی

که اسلام نه وای نو هم به مسلمان وم

طالبانو همدارنګه هغه امریکايي کورنۍ چې ورسره دا څو کاله بندي وه د انساني همدردۍ په اساس خوشې کړل. دا کار یې په سیاسي لحاظ یو ډیر قوي اقدام وو. ځکه نړۍ ته یې وښودله چې زمونږ دښمني له هیڅ هیواد او د هغوی له بیګناه وګړو سره نه ده بلکې له افغان دولت سره اختلافات لرو. ګورۍ بیا ونه وایئ چې د مدرسې طالب په سیاست نه پوهیږي.

دولت باید له طالبانو سره سوله وکړي، طالبان ددې خاورې بچي او زمونږ وروڼه دي. له طالب سره په جګړه کې هغې خوا ته هم زه مرم او دیخوا ته هم زه مرم. زمونږ هدف باید سوله وي که په هر قیمت وي. خو بدبختانه په دولت کې د سولې مخالفین مونږ سولې کولو ته نه پریږدي. مونږ سوله غواړو.))

کله چې طالیب قومندان دا پوسټ وویني نو میجر ته زنګ ووهي او ورته ووايي:میجر صیب منم دې په قران. داسې تکړه سړی دې پیدا کړی چې ټول حالت یې زمونږ په ګټه راوڅرخاوه. اوس به زمونږ پلویان لا ډیر شي.

میجر: ګوره منې مې کنه. ما ته د اوافغانانو کمزوری رګ معلوم دی. زه پوهیږم چې دوی څنګه ستاسې په طرف کم.

طالیب قومندان: صیبه ما خو تاسې له پخوا منلي وای.

میجر: بس یاد لره چې مونږ ستا د ملک په هر ځای کې داسې ډیر ملګري لرو. دا هم ستا غوندې زمونږ یو وفادار دی، خو مونږ یې هم ښه خوشاله ساتو. داسې څه خو به راته لیکي.

طالیب قومندان: بس صیبه الله دې راته ژوندی لره. ته چې یې نو مونږ هم هیڅ غم نه کوو.

میجر: ښه سمه ده. نور څه راپور شته.

طالیب قومندان ورته یو څه راپور ورکړي او خبرې یې پای ته ورسیږي.

لکه د نن ورځ کیسه همداسې ده، افغانان وژني او بهرنیان خوشې کوي، په دې نوم چې طالبان انسانیت او همدردي لري، خو دا همدردي ولې له بهرنیانو سره ده، ولې له افغانانو سره له دې انسانیت او همدردۍ کار نه اخلي؟

ښکاره ده چې د پاکستان ملیشې د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي او هر هغه کار چې د پاکستان په ګټه وي، که افغانستان پرې ورانیږی او افغانان پرې وژل کیږي، هیڅ طالبانو ته مهمه نه ده.

طالب افغان سرتيری وژني، نه یې بندي کوي، خو بهرنيان ژوندي ساتي او بیا پرې د پاکستان ګټې تعقیبوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply