افغانستان؛ د ټرمپ سفر او د نهه پړاویزه سولې راتلونکی

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

0 585

د افغان سولې په اړه د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ نهه پړاویزه غونډې ترسره شوې. تردې چې دواړه خواوې یوې نسبي هوکړې ته هم نږدې شوې وې. مګر د امریکا متحده آیالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د سولې تړون تېره سپټمبر میاشت په کابل کې د طالبانو لخوا د یو امریکايي د وژل کېدو وروسته سمدلاسه لغوه اعلان کړ. او په دې سره د دواړو خواوو ترمنځ د سولې په اړه خبرې اترې په ټپه ودرېدې. تر دې چې تېره پنجشنبه ولسمشر ټرمپ په ناڅاپي توګه افغانستان ته سفر ترسره کړ او د طالبانو سره یې د نویو خبرو پیليدو خبر هم ور کړ. د اوونۍ په دې تحلیل کې د سولې په راتلونکې او په بګرام فوځي اډه کې د ټرمپ د څرګندونو په اړه شننه شوې ده.

افغان سولې خبرو اترو ته ځغلنده کتنه

تر دې دمه د افغان طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ د افغان سولې په اړه خبرې اترې چې د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ کې ترسره شوې او افغان چارواکو پکې هم ګډون درلود په ګډون نهه غونډې د قطر هېواد مرکز دوحه کې ترسره شوي دي.

دواړو خواوو د اوږدو خبرو اترو ترسره کېدو په شپږم پړاو کې د افغان سولې په اړه د پرمختګ خبر ور کړ. تر دې چې یادې خبرې اترې نهم پړاو ته ورسېدې او دواړه خواوې یوې نسبي هوکړې ترسره کېدو ته هم نږدې شوې. په ورته وخت کې طالبانو پلازمینه کابل کې موټر بم چاودنه ترسره کړه چې په ترڅ کې یې د یو امریکايي په ګډون ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. د یادې چاودنې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغان سولې په اړه ترسره شوې خبرې اترې لغوه اعلان کړې. افغان دولت هم د سولې په اړه خبرې اترې او کوښښونه په دې پلمه ودرول چې د ټاکنو وروسته ګټونکې ډله کولی شي د سولې خبرې اترې پرمخ بوځي  او په دې توګه تتې ټاکنې هم ترسره شوې چې پایلې یې تر اوسه لا معلومې نه دي. په ورته وخت کې طالبانو پاکستان او ایران هېوادونو ته سفرونه ترسره کړل او د چین له لوري د افغان سولې په اړه د اکتوبر په ۲۹ او ۳۰ نېټه کېدونکې غونډه کې یې د قطر سیاسي دفتر مشر ملا برادر په مشرۍ د طالبانو هیئت ګډون په اړه هم خبر ور کړ. د چین په غونډه کې افغان دولت ته هم د ګډون بلنه ور کړل شوې وه، مګر د ګډون والو د لیست او اجنډا په سر یاده غونډه تر دې دمه ترسره نه شوه. د امریکا لخوا د افغان سولې په اړه د خبرواترو لغوه کېدو وروسته روسیې، ایران، پاکستان او اروپایي ټولنې د دواړو خواوو څخه د خبرو بیا پیلیدو غوښتنه ترسره کړه. طالبانو هم تېرو غونډو پرېکړو او ترسره کېدونکې هوکړې ته ژمنتیا په اړه څرګندونې وکړې، او د خبرو اترو لغوه کېدل یې په خپله د امریکا لپاره زیان وګاڼه.

د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته سفر ترسره کړ، او د ولسمشر او اجرائیه رئیس په ګډون یې د مختلفو افغان مشرانو سره لیدنې کتنې هم ترسره کړې. د خلیزاد سفر وروسته د طالبانو لخوا د دوه بهرنیانو چې یو د امریکا او بل د اسټرلیا هېواد اوسیدونکی وو، او له تېرو درې کلونو راهیسې د طالبانو سره په زندان کې وو، د انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید عمري چې د طالبانو اړوند کسان وو او بګرام زندان کې ساتل کېدل د تبادلې په اړه هغه وخت خبرونه مخې ته راغلل چې افغان ولسمشر د انس حقاني په ګډون د دوو تنو نورو طالب زندانیانو خوشې کولو په اړه اولس ته ځانګړې لنډه وینا ترسره کړه، او دا کار یې یوازې سولې ته د افغان ولس د نږدې کېدو په خاطر ګاڼه. دا هغه څه وو چې د سولې بندې شوې دروازې پرانستلو کې یې نیغ په نیغه مرسته وکړه، تر دې چې تېره نومبر میاشت کې طالبانو د خپلو درېیوو زندانیانو د خوشې کېدو په بدله کې دوه بهرنیان چې په کابل کې استادان وو خوشې کړل.

د افغان سولې په اړه د نوي پړاو پیل

د امریکا او طالبانو لخوا د بندیانو تبادله او خوشې کول د ډېرو هېوادونو د تود هرکلي سره مخ شول، او د دواړو لوریو لخوا یې دا کار ترسره کېدل وستایه. د زندانیان تبادلې وروسته ولسمشر ټرمپ لومړی افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټیلفون له لارې خبرې وکړې او د زندانیانو خوشې کېدو ګام اخیستو په پار یې ترې ځانګړې مننه وکړه. ورپسې یې د پاکستان لومړي وزیر او قطري امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني څخه د ټیلفون له لارې د زندانیانو په خوشې کولو او افغان سوله کې د مرستو په پار مننه وکړه. د زندانیانو خوشې کېدو وروسته د امریکا لخوا د افغان سولې په برخه کې ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیزاد او د افغان طالبانو ترمنځ په قطر کې د غیر رسمي ناستې په اړه هم پرمختګونه مخې ته راغلل او دا هغه څه وو چې د افغان سولې په اړه یې د خبرو اترو لړۍ بیا ځلې پیلولو په اړه هیلې لاپسې ډېرې کړې.

 بګرام پوځي اډې ته د ولسمشر ټرمپ ناڅاپي سفر

د تېرې نومبر میاشتې په ۲۸ نېټه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بګرام ته چې په افغانستان کې د امریکايي فوځیانو تر ټولو ستره اډه بلل کېږي ناڅاپي سفر ترسره کړ. که څه هم د یاد سفر موخه په بګرام کې د امریکايي فوځیانو سره په ګډه د شکرانې مذهبي مراسمو لمانځل وو، مګر ښاغلي ټرمپ افغان طالبانو سره د خبرو اترو د نوې لړۍ پیلولو په اړه هم څرګندونې ترسره کړې. ولسمشر محمد اشرف غني هم د ټرمپ سفر وروسته بګرام هوائي او فوځي اډې ته ورغلی وو او د امریکايي فوځیانو سرښندنو او قربانیو یادونې ترڅنګ یې په ننګرهار کې د داعش ډلې د ماتې او په راتلونکو درې میاشتو کې د ټول افغانستان څخه د یادې ډلې چې د سیمې هېوادونه ورڅخه خطر احساسوي د ختمېدو په اړه څرګندونې ترسره کړې. د سولې خبرو اترو بیا پیلولو ترڅنګ د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډي هېواد ایران په اړه د ټرمپ څرګندونې چې د یاد هېواد حاکم نظام یې فاسد او د تروریستي ډلو ملاتړی یاد کړ. د دې ترڅنګ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې د بګرام هوائي اډه د خپلو ځواکونو لپاره یوه لوجیستیکي مرکز یاد کړ. او د خپلو نظامي وسلو او په ځانګړې توګه د هغو جګړیزو چورلکو چې له بګرام هوائي او نظامي اډې پورته کېږي غږونه یې د سیمې په سطحه د خپلو دښمنانو لپاره ځورونکې وبلل. د سوریې په اړه یې هم څرګندونې وکړې او هلته یې د خپلو ځواکونو میشته کېدلو علت یې بیا ځلې د افغانستان له ادرسه څخه په ډاګه کړ، هغه دا چې امریکا غواړي تیل وژغوري او د ګردانو او خپلو سیمه ییزو ډلو ملاتړ ترسره کړي. که څه هم له یوې خوا دا څرګندونې د خپلو امریکايي فوځیانو مورال اوچتولو اړوندې بلل کېدی شي خو په ورته وخت کې د افغانستان له ادرسه دغه ډول څرګندونې د سیمې هېوادونو هغه صادقانه مرستې او نیک ګامونه چې د افغان سولې راوستلو په برخه کې یې پلي کول غواړي  کولی شي له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

بلخوا د امریکا لخوا د افغان سولې نوې خبرې ښایي بیا ځلې د یوې پلمې ښکار شي، ځکه له یوې خوا ولسمشر ټرمپ د سولې خبرو پیلېدو خبر ور کوي، بلخوا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو کمول یې د ټکنالوژۍ په برخه کې د امریکا برلاسي وښوده، چې په کمو او لږو فوځیانو کولی شي د ټکنالوژۍ په مرسته خپل دښمن ته په افغانستان کې ماتې ورکړي او د افغانستان څخه یې د خپلو ټولو ځواکونو ویستلو په تړاو هیڅ ډول څرګندونې و نه کړې، او د ځواکونو ویستل بیا هغه څه دي چې افغان طالبان یې بنسټیز شرط ګڼي. د دې ترڅنګ ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د خپلو دښمنانو پر ضد د خپلو حملو یادونه هم وکړه چې دښمن یې له پخوا ډېر ځپلی او حملې یې پرې زیاتې کړي، او خپل فوځیان یې د ځمکې، هوا او اوبو په سطحه پیاوړي او ځواکمن یاد کړل چې کولی شي دښمن ته په آسانۍ ماته ور کړي چې دا بیا د سولې خبرو سره په ښکاره ټکر کې ښکاري. د سولې نویو خبرو پیلولو سره د طالبانو لخوا اوربند او ډزبندۍ ته د یادې ډلې چمتوالی چې په وروستیو کې د افغان دولت لخوا هم د افغان طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د بنسټیز شرط په توګه ټاکل شوی د ټرمپ څرګندونو برخه وه، او دا په ډاګه کوي که په راتلونکې کې بیا ځلې د سولې خبرې اترې یو بنسټیز حالت ته ورسیږي او دا شرط مات شي نو خبرې د خنډ او ځنډ ښکار کېدلی شي.

پایله

د افغان سولې لړۍ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د نهو پړاوونو وهلو او په ټپه ودرېدو وروسته بیا ځلې پیل شوې، دا ځل د یو داسې شرط (اوربند) سره مخ شوې چې لرې نه ده بیا ځلې د خنډ او ځنډ سره مخ شي. په همدې بنسټ امریکا او افغان دولت باید د افغان کشالې ختمېدو او سولې راوستلو لپاره ډزبندي د بنسټیز شرط په توګه مطرح نه کړي او هر څومره چې زر کېږي د افغان سولې هوکړه چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي او افغان وژنه پکې پای ته رسیږي لاسلیک کړي چې په دې سره اوربند په خپله منځ ته راځي.

د سیمې په سطحه وروستۍ ناندرۍ او بې ثباتي او د هغو په اړه د ټرمپ څرګندونې به هغه څه وي چې امریکايي ځواکونو به په افغانستان کې لا میشته کېدو ته اړ کړي، ترڅو د امریکا سیمه ییزې ګټې خوندې کړي.

د افغانستان له ادرسه د سیمې هېوادونو په اړه د ټرمپ څرګندونې به د سیمې هېوادونه کرار کېښناستو ته پرې نه ږدي او دا کار کولی شي د افغان کشالې په لا اوږدولو کې مرسته وکړي. بلخوا په کور دننه د افغان چارواکو او مشرانو د سولې په اړه نه همغږي او بې باوري د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړې، افغان مشرانو ته په کار ده چې لومړی یاده بې باوري ختمه او د سولې راوستلو په برخه کې د هر ډول هڅو څخه دریغ و نه کړي. او دواړه لوري طالبان او افغان حکومت د زر تر زره سولې راوستلو لپاره وهڅوي. او هغه خنډونه او د بهرنیانو شرطونه چې د افغان سولې په وړاندې شتون لري د خپلو هڅو په پایله کې حل او له منځه یوسي، او پرې نه ږدي چې افغان خاوره د نورو د ګټو او معاملو ډګر شي.. که چېرته امریکا د خپل یو چارواکي وژل کېدو په پار د سولې خبرې لغوه کولی شي افغان دولت او طالبان باید هم د افغان اولس قربانۍ او وینې تویدلو بندولو لپاره د اوربند په څېر په ټولو هغو اړخونو بنسټیز اتفاق وکړي چې کولی شي د جګړې ټغر له افغان خاورې ټول او پر ځای یې د سولې ټغر خور کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply