پړانګانو، سوی څرنګه وواژه؟

عبدالرووف لیوال

0 719

په لاندې ریپوټ کې (پړانګان ) په دمشق اوبغداد کې دامریکې اجنټان او(سوی) هم سلیمانی فرض کړی!
دوه پړانګان ددمشق په هوایی ډګراودوه پړانګان هم دعراق په هوایی ډګر کې دی.
دعراق دهوایی ډګرپړانګان دهوایی ډګر په هغه اداره کې چې ((اداره حفاظت ازتاسیسات)) نومیږی ،رسمی دنده لری .
دریم د جنوری ۲۰۲۰کال دسهار۱۱بجو شاوخواairbus320 د Wings Cham خصوصی شرکت الوتکه ددمشق له هوایی ډګر نه والوته ، د دمشق له هوایی ډګر نه یو پړانګ زیګنال ورکوی [سوی والوت ، سوی والوت ……..].
د امنیتی کمروپه استناد په سیمه یز وخت ۱۲نیمې بجې ، الوتکه دبغداد دهوایی ډګر په ځغاست لیکه را کوزه شوه ، بیاهم دبغدادله هوایی ډګر نه دپړانګانو بل زیګنال [سوی پر ځمکه کیناست ، سوی پرمځکه کیناست……..]
جنرال سیلیمانی او دهغه ساتونکی دزینو له لارې سیده ،دهوایی ډګردEXITله لارې بهرخواته درومی ،ابو المهندس دحزب الله د (الحدالشعبی)ډلې رییسس د هغه هرکلی ته ولاړ دی ، دواړه مشران ړومبی زرهی او ساتونکی دوهم زرهی موټر ته خیژی .
د بغداد د هوایی ډګر د چارواکو د وینا له مخې دا دواړه موټرد هوایی ډګر نه د اصلی وتونکی سړک سر ته سیخ شول په همدې مهال لومړی امریکایی توغندی په سیمه یزوخت۱۲:۵۵د سیلیمانی او المهدی په موټر اصابت کوی څو ثانیې وروسته دوهم توغندی هم د ساتونکو موټر په نښه کوی او له منځه یې وړی .
دCham Wingsهوایی شرکت یو کارکوونکی چې د سیلیمانی او له هغه سره مله کسانو تګ کې له دمشق نه بغداد ته مل وو، رویترز آژانس ته ویلی: د الوتکې په دې الوت کې د شاملو مسافرینو په لست کې نه د سیلیمانی نوم او نه هم د هغه د ملګرو نومونه شته .
دعراق یو امنیتی چارواکی چې د سیلیمانی امنیت یې څاره وایی ((سیلیمانی د خپل امنیتی حالت نه د اندیښنې له وجهې په شخصی الوتکه کې له سوریدو ډډه کوله ))
دعراق امنیتی چارواکو رویترز آژانس ته وویل چې له توغندیز برید وروسته سمدلاسه د عراق دولت له خوا څیړنې پیل شوې .
په عراق کې ددې پیښې د څیړلو لپاره ((فالح الفیاض)) وګمارل شو، فیاض دعراق د ملی امنیت د وګړنیز بسیج د څانګې رییس دی چې دعراق له هغه شیعه ګانو سره چې د ایران پلویان دی، ورسره ټینګې اړیکې لری .
د عراق د امنیتی چارواکوله مرکو چې رویترز سره یې کړی داسې بریښی چې د بغداد دهوایی ډګر دوه کارکوونکی، د پولیسودوه پوځیان او د شام وینګز شرکت دوه کارکوونکی په دمشق کې، په دې پیښه کې په لاس درلودلو شکمن ګڼل کیږی چې سیلیمانی پسې به څارو ول.
د دوی له جملې نه د شام وینګز د خصوصی شرکت دوه کارکوونکی [یو د دمشق په هوایی ډګر کې او بل د الوتکې دعملې په توګه ] په جاسوسی کولو شکمن بریښی.
د څیړنو په ترڅ کې د بغداد د هوایی ډګر یو کارکوونکی ویلی چې امنیتی چارواکوهغه د۲۴ساعتونو لپاره ترڅیړنو لاندې نیولی وو، هغه وایی (مانه یې پوښتل چې د سیلیمانی د الوتکې له کیناستو د مخه دې چاته پیامونه لیږلی دی، زه یې له ګرویږنولاندې نیولی وم چې کومه [عجیبه پوښتنه ] به دې دالوت په هکله له دمشق څخه ، نه وی اوریدلې ؟ )
هغه وایی چې امنیتی کسانو موبایل راځینې واخیست او په سلهاوو پوښتنې یې له ما څخه وکړې.
یو امریکایی چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط رویترز ته ویلی چې متحده ایالاتو له څه مودې را په دیخوا د سیلیمانی کړه ، وړه ترخپل څارلاندې نیولی وو.
داسې نښې نښانې شتون لری چې سیلیمانی د۲۰۱۹م کال له اکتوبرنه راپدې خوا په پټه توګه دعراق د شیعیه ګانو د ملیشو له لارې ، عراق کې په امریکایی ځواکونو بریدونه پّه لارې اچولی وو، او د دې بریدونو د سرته رسولو لپاره یې ، پرمختللې وسلې هغوی ته چمتو اوورکړې وې .
عبدالرووف لیوال .
سرچینې : رویترز ، اطلاعات ، الجزیره ، باشګاه خبرنګاران او ویکیپیدیا.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply