افغانستان د مضر ګاونډي او شراچوونکي ملاتړي تر منځ

لیکوال : عبدالـوافي نایـبـزی

0 539

د ایران او امریکا تر منځ ناندریو او د فزیکې جګړې ګواښونو هغه مهال زور واخیست چې د ۲۰۲۰ز د جنوري په لومړۍ نېټه امریکا د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د قدس د سپاه پاسدرانو ډلې مشر سردار قاسم سلیماني په هوايي برید کې وواژه.

د وژنې سره سم، سپینې ماڼۍ تایید کړه، چې د امریکا د ولسمشر په لارښوونه دا کار ځکه وشو، ځکه چې سلیماني د امریکايي ديپلوماتانو په وژنه او ترور کې لاس درلود.

«قاسم سلیماني په کال ۱۹۵۷ کې د مارچ په یوولسمه نیټه د ایران په کرمان ولایت کې زیږیدلی و. هغه د اسلامي انقلاب په لومړیو ورځو کې د دغه انقلاب سره یو ځای شو او په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب د بري وروسته په پوځ کې شامل شو. سلیماني د ایران په جنوب لویدیځ کې د کردانو په ځپلو کې لوی رول لوبولی او د ایران او عراق تر منځ د جګړې مشري یې هم پر غاړه درلوده او په دغه برخه کې یې هم لوی لاس درلود. هغه په کال ۱۹۸۳ کې د قدس په ځواکونو کې دنده واخیسته چې تر مرګه یې د دغې ډلې د مشر په توګه کار وکړ.

سلیماني د ایران د مذهبي مشر، خامنه یي یو له اعتمادي کسانو څخه و. خامنه یي هغه په کال ۱۹۹۸ کې د قدس د ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکلی و او هغه ته یې د ایران تر ټولو لوړ نظامي مډال ذوالفقار ورکړی‌و.
‎ سلیماني په لبنان کې د حزب الله ډلې، په فلسطین کې د حماس په یمن کې د حوثي جنګیالیو او سوریې کې د فاطمیون ډلې سره نږدې اړیکې درلودې او د اسوشیټډ پرس د راپور په اساس، قاسم سلیماني په عراق، سوریه، لبنان او یمن کې په زرګونو جنګیالي روزلي وو.

د قدس ځواکونو د ایران او عراق تر منځ د جګړې په پیل کې د سپاه پاسداران د یوې برخې په توګه د ایران له پولو بهر خپل فعالیت پیل کړ چې وروسته بیا د ایران د نظامي ځواک په یوې مهمې برخې بدل شول.
د امریکا متحده ایالتونو سلیماني پر امریکایي پوځیانو د ګڼو حملو اصلي مهره ګڼلی وه او هغه یې په عراق کې د امریکا پر سفارت د شوي برید مسول ګڼلی دی.»

د سلیماني له وژنې سره سم په نړۍ کې بېلابېل غبرګونونه راوپارېدل.

افغانستان چې په سیمه کې د ایران ګاونډي او د امریکا له پراخو مرستو څخه برخمن هېواد دی، سیاسي مبصرین يې هم د سلیماني د وژنې په اړه بېلابېل نظرونه لري، خو د افغانستان حکومت د سلیماني د وژنې په اړه په هماغه ورځ خبري اعلامیه خپره کړه، چې په کې راغلي وو، چې افغان حکومت خپلو خلکو او ګاونډيانو ته ډاډ ورکوي، چې دا خاوره به هېڅ‌کله د دوی پر ضد ونه‌کارول شي. دا خبره افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ایراني او امریکايي چارواکو سره په تلیفون هم وکړه.

د ډېری افغانانو په اند، چې سلیماني په افغان کورنۍ جګړه لکه د پاکستان نصرالله بابر او جنرال حمید ګل ډېر پراخ لاس درلود، چې په پایله کې يې دا دی افغانستان لا په سرو لمبو کې سوځي. دا یو څرګند حقیقت دی چې د همدې سړي د رهبرۍ لاندې د افغانستان یو شمېر لویديځ ولایتونه نا امن وو او حتا ځينو ډلو ټپلو ته وسلې هم ورکول کېدل. دا وسله والې ډلې په هرات، فراه، نیمروز او ان د کندهار ولایت په یو شمېر شمالي ولسوالیو کې فعالې دي. دا ډلې طالبان نه دي خو د طالبانو تر نامه لاندې جنګیږي ددې ډلو سره څوځله ایرانی وسلې نيول شوې او ان له همدې ډلو یو شمېر جنګیالي ایران ته د جنګي روزنې لپاره هم ورغوښتل شوي دي.

اوس پوښتنه داده، چې ولي ځيني وتلي افغان سیاسیون د سلیماني په وژنه خپه دي؟ پخواني افغان ولسمشر د سلیماني په وژنه ژوره خواشيني ښودلې او په خپله خبري اعلامیه کې يې سردار قاسم سلیماني ته د شهید لفظ تر څنګ ویلي دي، چې دا کار د نړیوال اصولو خلاف دی.

د افغانستان د اجرایه ریاست مشر عبدالله عبدالله هم د ایران سفارت ته د خواخوږۍ لپاره ورغلی دی او د یادښت په کتابچه کې يې لیکل کړي‌دي، د دې تر څنګ د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل هم د امریکا دا عمل په کلکو ټکو غندلی دی.

افغان سیاسیون ته بویه چې د وخت حساسیت ته په پام سره ډېر په احتیاط سره قدم پورته کړي، نو خو امریکا له افغانستان سره شوي امنیتي تړون ته ژمن دی، چې دا خاوره به د چا په ضد ونه‌کاروي او نه له ایران دا تمه شته دی، چې په امریکايي تاسیساتو او اړونده اداره به افغانستان کې صرفه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply