هایدرو-هجموني؛ د اوبو په سیاستونو کې د ځواک د نا انډولتیا لنډه شننه

0 958

په نړیواله کچه د خوږو اوبو له کمښت سره جوخت د پوله تېرېدونکو اوبو د سیاستونو او شخړو په اړه د مطالعې او څېړنو بهیر هم پراخ او چټک شوی دی. په دې برخه کې ګڼې لیکنې او څېړنې شوې دي، خو په دې لنډه لیکنه کې هڅه شوې چې د یوې سیندیزې حوزې د شریکو هېوادونو ترمنځ اړیکې او تعاملات، د ځواک د نا انډولتیا (Power asymmetry) له منظره وڅېړو. د هایدرو-هجموني په دې لنډ مفهومي تحلیل کې د پوله تېرېدونکو اوبو په اړه د دولتونو خپلمنځي اړیکې د هغوی د سخت او نرم قدرت د قابلیتونو په رڼا کې شنل کېږي. په دې لنډه شننه کې به پوه شو چې څوک څومره اوبه، څنګه او ولې ترلاسه کوي؟ په پای کې د افغانستان په څلورو نړیوالو سیندیزو حوزو کې هایدرو-هجموني ته لنډه کتنه کوو.

د هایدرو-هجموني مفهومي چوکاټ

هایدرو-هجموني پر یوې شریکې سیندیزې حوزې برلاسي ته وايي چې د اوبو پر سرچینو د ولکه ټینګوونکو تګلارو له لارې لاسته راځي. دغه تګلارې د اوبیزو سرچینو خپلول، په خپل قلمرو کې د هغو راوستل او د نفوذ خپرول په ځان کې رانغاړي. د لندن د کېنګ کالج د استادانو مارک زیتونا او جیرون وارنر په باور دغه تګلارې یا ستراتیژۍ د یو لړ تکتیکونو په مټ پلې کېږي: زور او فشار، د تړون تحمیلول او د اوبو د وېش په اړه نوي مفاهیم یا پوهاوی رامنځته کول.

هجمون تیوري څرګندوي چې د اوبو په معادلاتو کې ښکېل ځواکمن لوبغاړي د تاوتریخوالي او زور کارونې پر ځای د سرچینو د کنټرول په هڅه کې وي. د هایدرو پالیټیکس (د اوبو سیاست) په حوزه کې شوې څېړنې ښيي چې تر اوسه د اوبو پر سر تاوتریخجنې شخړې او جګړې ډېرې لږې پېښې شوې. د هجمون د کارونې میتودونه د هجمونیک ځواک له قابلیت سره تړلي، چې ښيي څنګه یو هجمون ځواک تر خپل اغېز لاندې دولتونه یا لوبغاړي د ځان تابع کوي او نه یوازې دا چې خپل هجمونیک واک پرې مني، بلکې یو لړ خود ساخته مقررات او نورمونه هم پرې تحمیلوي: هجمونیک ثبات.

د هجمونیک ثبات یو مثال د نیل په حوزه کې موندلی شو. سره له دې چې افریقايي هېواد ایتوپیا د نیل سیندیزې حوزې د اوبو ستر تولیدوونکی دی او هم د نیل په لوړه (Upstream) کې پروت دی، خو ښکتنۍ (Downstream) هېواد مصر، له څه باندې نیمې پېړۍ راهیسې د تاریخي حق «Historical right» د داعیې او د انګلیس د وخت استعماري تړونونو په مټ یې خپله هجموني ساتلې ده. ایتوپیا د «عادلانه او معقولانه ګټې اخیستنې» اصل باندې په استناد سره چې د اوبو په نړیوالو حقوقو کې منل شوی اصل دی؛ په ۲۰۱۱ کال کې د ایتوپیا ستر رنسانس بند (GERD) په نامه پروژه پیل کړه او په دې توګه یي په لومړي ځل د مصر د څه باندې ۷۰ کلونو هجمونیک ثبات وننگاوه.

هایدرو-هجموني او د ځواک څلور اړخونه

د ځواک (Power) هغه یواځینی تعریف چې په نړیوالو اړیکو کې وړاندې کېږي، لا هم د سیاسي علومو یوه کلاسیکه لا ینحل موضوع پاتې شوې ده، له همدې امله د رابرټ اې دال (Robert A. Dahl) ساده تعریف ته ځو: ځواک د (الف) دولت هغه قابلیت چې (ب) دولت یې نه لري او هغه څه کوي چې  (ب) یې د کولو وړتیا نه لري. په داسې حال کې چې تاوتریخوالی، ډار او تېری له ځواک سره مل مفاهیم دي چې ذهن ته راځي، خو په هایدروپالیټیک کې ځواک له مادي، جغرافیايي، سیاسي او ټکنالوژیکي قابلیتونو سره تړلي هغه ډینامیکونه دي چې د اوبیزو حوزو د شریکو دولتونو ترمنځ پر اړیکو او تعاملاتو نېغ اغېز ښندي. له همدې امله د پوله تېرېدونکو اوبو د شخړو په تحلیل کې د ځواک یا قدرت مختلف اړخونه مطالعه کېږي. د ځواک د بېلابېلو اړخونو د مطالعې لپاره ګڼ ماډلونه شته چې ډېر مروج یې څلور اړخیز ماډل دی: مادي ځواک، روایتي ځواک او بارګنینګ یا د چنې وهلو ځواک.

الف- مادي ځواک (Material power)

مادي ځواک د سیندیزې حوزې د شریکو دولتونو مادي یا فزیکي قابلیتونه اندازه کوي؛ لکه اقتصادي ځواک، نظامي قابلیت، ټکنالوژیکي وړتیاوې، نړیوال سیاسي او اقتصادي ملاتړ. همدارنګه په ناخالص کورنی تولید (GDP) کې د د پېر د ځواک برابري (PPP)، د ناخالص کورني تولید وده او د برېښنا د تولید بشپړې شوې یا تر کار لاندې پروژې یا فزیکي زېربنا، په نا خالص کورني تولید کې د پوځي لګښتونو سهم، د فعال پوځي پرسونل شمېر او د نظامي بودیجې اندازه، د نفوسو شمېر، د بالغو کسانو د سواد کچه، ژوند ته د هیله مندۍ کچه، د فعال کاري ځواک کچه، د بېکارۍ کچه، د اوبو د مدیریت لپاره نړیوال ملاتړ او د هېواد لویوالی یا سایز د مادي ځواک د اندازه ګیرۍ په فرعي شاخصونو کې راځي.

ب- د چنې وهلو ځواک (Bargaining power)

د چنې وهنې ځواک د اوبو په مذاکراتو او تړونونو کې د یوه دولت قابلیت ته وايي چې څنګه کولای شي د مطلوبې نتیجې د لاس ته راوړلو لپاره مقابل لوری قانع او تر اغېز لاندې راولي. لکه د یوه نوي تړون د رسمیت پېژندنې لپاره ملاتړي پیدا کول؛ د خپلې ادعا لپاره اخلاقي او قانوني دلایل وړاندې کول؛ اوبه له نورو مهمو او احساسي موضوعاتو سره تړل (issue-likage)؛ د تړون د شرطونو په تحمیلولو سره مذاکرات اغېزمنول؛ له همکارۍ او مذاکرې څخه ډډه کول یا هم په مشروط ډول خبرو ته حاضرېدل؛ د همکارۍ په برخه کې د بنسټونو تقویه کول یا معاوضه (Trade off). دا چي بارګنیګ پاور د مادي ځواک په څېر د لمس وړ نه دی؛ غوره ده چې د بارګنیګ پاور د تشخیص لپاره د اوبو په مذاکراتو کې د ښکېلو هېوادونو د غونډو بحثونه او بیانیې له محتوايي اړخه تحلیل شي، څو معلومه شي چې کوم هېواد څومره له خپل دغه ځواک څخه په مذاکراتو کې استفاده کړې.

ج- جغرافیايي ځواک (Geographical power)

جغرافیايي ځواک د سیندیزې حوزې د هېوادونو د جغرافیایي موقعیت له څرنګوالي څخه جوتېږي. هغه هېوادونه چې د سیندیزې حوزې په سر کې موقعیت لري (Upstream riparian)، د اوبو په تعاملاتو کې له غوره موقف څخه برخمن وي؛ ځکه چې د اوبو اکثره سرچینې په خپل کنټرول کې لري. افغانستان په خپلو څلورو نړیوالو سیندونو کې په سر کې ځای لري چې له همدې کبله کولای شو ووایو چې افغانستان د جغرافیايي ځواک له اړخه په ښه موقعیت کې دی.

ج- روایتي ځواک (Ideational power)

روایتي یا خیالي ځواک د پورته درې ډولونو په پرتله تر ډېره د لمس وړ نه دی او یو ذهني مفهوم دی. روایتي ځواک د یوه هېواد هغه قابلیت دی چې پر مټ یې کولای شي د اوبو په اړه ځینې روایتونه او ایډیاوې ایجاد کړي. وارنر او زیتاون د هایدرولوجیکي ډېټا پټ ساتل، د ګونګو او مبهمو معلوماتو شریکول، له خبرو او همکارو شا تګ، د مسایلو امنیتي کول او د مذاکراتو له اجنډاوو د مسایلو حذفول د توهمي ځواک بېلګې په ګوته کړي.

په هر حال؛ د دغه ډول ځواک د لا ښه تحلیل لپاره د رسنیزو معلوماتو محتوايي تحلیل ته اړتیا ده، څو د هر دولت چلند او رسمي دریځونه جوت شي. په محتوايي تحلیل کې دغه تکنیکونه ارزول کېږي: د اوبو د وېش موضوع له ملي امنیت او ژوند سره تړل؛ د توجیهاتو وړاندې کول؛ ګواښونه، ملامتیا او همدارنګه د معلوماتو شریکولو او همکارۍ په اړه د ډیسکورس یا ګفتمان رامنځته کول.

هایدرو-هجموني او افغانستان  

د هایدرو-هجموني په مفهومي چوکاټ کې له شاوخوا هېوادونو سره د اوبو په برخه کې د افغانستان اړیکې او مناسبات پراخه مطالعه او څېړنه غواړي، خو د یو لنډکي بحث په توګه ویلی شو چې افغانستان په دغه مناسباتو کې په ځینو مواردو کې برلاسی او په ځینو کې زیانمنونکی دی. د افغانستان هره نړیواله سیندیزه حوزه خپل هایدروپالیټیکي ځانګړنې لري، خو یوه ځانګړنه چې په ټولو حوزو کې مشترکه ده، د افغانستان جغرافیايي لوړوالی دی چې په هایدرولوجي کې یې (Upstream) بولي.

۱. هایدرو هجمون د کابل په حوزه کې

الف- مادي ځواک: افغانستان د مادي ځواک له اړخه د پاکستان په پرتله په نا انډوله وضعیت کې دی. د نړیوال بانک د شمېرو له مخې په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان ناخالص کورنی تولید ۳۰۵ میلیارده ډالره ښودل شوی، په داسې حال کې چې په ورته موده کې د افغانستان ناخالص کورنی تولید ۲۰.۸۲ میلیارده ډالره وو. د افغانستان نفوس څه باندې ۳۳ میلیونه اټکل شوی، خو د پاکستان  ۱۹۷ میلیونه نفوس دی چې د افغانستان په پرتله ۵ برابره زیاتوالی ښيي. د یونسکو سازمان د ارقامو له مخې په افغانستان کې د بالغو کسانو د سواد کچه ۳۱.۷۴ سلنه اټکل شوې، په داسې حال کې چې په پاکستان کې دغه کچه ۶۵ سلنه ده. له پوځي اړخه هم پاکستان ۶۵۳ زره فعال پوځ لري، خو افغانستان یوازې ۱۷۳ زره فعال پوځي پرسونل لري. د مادي ځواک په برخه کې افغانستان له یو بل امتیاز څخه هم برخمن دی چې هغه په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې فعال حضور او نسبي ملاتړ دی. له متحده ایالاتو او شمالي اتلانتیک سازمان (ناټو) سره د افغانستان دفاعي او امنیتي تړونونه هم د افغانستان د مادي ځواک تله درنوي.

پر کابل سیند د موجوده زېربنا په برخه کې افغانستان اووه کوچني او لوی فعال بندونه (ماهیپر، نغلو، سروبي، جبل السراج، چک وردګ، درونټې او غاغي) لري، خو پاکستان د کابل پر سیند دوه لوی بندونه جوړ کړي چې ورسک او په چترال کې ګولن ګول بندونه دي. د افغانستان له لوري پر کابل سیند ۱۲ نور بندونه (شاهتوت، ګلبهار، باغدره الف ۲، باغدره د ۱، سروبي دوه-لومړۍ مرحله، سروبي دوه-دویمه مرحله، شال بند، کونړ الف، ګمبیري، کامه، شاه و عروس، مچلغو) تر کار یا پلان لاندې دي چې په رغېدو سره به یې د کابل سیند له اوبو څخه د افغانستان ګټه اخیستنه د پاکستان په پرتله یو څه زیاته شي.

 ب- جغرافیايي ځواک: د کابل په سیندیزه حوزه کې چې پاکستان ته بهېږي او د اندوس حوزې یو مهم مرستیال دی؛ افغانستان د جغرافیايي ځواک له اړخه په غوره موقعیت کې ځای لري. افغانستان کولای شي چې له کوم دوه اړخیز یا نړیوال حقوقي مکلفیت پرته د کابل پر سیند پراختیايي پروژې پلې کړي. افغانستان

ج- د چنې وهلو ځواک: له شک پرته، پاکستان د افغانستان په پرتله د اوبو د لوبې پر قواعدو ښه پوهېږي، په ځانګړې توګه پاکستان له هند سره د اندوس سیند د اوبو د وېش پر سر په شخړه کې اوږده تجربه او سابقه لري. پاکستان له ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې د اندوس پر سر له هند سره ډېرې چنې وهلي، چې د نړیوال بانک له منځګړیتوب څخه نیولې د کېشن ګنګا تر حکمیت پورې (kishanganga arbitration) په مسایلو کې ښکېل پاتې شوی. برعکس، افغانستان د دوامدارې جګړې له امله د پوله تېرېدونکو اوبو د مدیریت په برخه کې تجربه نه لري او د پوله تېرېدونکو اوبو بحث تازه له حاشیې څخه متن ته راغلی، چې له همدې کبله افغانستان د پاکستان په پرتله په هایدرو ډیپلوماسۍ او هایدرو انجنیري کې ډېر ښکېل نه دی پاتې شوی او نه کافي بشري ظرفیت لري.

د- روایتي ځواک : د افغانستان او پاکستان ترمنځ په هایدرو ډیپلوماسۍ کې د افغانستان لپاره یو غالب روایت ډیورنډ فرضي کرښه کېدای شي. د افغانانو په منځ کې یو پوخ روایت دا دی چې پاکستان د نیابتي جګړې له لارې د افغانستان د بې ثباته ساتلو په هڅه کې دی، څو ونه شي کړای چې خپلې اوبه مدیریت او هم د ډیورنډ کرښې لپاره غږ پورته کړي. افغانستان د خپل روایتي ځواک د پیاوړتیا لپاره کولای شي چې په دې اړه کره مستند سازي وکړي او دغه اسناد د نړیوالو مخې ته کېښودل شي او پاکستان په دې ملامت شي چې ولې د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي.

له بل پلوه پاکستان کولای شي چې دغه روایتي ځواک مثبت لور ته سوق کړي. د نبراسکا پوهنتون د پروفیسر جان شراډر په خبره، پاکستان کولای شي چې د چین په مرسته او په خپلو امکاناتو د کابل پر سیند د اوبو او برېښنا بندونو په جوړولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي. دا کار همدارنګه کولای شي چې پاکستان د افغان دولت د وسله والو مخالفینو له تمویل څخه هم راوګرځوي.

۲. هایدرو هجمون د هلمند په حوزه کې  

د جغرافیايي ځواک له نظره د هلمند سیند جغرافیايي او هایدرولوجیکي جوړښت له ایران سره په اړیکو کې د افغانستان پله درنه کړې، داسې چې د ۱،۱۵۰ کیلومتره ټولټال اوږدوالي له جملې کابو ۹۰۰ کیلومتره د افغانستان دننه بهېږي او کابو ټول واټرشېډونه (آبریزې) یې هم د افغانستان په خاوره کې دي. خو د مادي ځواک په برخه کې دغسې یوه ادعا ستونزمنه ده.

د مادي ځواک په برخه کې د افغانستان او ایران ترمنځ ښکاره نا انډولتیا شته. د نړیوالو بانک د شمېرو له مخې په ۲۰۱۷ کال کې د ۴۳۹ میلیارده ډالرو کورني ناخالص تولید او د ۴.۳ سلنه کلنۍ اقتصادي ودې په لرلو سره ایران د افغانستان پر وړاندې برلاسی دی. د یونیسکو د ۲۰۱۶ کال د شمېرو له مخې د بالغو کسانو ترمنځ د سواد کچه ۹۶ سلنه ښودل شوې. ایران همدارنګه په پوځي او استخباراتي برخه کې هم له لوړ قابلیت څخه برخمن دی او څه باندې نیم میلیون فعال وسله وال پوځ لري. د اوبو د مدیریت، کرنې او اوبو لګونې په برخو کې هم ایران له لوړ ظرفیت څخه برخمن دی.

برعکس، افغانستان ۲۰ میلیارده ناخالص کورنی تولید، ۲.۶ کلنۍ اقتصادي وده، شاوخوا ۳۱ سلنه د سواد کچه او نږدې ۱۷۰ فعال وسله وال پوځ لري. خو افغانستان په دې برخه کې ځینې د قوت ټکي هم لري: د کجکي بند، د هلمند د کانال پراختیايي پروژه، کمال خان بند او د نړیوالې ټولنې نسبي ملاتړ او موجودیت، د نړیوال بانک، اسیا پراختیايي بانک او د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې ملاتړ او د هلمند د اوبو معاهدې شتون.

د بارګنینګ پاور په برخه کې افغانستان د ایران په پرتله ښه دی؛ داسې چې د هلمند سیند څه باندې ۹۰ سلنه آبریزې یا واټر شېډونه په افغانستان کې دي او د هلمند له معاهدې څخه د ایران د سرغړونو په اړه کافي شواهد او دلایل لري. پر دې سربېره له حقوقي او اخلاقي پلوه د افغان لوري پله درنه ده؛ ځکه چې په ۱۸۸۹ کال کې د ګولډ سمیت د حَکمیت په پایله کې د سیستان او بلوچستان په اړه د ایران ارضي دعوی رد شوه. همدارنګه ایران په دې وروستیو کې د هلمند د معاهدې خلاف د سیند د ساحل کیڼ لور ته غیر قانوني کانالونه کیندلي او سلګونه واټرپمپونه یې نصب کړي چې له امله یې د نیمروز په کنګ او چخانسور سیمه کې خلک د اوبو د قحطۍ له امله کډه کېدو ته اړ شوي.

له بل پلوه، ایران عملاً د افغانستان په لوېدیځ او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې په نا امنیو کې په لاس لرلو تورن دی چې ښه بېلګه یې د کجکي، سلما، کمال خان او بخش اباد بندونو ته د مزاحمت جوړول دي. په ټوله کې په مادي ځواک کې د ایران برلاسي، په ایران کې مېشت افغان کډوال او د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د ایران اړیکې د افغانستان پر وړاندې د ایران هایدرو-هجموني تقویه کوي، خو د پروفیسر شراډر په باور دا د افغانستان د جغرافیايي موقعیت په نسبت یو بې ثباته حالت دی چې بیلانس کېدای شي.

۳. هایدرو-هجمون د پنج-آمو په حوزه کې

د هایدرو-هجموني له اړخه د پنج-آمو په سیندیزه حوزه کې د شریکو هېوادونو ترمنځ د اړیکو تحلیل نسبتاً پېچلې موضوع ده. په دې حوزه کې د هایدرو هجموني په مطالعه کې د جغرافیايي ځواک له اړخه یوازې تاجکستان له افغانستان سره د پرتلې وړ دی، ځکه چې د پنج-آمو سیند شاخوا ۹۰ سلنه اوبه په افغانستان کې او تاجکستان کې تولیدېږي او پاتې دوه هېوادونه ازبکستان او ترکمنستان پکې ډېر ناچیز سهم لري.

افغانستان، ازبکستان او ترکمنستان د تاجکستان په پرتله لوړه GDP لري (۲۰، ۴۲، ۴۸ او ۷ میلیارده ډالر په ترتیب سره). تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د افغانستان په پرتله د بالغو کسانو د سواد تر ټولو لوړ رقم لري. افغانستان سره له دې چې د پنج آمو حوزې دویم لوی تولیدوونکی دی، خو له اوبو څخه یې ډېره کمه استفاده کوي او د اوبو پر سرچینو یې لازمه پانګونه هم نه ده کړې. برعکس تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د آمو پر سیند د اوبو ستر بندونه جوړ کړي چې په کافي اندازه برېښنا، کرنیز محصولات په ځانګړې توګه پنبه تولیدوي. د تاجکستان نورک او راغون بندونه او د ترکمنستان د کراکروم کانال د آمو سیند له اوبو د ښې استفادې څرګند مثالونه دي.

د بارګنینګ پاور په برخه کې تاجکستان په ښه موقعیت کې دی ځکه چې له یوې خوا روسیه په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته څېرمه پوځي حضور لري او له بلې خوا افغانستان د وارداتي برېښنا په برخه کې پر تاجکستان متکي دی. تاجکستان همدارنګه د کاسا ۱۰۰۰ پروژې امتیاز هم له ځان سره لري.

ازبکستان او ترکمنستان هم په ښه وضعیت کې دي: ترکمنستان د ټاپي د ګازو نللیکې او ټاپ پروژو مالک او د لاجوردو ټرانزیټي لارې مهم سهمدار دی. په ورته وخت کې په دې وروستیو کې په ازبکستان کې سیاسي بدلونونو هم په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې د افغانستان پام ځان ته ور اړولی دی.

۴. هایدرو-هجمون د هریرود-مرغاب په حوزه کې

هریرود-مرغاب هم د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي او افغانستان پر دغه سیند د فزیکي کنټرول په لرلو سره د ایران او ترکمنستان په وړاندې له قوي جغرافیايي ځواک څخه برخمن دی. د هریرود مرغاب په هایدرو هجموني کې د مادي ځواک او چنې وهلو ځواک د مقایسې لپاره د هلمند او آمو په بحث کې وړاندې شویو ارقامو ته باید مراجعه وشي. یو څه چې د مادي ځواک په برخه کې د پام وړ دي، هغه د سلما بند موجودیت دی چې افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې ګټې اخیستنې ته وسپاره.

افغانستان د هریرود په بحث کې د ایران او ترکمنستان پر وړاندې په دې برخه کې د بارګنینګ له ځواک برخمن دی چې دواړو هېوادونو د افغانستان له اجازې پرته د هریرود-تجن پر سیند د دوستۍ بند جوړ کړی، له همدې امله کله چې ایران او ترکمنستان د سلما بند په اړه خپله نارضایتي ښيي، افغانستان ترې په دې موقف دفاع کوي چې هغوی هم د نړیوالو حقوقو د (prior-notification) د اصل پر اساس د دوستۍ بند د جوړېدو په اړه افغانستان ته له وړاندې خبر نه و ورکړی. د دي ترڅنګ د سلما بند د جوړېدو هدف د سېلابونو کنټرولول دي. له بلې خوا، موږ ادعا لرو چې هریرود یو موسمي سیند دی او آن د وچکالۍ په موسم کې دومره اوبه هم نه شي تولیدولی چې په افغانستان کې ځايي خلک ترې استفاده وکړي.

له هایدرو-هجمون سره مقابله

که څه هم تر اوسه شواهد نه شته چې هایدرو-هجموني دې د دولتونو ترمنځ د اوبو پر سر د اعلان شوې جګړې لامل شوې وي، بلکې د اختلاف او سړې جګړې تر کچې پاتې شوي دي، خو د کړکېچ نه مدیریت کېدای شي چې بالاخره پر تاوتریخوالي هم تمام شي. انستیتیوشنلېست او رژیم تیورۍ وړاندیز کوي چې همکاري او د تړون له لارې د عادلانه حقوقي رژیمو رامنځته کول کولای شي د هایدرو-هجموني مخه ونیسي او له اوبو څخه د عادلانه ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي. د جیوتا ګوپتا (Joyeeta Gupta) په باور چې همکارۍ تر نه همکارۍ په مراتبه ګټوره او بې خطره ده.

نړیوال قوانین په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۷ کال کنوانسیون د پوله تېرېدونکو اوبو د مدیریت او اغېزناکې ګټې اخیستنې په برخه کې قواعد او نورمونه معرفي کړي دي. د همکارۍ یو ښه ماډل د مېکانګ (لاووس، کمبودیا، ټایلنډ، ویتنام) دی چې د میکانګ کمېسیون له لارې د اوبو د غوره مدیریت په پایله کې هر هېواد د برېښنا د تولید، د غلو دانو د تولید او کب نیونې صنعت له لارې په کال کې په اوسط ډول ۳ میلیارده ډالره ګټه ترلاسه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply