ماشوم ته شیدې ورکول مور ته دا ګټې لري

 ژباړه: احمد الهام

0 975

امریکايي پوهانو او څېړونکو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته، ثابته کړې، هغه میندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپلې شیدې ورکوي، د نورو ګټو تر څنګ له شکرې ناروغۍ ژغورل کېږي.

د څېړونکو په باور، هغه میندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو تر یوه کاله تی او خپل شیده ورکوي، د هغو په پرتله چې خپل ماشوم ته شپږ میاشتې شیدي ورکوي او یا طبيعي خواړه ورکوي، د شکرې خطرات یې نږدې  نیم په نیمه را کمېږي.

په «جاما» طبي ژورنال کې خپره شوې څېړنه کاږي، طبیعي شیدې ورکول نه یوازې ماشومانو ته ګټورې دي، بلکې د میندو لپاره هم ډېرې روغتیایي ګټې لري. امریکايي روغتیاپالان وايي،  دا څېړنه یې په ۱۲۳۸ هغو مېرمنو کړې چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۰ کلونو په منځ کې وو او په پایله کې ثابته شوه چې د طبیعي شیدو یا تي ورکولو موده او د شکرې ناروغۍ د خطر کمېدلو تر منځ قوي اړیکه شته.

تر دې وړاندې یوې بلې څېړنې  ثابته کړې وه چې میندې کولای شي په طبیعي ډول ماشومانو ته په تي ورکولو، په بدني تمرینونو، د وزن په کمولو او د ژوند د بڼې په بدلولو سره په بدن کې د شکرې له ناروغۍ سره سره د سینو او رحم د سرطان مخه ونیسي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply