حکومت ګټه وکړه

سرخط

0 470

ولسمشر غني څو ورځې وړاندې یو ناڅاپه ملت ته د وینا په نوم د ټلوېزیون پر سکرین را څرګند شو او د حقاني شبکې د هغو دريو غړیو د خوشې کولو په اړه خپله کړې پرېکړه یې اعلان کړه چې مخکې به د حکومت سرې کرښې بلل کېدل.
نوموړي وویل، که څه هم په دې اړه پرېکړه ورته ډېره سخته وه، خو په وینا یې، په هېواد کې د سولې او ثبات راتلو لپاره باید ځینې ترخې پرېکړې هم وکړي. حکومت په دغه پرېکړه کې د افغان ـ امریکايي پوهنتون د دوو استادانو خوشې کولو په بدل کې د انس حقاني په ګډون، د حقاني شبکې درې مهم غړي له بنده خوشې کړل.
سره له دې چې د راپورونو له مخې، د حقاني شبکې دا غړي یو ځل قطر ته هم ولېږدول شول، خو پر خپلو ژمنو د طالبانو د نه عمل له کبله بېرته بګرام زندان ته راستانه شول. د راپورونو له مخې، دغه کسان وړمه شپه بېرته خوشې شوي او قطر هېواد ته رسېدلي او طالبانو هم پرون د افغان ـ امریکايي پوهنتون دوه استادان خوشې کړي، ښايي نن او سبا سره تبادله شي.
که څه هم د انس حقاني او دوو نورو طالبانو په څېر د ترهګرو خوشې کول کومه اسانه پرېکړه نه ده او همدا لامل و چې ګڼ‌ غبرګونونه یې را وپارول، خو حکومت په دې کار سره څو ګټې وکړې.
لومړی، حکومت په دغې سختې پرېکړې هغه تورونه ناسم ثابت کړل چې مخکې به د سولې اصلي مخالف لوری یادېدې. د دې تر څنګ یې د تېر په څېر یو ځل بیا د سولې پروسې او په دې اړه د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړ او لپاره یې خپل ښه نیت ثابت کړ.
حکومت وکولای شول چې د افغان ـ امریکايي پوهنتون د دوو استادانو خوشې کولو په بدل کې چې د خپلو نړیوالو متحدانو، په تېره امریکا لپاره ډېر مهم وو، د درې مهمو طالبانو په خوشې کولو له امریکا سره خپلې نسبتاً خړې اړیکې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ مذاکراتو او په دې برخه کې د ځینو ابهاماتو له کبله را منځ ته شوې وې، بېرته ورغوي او د هغوی ملاتړ خپل کړي.
یو تحلیل دا هم کېدای شي چې ولسمشر غني به د ولسمشري په روانو ټاکنو کې چې ورځ تر بلې لانجمنې کېږي او ښايي یو ځل بیا د ۲۰۱۴ کال په څېر د کړکېچ لوري ته لاړې شي، د نړیوالې ټولنې، په تېره د امریکا پام او ملاتړ خپل کړي، ځکه د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د نړیوالې ټولنې، په تېره بیا د امریکا رول له پامه نه‌شې غورځېدلای.
حکومت د انس حقاني په ګډون، د درېوو مهمو طالبانو په خوشې کولو سره افغانانو ته په ډاګه کړه چې د سولې په تړاو د دوی هیلې او غوښتنې پوره کولای شي، خو که مقابل اړخ یې چې طالبان دي، ورته ژمن پاتې شي. د افغانانو تر ټولو ستره هیله او غوښتنه په هېواد کې د روانې جګړې چې قرباني یې یوازې دوی ورکوي او ګټې یې نورو ته رسېږي، پای ته رسېدل او د سولې راتګ دی. که هر لوری په دې برخه کې یو ګام وړاندې اخلي، ښکاره ده چې د خلکو باور او ملاتړ به خپلوي.
نو په ټوله کې حکومت، په تېره ولسمشر غني له طالبانو سره په وروستۍ تبادله کې ګټه وکړه او اوس طالبانو ته هم په ‌کار ده چې د خپلو بندیانو خوشې کولو شرایطو ته په کتو له حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته هم حاضر شي او څومره ژر چې کېدای شي، دا پروسه هم بریالۍ شي، خو که بیا هم پر خپل تېر دریځ ټینګار وکړي، نه یوازې د حکومت، بلکې د افغانانو او نړیوالې ټولنې له سخت غبرګون سره هم به مخ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply