مړه هيله، يوه هيله

حفيظ الله ياد

0 768

د ژوند په لوړو ژورو کې چې مې کله له شعر سره علاقه پيدا شوه هم له هغه وخته به مې تر اوس دمه بلها نارينه شاعران لوستي وي هن په پښتو، اردو، انګريزي او ډېر لږ په فارسي ژبه کې. خو خدای شته د ښځينه شاعرانو که مي څه شاعري لوستې وه خو يوه غونډه شعري ټولګه نه. ما به له وخته د نارينه شاعرانو په شعر تنده ماتوله او خپله فکري خورکه او رهنمايي به مي ترې اخيستله. لکه څنګه د غزل په باب پخوانی تعريف کيده چې ” غزل د خپلي محبوبې سره خبري دي” او چې کله ښځينه شاعرانو په غزل پېل وکړ نو د غزل دا تعريف يا شناخت هم له منځه کډه وکړله.

څو ورځي مخکې د سهيلي پښتونخوا د غوڅکي د سيمي د يوې داسي ښځينه شاعري (آرزو زياتوالي) يو کتاب (هيله مړه سوه) په لاس راغی چې د کتاب تخليق کوونکې يې د ژوند لومړۍ ساه د شعرونو په فضا کې اخستې ده او په يوه شاعرانه کورنۍ کې يې روزنه شوې ده. دا شاعره مي پېژندله له ډېره وخته خو يوه ورځ مي چې دي دې له خولې دا ټکی و يوې غونډې ته په نري نري باران کې واوېدی چې ما ټوله ژوند د خپلو خلګو او خاوري شعر ليکلی دی ما په شعر کې حسن او شونډان نه دي ستايلي نو مي فکر وکړ چې دا سحرا راته ودانه غوندي ښکاري. او د دې خبري يو مدلل او واضح جواب راته آرزو پخپله په يوه شعر کې راکړ چې دا وايي؛

د ورور وژنه او د بل په خوله لوټ شوی وطن

پښتنو ما کـه د جهان خبري و نه کړلـې

آرزو زياتوالي په يوه داسي سيمي کې درې شعري ټولګې د سماج لمنې ته سپارلي ده چېرته چې جمالياتو د سکوت سره سره د پدر شاهي اورو آسمان نيولی دی. چرته چې د نارينه شاعر اوږې هم د حالاتو د جبر بار ته ستړي راغلې وي. چرته چې يه نارينه شاعران هم له خپل احساسه سر ټکوي او د نفسياتو د پوهانو په فکر ښځه تر نر څو چنده حساسه وي نو دي ښځينه شاعري نازکي اوږې او دا زغم پرې وړل د وياړ او افتخار خبره ده.

اوس راځو کتاب ته. دا کتاب د اغلې ليکوالي او شاعري دريمه شعري ټولګه ده چې يه ټايټل د استاد لايق د هغه شعر عکاسي کوي چې ؛

اوس به ډوبېدونکی لمر و تور ماښام ته څه وايي

دا له زرو جــــوړ باچا زنګـــي غلام ته څه وايي

ځکه چې دواړه د بې وسۍ هغه کېفيتونه دي چې پکې احساس په بره الوتل غواړي مګر د وخت خوني باچا يه په ډېر وهشت سره دواړه وزري په اور ور سوځولي وی. د کتاب پر ټايټل باندي يو شعر پروت دی کم چې د هغه بې وسه هيلو او ارمانونو عکاسي کوي چې يه په ټولنه کې هره ښځه د بې وسۍ له کبله په رڼو اوښکو بدرګه کوي. په دې کتاب کې هر شعر د يوه ژور احساس پيداکرده تصوير دی چې له هره مصنوعي جوړښته مبرا او خلاس دی. ځکه چې شاعره خپله د شعر په حقله څه داسي وايي چې؛

” شعر يو داسي چی دی چې انسان يي په زوره پخپله خوښه پر يو موضوع نه شي لیکلای، بلکې خپله د سړي ذهن او زړۀ ته راځي “

د دې شعري ټولګي لويه او غالبه برخه د ملپالۍ په برخه رسېدلې ده. چې پکې ښاغلي ستايل شوي دي، د رڼا هيله ، د ازاد صباون انتظار ، د خپلي غلامۍ احساس ، د زخمونو آهونو ، د دار په سر د ژوند سندري ويل شوي دي.

لکه چې يو شعر دی ؛

ګرانه ده ډوډۍ ګولۍ ارزانه سوه

چا راته د مـــــرګ کمند ټاکلی دی

يا داسي ويل شوی دي چې ؛

چې د‌ مغل زياتوب پر ځای پاته سي

خـــوشحال د مرګ په فلسفه بندوي

د قامي بيلتونرخبره داسي کوي چې ؛

خدای خبر چې پر څۀ بيا ځله يو يو سو ؟

بې ثمره ســـــــــوه د قام بـــــــرداره ونه

په دې شعري ټولګه کې د قامپالۍ او ملت پالۍ سره سره طبقاتي رنګ هم شتون لري، لکه شاعره څه داسي وايي ؛

سپين کفن مي ولي را په غاړه کړئ ؟

ښې جامې را وکړئ له نېستۍ مړه يم

يا بل ځای د شنه آسمان د لاندي ژوند داسي انځوروي چې؛

هيڅ هم د ابادۍ څه آثار نه ورته ښکارېږي

ويجاړي کروندې وي سر د پاسه شين آسمان

او د شعري ټولګه له دې کوټلي احساس سره سره د جمالياتو څرک هم لري لکه د بېلګي په توګه ؛

ستا پر ځوانۍ مي د خزان ويره ده

ما به په اوښــــــــکو اوبولـــــې ګله

يا بيا داسي وايي ؛

ډېرو غــــمو له ژونده و ييستم اټاله يې کړم

د بڼو غشو پر زړۀ و ويشتم بې حاله يې کړم

د‌ کتاب روستۍ برخه يه نظمونه دي چې هر نظم يه حماسه ده. چې پکې شاعري د خپل حساس زړه درونه تصوير کړي دي او د سترګو وړاندي يه د هر تېر سوي جبر پر ضد څرګندونه کړې ده. د پښتني سيمي او سماج د هر هغه جبر غندنه يه کړې ده کم جبر او ځنځير چې د کلتور او رواياتو په آبان کې فنا اخيستې ده او هره ورځ د يوې ښځي بلها ارمانونه په خاورو کې ښخوي.

آرزو زياتوالي ته ډېر داد او ورڅخه هيله کيږي چې قلم همدغسي روان او د ضمير په منشا چلوي نه د سماج او چاپېريال په خوښه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply