د داعش لیکو کې د زبر زنا داستانونه: “د مېړه د جنازې په شپه د جنسي تېري ښکار شوم”

0 1,045

شبانه (مستعار نوم)  اوس ايله د ۲۱ کلونو ده، درې ماشوما لري، چې له درې مېړونو ورته پاتې دي.

هغه تېره مياشت له يو شمېر داعشي کورنيو سره په ننګرهار ولايت کې حکومت ته تسليم شوه او اوس هوډ لري بېرته خپل پلرني وطن وزیرستان ته ستنه شي.

شبانه وايي، لومړی خاوند يې د وزيرستان و، کله چې تازه د طالبانو له لیکو بېل او داعش سره یو ځای شو؛ نو د داعشيانو د قوانینو پر اساس هغه هم د اچین ولسوالۍ ته راوستل شوه.

هغه کیسه کوي: (( همدلته اوسېدلو، چې ۶ مياشتې وروسته مې خاوند په جګړه کې ووژل شو، زه اوميدواره وم، خو د مېړه د جنازې په شپه راباندې د هغه يوه ملګری چې د داعشیانو سرګروپ و، دوه ځلې جنسي تېری وکړ او څو ورځې وروسته يوه بل کس ته په زوره ور نکاح شوم.))

د شبانې په وينا تر دويمې نکاح وروسته هم هغه ورځې چې مېړه به يې په جګړه بوخت و، د هغوی د سرګروپ لخوا ورسره په زوره زنا کېدله.

هغه وايي: (( له ماسره به يې تر هرې زنا وروسته راته ويل، که دې مېړه په دې کیسه خبر شي درته وژنم يې او ته به د دویم ځل لپاره کونډه شې.))

نوموړې وايي، له دوه اولادونو زېږون وروسته يې دويم مېړه هم ووژل شو او د درېم ځل لپاره يوه بل داعشي ته په نکاح شوه.

د شبانې په وينا: (( یوازې زه نه، بلکې د داعشیانو سره سلګونه نورې مېرمنې هم د هغوی په عیش و عشرت کې مرګ ته شپې او ورځې سبا کوي.))

شبانه وايي، چې د داعشیانو مشران د خپلې عیاشۍ لپاره د ښځو بچيان د ټرينيګ په نوم لرو سیمو ته وړي او دوی ته زمینه برابرېږي، چې پر ښځو جنسي تېري وکړي.

نوموړې په خبرو کې څو ځایه خپله کورنۍ او پلار ته سپکې سپورې او ښېراوې وکړي او هيله يې وکړه، چې هیڅ کورنۍ دې وسله والو ته خپلې لوڼې نه ودوي.

د داعش وسله والو تر دې کیسو اخوا ډېر نور داسې داستانونه شته، چې د اسلام له کرښو سره په ټکر کې دي.

استخباراتي سرچينې وايي: (( داعش وسله وال چې په هر سیمې مسلط شي، لومړی کار يې دا وي، چې ځايي خلکو ته اعلان کوي چې کونډې او ځوانې انجونې دي د دوی جنګیاليو ته ور ولي.))

د سرچينې په وينا د داعشیانو په اصلو کې دا مسئله معلومه ده، چې د يوه داعش تر مرګ وروسته يې مېرمن بايد بل داعشي ته په نکاح شي.

د سرچينې خبره : (( په داعشیانو کې د جنسي تېرو کیسې بېخې ډېرې دي، د داعش لیکو کې پېغلې انجونې اکثره د قوماندانو او ډلمشرانو د بستر لپاره وي، کله چې دا پېغلې انجونې اوميداره کېږي بيا يې نورو داعشيانو ته ودوي.))

د حکومت يوه سرچينه وايي، د داعش ډېرو غړو تر تسليمېدو وروسته په خپلو بیانونو کې ويلي، چې په لیکو يې کې عیاشي دومره ډېره ده چې حتا په کفري هېوادونو کې هم داسې عیاشۍ ته اجازه نه شته.

salamsarbaz.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply