د احمدظاهر د وروستۍ سلګۍ خبره (پاچاچی میکنی؟)

عبدالرووف لیوال

0 1,720

د سیدمحبوب الله پاچا دا مرکه د احمدظاهر د مړینې د پیښې ریښتونی لړ څرګندوی.

هغه خپل ځان داسې معرفی کوی :

سیدمحبوب الله پاچا ، د سیدعاشق الله پاچا زوی اود سیدلالاپاچا لمسی د لغمان اوسیدونکی ، د مور له خوا محمد زی، د نامتو کمپوزیتور فضل احمد ذکریا نینواز د ترورزوی (سردارفیض محمد خان ذکریا د نادرشاه د معارف وزیرد ده ماما) کیږی – دحبیبیې له عالی لیسه نه فارغ اوپه هغه وخت کې یې د باندینیو چارووزارت کې دنده درلوده .

هغه وایی چې له کوچنیوالی یې له احمد ظاهر سره انډیوالی او خپلوی درلوده [دده خور داحمد ظاهردورور( آصف ظاهر) ماندینه وه] ده تل د احمد ظاهر سره ناسته پاسته درلوده .

محبوب الله پاچا د هغې پیښې بهیرچې احمد ظاهر پکې مړ شو، شیبه په شیبه داسې بیانوی :

((زموږ کور په کارتې پروان او داحمد ظاهر کور د قوای مرکز په څلور لارې کې وو – په هغه ورځ مې چې په اتو بجو خپله حاضری په خارجه وزارت کې لاسلیک کړه – د سهار اته نیمې بجې به وې چې له احمد ظاهر سره دهغه په مازدا موټر کې په چکر ووتو – لومړی مو د خیرخانې د نوی او لوی سړک نه دوه نجونې (شهنازاو شکیلا) ځان سره سپرې کړې او د کرغې خواته رهی شولو –  له قرغې نه احمد ظاهر(برندی) مشروب واخیستل او ماته یې چکسلواکی بیر، د کرغې بند د کیشتیو له سوریدو وروسته بیرته د ښار په لور راغلو – د باغ بالا د آریو ب نندارې سره ما هغوی ته وویل چې وزارت کې کار لرم، خو هغوی وویل چې نه سالنګ ته ځو او نجونو هم ماته زاری وکړې چې هغوی سره د سالنګ چکر ووهو، کله چې د چاریکارو ښار ته ورسیدو – احمد ظاهر د کباب اخیستلو لپاره کوز شو اویوې نجلې ماته یو څه برندی مشروب هم راکړل – کله چې سالنګ ته ورسیدو له یوه پول ګوټی او کګلیچ سره له مخې لوی موټرناببره را ښکاره شو، زه چې ګرم (نیشه) وم، د موټر جلو زما له کنترول نه ووت او دغره له غټې ډبرې سره ونښت ـ په دې مهال احمد ظاهر چې زما شاته په سیټ کې ناست وو چیغه کړه چې [[پاچا چی میکنی]] شکیلا نومې جلۍ زما څنګ (مخکې سیټ) او شهنازله احمد ظاهر سره په وروستی سیټ کې ناسته وه – زه بیهوشه شوم خو کله مې چې سترګې وغړولې د پروان په ملکی روغتون کې وم ـ هلته د احمد ظاهر پلار، وروور او زما وړوکې خور هم راغلی ول – هغه زیاتوی چې ، پیښه درې بجې شاوخوا واقع شوه – زما پُښتۍ ماتې شوې وې له دې کبله یې زه د علی آباد روغتون ته لیږدولی وم، زه د احمد ظاهر له حال نه خبرنه وم خو کله چې یوه اونی وروسته له روغتون نه رخصت او کورته ولاړم خبر شوم چې احمد ظاهر مړشوی دی.))

دا مرکه محبوب الله پاچا د بهار تلویزیون سره په ریښتونی ډول سرته رسولې ، چې د احمد ظاهرپه مړینه کې دهر ډول توطیې ( چلوټې) امکان رده وی.

عبدالرووف لیوال.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply