د شتمنۍ د ثبت او ارزونې اداره له فساد سره د مبارزې یوه مهمه وسیله

احسان الله حیات

0 583

د افغانستان د اساسي قانون په ١٥٤ مې ماده کې راغلي: “د جــــمهور رئــيس، د جمهــور رئــيس د مــرسـتـيــــــــالانو، وزيرانــو او سـترې محكمـې د غـــړو او لــوى څـارنوال شتمني، د خــدمت تر دورې وړانـدې او وروسته، د هــغـه ارگـان پـه وسيـــلـه چـې قــانـون يــې ټـاكې ثـــبت، څیــړل او خـپـرېږي”.

د اساسي قانون پاسنۍ مادې حکومت مکلف کړی څو د عامه شتمنیو د حیف او میل، د امنیت ساتنې دود، پراختیا، روڼتیا، حساب ورکولو او د قانون ټینګښت په موخه د شتمنۍ د ثبت او بررسۍ اداره رامنځته کړي او د اړوندې ادارې له لوري د دولتي مقاماتو شتمنۍ اشاعه، ثبت، تحلیل، وپلټل او خپره شي.

په دې ډول د شتمنیو دثبت او پلټنې اداراه له فساد سره د مبارزې عالي ادارې څخه د چارو ادارې لوی ریاست ته ولیږدول شوه. نوموړې اداره پر ١٤/٠٦/ ١٣٩٦ نیټه او په (١٥٤) مه ګڼه تقنیني فرمان د افغانستان اسلامي جمهوريت له خوا د چارو ادارې ته انتقال شوه.

همدارنګه یاده اداره ځانګړی قانون لري چې د نوموړې ادارې چارې پکې په بشپړ ډول تشریح شوي دي . دا اداره درې بنسټیزې برخې لري چې په لومړي هغه کې د شتمنیوثبت فورمې ثبت او تحلیل کیږي، په دوهمه هغه کې یې د ادارې له رسمي ویبپاڼې څخه فورمې خپرېږي او په دریمه برخه کې چې د ادارې یوه بنستیزه او مهمه برخه ده، د ټولو په شرایطو برابرو اشخاصو فورمونه پلټل کیږي او د کار په پایله کې د هغو اشخاصو چې له قانون څخه سرغړونه کړې وي او په فورمو کې یې ستونزې ولیدل شي، نورو عدلي او قضایي مراجعو ته ورپیژندل کيږي.

ولې د شتمنیو ثبت او پلټنې ادارې کارونه مهم او د پام وړ دي؟

 ولسمشر محمد اشرف غني په ١٣٩٥ كال د زمري میاشتې پر ١٧مه نیټه؛ په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په کنفرانس کې وویل: په افغانستان کې د فساد پخلی او په اړه یې یادونه زمونږ لپاره د ملي شرم ښودونکې ده او موږ مکلف یو ترې مخنیوی وکړو.

پرته د اړوندې پدیدې د مخنیوی څخه به، مونږ عزت ونلرو او مونږ به دا ځواکمنتیا ونلرو څو خپل بیرغ په نړیوالو غونډو کې هڅک او ویاړ پرې وکړو، دا هرڅه به د فساد د شتون له امله زغمو.

د افغانستان دولت د هیواد وګړو او نړیوالو همکارانو سره ژمنه کړې، چې په کلکه به د فساد سره مبارزه کوي. د افغانستان دولت او نړیوال همکاران ښه پوهیږي چې پنځوس کلنه خونړۍ جګړه، د جګړې او تاوتریخوالي د فرهنګ پراختیا، د مخدره توکو کښت په ټولنه او دولتي ادارو کې لاره ومومي، خو د پام وړ ده چې اوس د فساد د مخنیوي په موخه ټینګه اراده شته او کارکیږي، پرته له شک څخه فساد هم د ترهګرۍ په کچه په افغانستان کې، ښې حکومتولی ته زیان رسولی او رسوي یې.

د شتمنیو د ثبت او پلټنې ادارې رئیس عبدالودود بشریار پر دې اند دی چې؛ د افغانستان خلک، مدني ټولنه، رسنۍ حق لري چې د فساد د مخنیوي په برخه کې د حکومت له جدي تګلارو څخه ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمن و اوسي.

نوموړی وايي: له فساد سره سیستماتیکه مبارزه پکار ده. له فساد سره د مبارزې لپاره باید کلک او پیاوړی سیستم چې هیڅ ډول سلیقه او بشري تمایل پکې ځای ونه لري، رامنځته شي.

بشریار وايي چې د شتمنۍ د ثبت او بررسۍ اداره له فساد سره د مبارزې د یوې وسیلې په ډول خپل تاثیر لري او ددې ادارې د کارونو له امله په پراخه کچه فساد کمیږي او د چارواکو په شتمنۍ د یو ځانګړي میکانیزم له لارې نظارت رامنځته کیږي چې له امله به یې چارواکي ونشي کړای چې فساد ته زړه ښه کړي.

 ښاغلی بشریار وايي چې فساد د نهاد جوړونې پر وړاندې لوی خنډ دی او تر هغې چې له فساد سره کلکه مبارزه ونشي دولت به کمزوری وي او قوي نهادونه رامنځته کیدای نشي.

نوموړي وویل چې د شتمنیو د ثبت او پلټنې اداره اوسمهال د سیسټمونو پر ‌‌‌‌‌‌ډیجیټل کولو په منظم شکل کار کوي چې په راتلونکې کې وبه کولائ شي د د دولتي مقاماتو او کارکوونکو شتمني په ډاډمنه توګه ثبت، بررسي او نشر کړي.

د یادونې وړ ده چې د شتمنیو د ثبت او پلټنې ادارې د ١٣٩٨ کال تر اوسه پورې ۱۷۶۰۰ تنو چارواکو شتمني ثبت کړې او د ځینو چارواکو شتمني یې بررسي کړې او په دې وروستیو کې یې ۶ تنه چارواکي د خپلو شتمنیو په تړاو د لا پلټنې لپاره څارنوالۍ ته هم معرفي کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply