زرغون فکر

لیکنه : شمس الحق حیران

0 535

د (زرغون فکر) اصطلاح ډېره په زړه پورې ده. په هر ځل لوستلو یې د یو داسې چا تصور کوم چې ذهن یې د ورشو په څېر په شنیلیو پټ، د غبرګولي میاشتې د غنمو په څېر زړه راښکونکی او د کونړ د ګڼو ځنګلونو په څېر جذاب وي. زما په اند، د زرغون فکر لرونکی انسان د نورو ښه غواړي، ځواکمنوي یې، ذهن یې د کرکې، کینې او عداوت له خیرنو مفاهیمو پاک او د شنه آسمان په څېر پراخ وي. دا ډول کسان تل نورو ته د انګېزې سرچینې او د ویاړلي ژوند نمونې وي. له دوی سره په یو ځل ناسته ولاړه د سړي په زړه کې نوې هیلې راټوکېږي، ژوند ته هیله من کېږي، ذهن یې سل ګونه پنځونې کوي او غرونه غمونه ورته د بوسو انبار ښکاري. زرغون فکر یانې د لورېینې او ستاینې فکر، یانې داسې فکر چې لرونکی یې تل موسکی، هوډمن، د سترو افکارو او بشرپالنې د ذهنیت لرونکی وي.

زرغون فکر ژوند بښي، لوېدلي په پښو دروي، ټپي تر روغتون رسوي، کمزوري ته لاس ورکوي، کورنۍ ته مینه ورکوي،  ناهیلي کس ته انګېزه او امید بښي، ځان د هرې ښېګڼې او نور د هرې بدګڼې حقدار نه بولي، ژوند د نورو د رټلو او ځان د لوړولو لار نه بولي، پر مړي خاورې اړوي؛ خو د بې وزله ژوندیو درد هم خپل ګڼي.

زرغون فکر د هیلې، انګېزې، مینې، پنځونې او انسان پالنې نوم دی. زرغون فکره خلک خپل زړه د نړیوالې سولې او مینې کور ګڼي، د نورو موسکا پر ځان پور ګڼي، ژوند خدای یادونه، انسان پالنه، ټول­منلیو ارزښتونو ته ژمنتیا، مثبت بدلون او د انساني ښکلاوو نندارتون بولي. د زرغون فکر لرلو مانا دا ده چې خپل کرکټر، خبرې او عمل داسې تنظیم کړې چې نور دې په لیدلو ووايي: “که ټوله نړۍ هم بدله او بدرنګه شي، دغه انسان به د انساني آرونو او ارزښتونو نمونه وي”. زرغون فکر دا دی چې نور پر ځان راټول او پیاوړي کړې، نوې مفکورې وپنځوې، ورځنۍ چارې په ځيرکانه توګه ترسره کړې، نوښتګر واوسې، د خپل زړه د درد تڼاکه نورو ته د موسکا په خوږو اوبه کړې او د مینې او عواطفو یو ژوندی اېډيال شې.

زرغون فکر لرونکی انسان د ټولو محبوب وي، موږ ټولو په یو نه یو ډول خپل ژوند کې د داسې انسان په لټه یو. که د ژوند ملګری یا ملګرې ټاکو، که د پلار او مور په توګه د خپل اولاد د روزنې په اړه فکر کوو، که د استاد په توګه د خپل الګو زده کوونکي یا زده ­کړیال په اړه تصور کوو، که په یو دفتر کې د مناسب کس د ګمارلو په هڅه کې یو، حتی که په ښار کې د شلو دقیقو لپاره په یو موټر کې له یوې سیمې بلې ته ځو؛ لومړی انتخاب مو د زرغون او پرانیستي فکر لرونکی انسان وي. نو راځئ، همدا نن یې له ځانه پیل کړو، د زرغون فکر هغه الګو چې په نورو انسانانو کې یې پلټو، لومړی یې په خپل ځان کې وروزو او وروسته نړۍ د پورتنیو محاسنو له مخې پر ځان راټوله کړو.

کابل – د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۱۷ مه نېټه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply