د تقاضا د نرخ ارتجاعیت یا کښښ

لیکوال: نصیراحمد نظري

0 1,476

عرضه (Supply) او تقاضا (Demand) ښايي دوې هغه اصطلاح‌ګانې وي چې د اقتصادي علومو په مطالعه کې تر بلې هرې اصطلاح زیاتې کارول کیږي. په دغو ساده اصطلاح‌ګانو باندې پوهېدل ښايي زیات ستونزمن نه وي او زیاتې مطالعې ته اړتیا ونلري. د تقاضا د قانون له مخې، هرڅومره چې د یوه څیز یا جنس قېمت پورته کیږي، تقاضا یې ټیټیږي؛ برعکس هرڅومره چې د هغه جنس/موادو نرخ ټیټیږي، همدومره زیات یې خلک یې پیري یعنې تقاضا ورته زیاتیږي. همدارنګه د عرضې قانون څرګندوي چې د یوه جنس د نرخ د پورته کېدو سره، د هماغه جنس تولیدکوونکي د جنس زیات تولید ته زړه ښه کوي او د نرخ د پورته کېدو سره په بازار کې د هماغه جنس کچه پورته کیږي. همدې قوانینو ته په پام سره په بازار کې د عرضې او تقاضا په اړه پریکړې کیږي. خو ددې لپاره چې اقتصاد پوهان وکولی شي په بازارونو کې د عرضې او تقاضا په اړه دقیق معلومات راټول کړي، نو دوی د ځینو نورو اقتصادي موضوعاتو او فورمولونو څېړنې ته اړتیا لري. په ګڼو مواردو کې اقتصاد پوهان باید دقیق وپوهیږې چې د یوه جنس یا خدمت په نرخ کې د بدلون له کبله د هغه جنس یا خدمت په تقاضا کې څومره تغیر رامنځته کیږي. د بیلګې په توګه د تیلو په نرخ کې (۱۰) سلنه تغیر د تیلو په تقاضا کې څومره بدلون راوستی شي؟

دغې پوښتنې ته د ځواب پیدا کولو لپاره د د تقاضا د نرخ ارتجاعیت یا کښښ ( The Price Elasticity of Demand – PED) مفهوم مطرح کیږي.

د تقاضا د نرخ ارتجاعیت یا کښښ (PED) د یوه جنس یا خدمت په نرخ یا قیمت (Price) کې د بدلون له امله د مصرف کوونکو غبرګون یا حساسیت اندازه کولو ته وايي. مانا دا چې د تقاضا د نرخ ارتجاعیت یا کښښ موږ ته څرګندوي چې د یوه جنس یا خدمت په نرخ کې بدلون د هماغه جنس یا خدمت په تقاضا باندې څومره اغیز کولی شي. په دغه مفهوم باندې پوهیدل د دوو دلیلونو له مخې د اهمیت وړ دي: لومړی، د تقاضا د نرخ ارتجاعیت شرکتونه ته څرګندوي چې په د یوه جنس یا خدمت په ارزښت (نرخ) کې بدلون د هغوی په فروشاتو باندې څومره اغیز کولی شي. دویم، د تقاضا د نرخ ارتجاعیت له شرکتونو سره د ګټې د زیاتولو (Profit Maximization) لپاره د نرخونو په اړه په پریکړو کې مرسته کولی شي.

له پورتنیو تعریفونو او څرګندونو څخه ښکاري چې د یوه جنس یا خدمت په تقاضا کې د بدلون د فیصدۍ او د هماغه جنس په نرخ کې د بدلون د فیصدۍ تناسب موږ ته د تقاضا د نرخ ارتجاعیت یا کښښ په لاس راکوي. نو،
د تقاضا د نرخ ارتجاعیت عبارت دی له د یوه جنس په تقاضا شوي مقدار کې د بدلون فیصدي، تقسیم پر د هماغه جنس په نرخ کې د بدلون پر فیصدۍ.

په پاسني فورمول کې (Ep) د تقاضا د نرخ ارتجاعیت، (Q) مقدار او (P) د یوه جنس یا خدمت نرخ دی.

د تقاضا د نرخ ارتجاعیت (PED) په عمومي توګه په درې ډوله دی: لومړی: ارتجاعی (Elastic)، دویم: غیر ارتجاعی (Inelastic) او درېیم: واحد ارتجاعی (Unitary Elastic) که چیرته د یوه جنس د په تقاضا کې د بدلون د فیصدۍ او د هماغه جنس په نرخ کې د بدلون د فیصدۍ د نسبت حاصل له (۱) څخه زیات وي (البته منفي علامې ته په نه پام سره)؛ په دې صورت کې تقاضا ارتجاعي یا (Elastic) ده. په دې صورت کې د یوه جنس په قېمت کې د بدلون له امله د هماغه جنس په تقاضا کې بدلون رامنځته کیږي.

که چیرته د یوه جنس د په تقاضا کې د بدلون د فیصدۍ او د هماغه جنس په نرخ کې د بدلون د فیصدۍ د نسبت حاصل له (۱) څخه کم وي؛ نو تقاضا غیر ارتجاعي (Inelastic) ده. مانا دا چې که د هغه جنس په قېمت کې بدلون راشي، نو د تقاضا په اندازه کې یې د پام وړ بدلون نه راځي.

او که چیرته د یوه جنس په قېمت کې د بدلون د فیصدۍ او د هماغه جنس په تقاضا کې د بدلون د فیصدۍ نسبت (۱) شي؛ نو تقاضا واحده ارتجاعي ده.

دا چې د یوه جنس یا خدمت د تقاضا د نرخ د ارتجاعیت عوامل (فکټورونه) کوم دي، په یوه بله لیکنه کې به روښانه شي.

نوټ: د ادارې او تجارت په برخه کې مې زده‌کړې نوې پیل کړې، که په لیکنه کې کومه تېروتنه شوې وي، مهرباني وکړئ راته په ګوته یې کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply