!له کراماتوډکه خاوره

عبدالرووف لیوال

0 903

ترامپ وایی چې د امریکې له ټاکنونه د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې اصولی وې – او د امریکې له درغلیو ډکو ټاکنو په پرتله ډیرې عادلانه ترسره شوې وې خو موږ نه پوهیدلو.  ښه دا کرامات دی که نه ؟

هسې د خدای په مهربانۍ او حکم په دې هیواد کې ژوندون لاروان دی ، هغه چې وایی ( دښمن ته لاپې اودوست ته حال وایه) که کوم بهرنی ته دزړه حال او ریښتیا ووایی که سکته یې ونه کړه ، بې سده کیږی خو هرومرو.

د پولیسو حوزې ته لاړم ، په چا مې جلب درلود که ګورم چې په ټوله حوزه کې یو دروازه وان پهره دار، یوهم یولويې ږیرې والا منصبدار چې د جمپر څوکه یې د پتلانه له ځنځیرنه شخه راوتلې بې ادبی دې معاف لکه هغه ….دچپه ګردن څوکه یې هم په ګړنګنه پوزه لګیده ، راته برګ شوپه ډیر زحمت یې را ته وویل : اک ،اک ، اکا څه خبره ده؟ ما ورته کړل : جلب مې راوړی !

ځواب یې راکړ : دحو، حو، حو، حوزې  آمریت دفتریې له ته ، ته ،ته تشکیل نه لرې کړ- او، او،او، اوس مالومه نه ده چ،چ،چ ،چې د جلب کار څوک کوی – ټ ، ټ ،ټ ټول تلی قومندانۍ ته او جلسه لری – سسس سبا پنجشنبه ده – جججمه رخصتی ، د شنبې په ورځ راشه ـ چچچې د آمریت دفتر نوی تشکیل راشی .

د اسلام قلعې په ګمرک کې دوه پاچایی : او پاچاهان یې هم په مشهد کې اوسې ـ کله، کله ګمرک ته سرراښکاره کړی، هغه هم د خپل حق اخیستولپاره ، د ګمرک پخوانی چارواکی حشمت الله ، د اوسنی رییس چارې نه منی او د اوسنی رییس امر په هیڅ کارمند نه چلیږی، سوداګری کانتینرونه له توکو ډک ولاړ دی.

د ګمرک یو مدیر چې د کانتینر خروجی لاسلیک کړی، هغه بل وایی ولله که دې پلار کانتینر راځینې وباسی – ورشه هغه هلک وګوره (یو څه زهرومرګ ورکړه) د ګمرک څلور خواوې قاچاق راروان دی، هغه بې محصوله او په اسانۍ سره د ګمرک له څنګه تیریږی، خو دا بدبخت سوداګر چې غواړی په قانونی توګه خپل مال محصول کړی او بیا یې بهر کړی له سلو لانجو سره مخ دی ، څوک رشوت غواړی ، څوک سوغات غواړی ، څوک زکات غواړی ، څوک تاجایی ، بل چوکیداری ، هغه بل بیا د پاټک محصول .

د قاچاقچیانو مال په هرات کې په ۲۰۰۰افغانی له دوه برابره ګټې سره خرڅ شی خوهمدغه مال چې په قانونی توګه راغلی په هماغه ۲۰۰۰افغانی له پنځوس سلنې تاوان سره ایله وپلورل شی . دې ته وایی حلال تجارت !

ماته چا ویل راځه تجار شه ! هغه د ملا نصرالدین تجارت مې راپه یاد شو چې هګۍ به یې په یوه نیمه افغانۍ اخیسته ، وروسته له رنګ کولو نه به یې په یوه افغانۍ پلورله .

چا ورته ویل : ملا ! تاوان ده ځان دې غرق کړ .  هغه ځواب ورکړ: په تاوان یې نه یم ، مقصد خلک ماته تجار ووایی.

ښې چارې !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply