فرهاد دریا له نوستالژی تراسطورې

عبدالرووف لیوال

0 2,054

فرهاد دریا چې په خټه پښتون خروټی دی، دهغه نیکه شیرخان د نادرشاه د پاچاهي پر مهال د قطغن او بدخشان لوی حکمران تیر شوی، محمدعلم خان ناشر د شیرخان ورور (د فرهاد دریا د پلار کاکا) له شیرخان نه وروسته د غزنی له قره باغ نه قطغن ته راغی، دواړه وروڼه په کندز کې میشت شول، قندوس په هغه وخت کې د دری ژبو په اصطلاح داسې مځکه وه ، چې هغوی به ویل ((اګر مرګ میخواهی کندز برو)) خو، د شیرخان د روڼ آندې کورنۍ (غلام سرورناشر) په هڅو په داسې یو متمدن ښار بدل شو چې په سیمه کې یې ساری نه لیدل کیده ـ(سپین زرشرکت) د پنبې ، غوړو، صابون فابریکې چې شله زره کسانو پکې دنده درلوده

د سپین زر کلوب او سینما ، د افغانستان په مشهورو ښارونو کې د سپین زر هوټلونه او داسې نورې عصری ودانۍ او اقتصادی نوښتونه له کندز نه یو متمدن ښار جوړ کړ چې ، لا اوس هم د قزل کلا لوی سوداګری بندر او دوه لیسې د شیرخان په نوم یادیږی.

فرهاد دریا په ۱۹۶۲کال د کابل ښار په ګذرګاه کې وزیږید ، د حبیبیې لیسې نه له فراغت وروسته د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی یې ولوست او بیا په فرهنګی چارو کې استاد او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سولې سفیر هم پاتې شوی.

فرهاد دریا او نوستالژی :

نوستالژی چې له دویونانی کلموNostos ټاټوبی ته د ستنیدلو په ارمان اوalgiaکړیدلو مانا ورکوی.

د نورې نړۍ جلا وطن خلک د ټاټوبی نه د جدایی ساندې د غربړو او آرمانی سندرو په ویلو ستایی ، آرمان یې کوی او خاطرې یې تازه کوی – خو موږ جلا وطن افغانان خول اپریږدی چې وطن میشته د۴۰کلنې جګړې د ورانۍ له امله د پخوانی ښیرازه ، بسیا، هوسا او سوله ایز ژوند چې ۴۰ کاله وړاندې مو له لاسه ورکړی ، په څنګ کې د آبادۍ په ارمان بله نوستالژی هم لرو.

بیلګه : زما په یادښت د کابل د شیر دروازې دغره لمنه به د غویی په میاشت کې ارغوانی رنګ ځانته غوره کړچې د عاشقانو او عارفانو زیارت به پکې پټ سو، اوس له هغو ارغوانو یو بوټی هم پاتې نه دی – استاد ځلاند ویلی وو[به خواجه صفا ، صفابه ګلهاکنیم + دلبرکم بیابه کابل بریم) –دستاسو به باور نه راځی چې ماد (جوی شیر) له ویالې ، چې زموږدښونځی له څنګه (سرای باغ) په منځ کې تیره شوې وه د اوبو له سر نه راټول شوی توتان خوړلی او بیا د همهاغه (سرای باغ) نه د(بوستان سرای) له لیارې (کوچې سک بچا) څخه خیابان (کشمش فروشی) کوڅې ته راتلم .

لنډه دا چې د فرهاد دریا په خټې پورې هم ، پښتون نوستالژیک رګ د بلخی مولانا په قول (هرکسی کو دورماند از اصل خویش + باز جوید روزګار وصل خویش) راویښ سوی اوپه یوه سندره کې وایی ((شاهی رامانه،زوروره + دشاغاسی کلا دې ولې ورانوله) دشاغاسی منصب ، لقب او نوم چې د ((ایشیک آقاسی))  مرکبې تُرکی کلمې نه ، جوړشوی د یونیمې پيړې وړاندې درباری لقبونه دی – وروسته له دې سرکاری او عسکری لقبونو هم بدلون وموند لکه جرنیل ، کرنیل ، برګډ ،صوبه دار ، جمه دار، دفعه دار ، اولدار اوداسې نور.

بیاهم دپلرنی رګ په خوځیدو سره په بله پښتو فولکلوریکه سندره کې وایی [شین راکټ ویلاړدی + سبابه بیاپکتیاته ځونه ) راکټ موټر چې په انګلیسی Bed Ford،و- هغه لارۍ وې چې له پکتیا نه یې وچ لرګی او سکاره کابل ته راوړل – او دکابل له خوا نه هغه ژڼی (ځوانان) چې درحمان بابا او خوشحالخان لیسو نه جنوبی سیمو ته په رخصتی تلل – پکې سوریدل-  سوا له پورته سندرې دفرهاد دریا بله سنده چې وایی ((زروجانې نری باران دی په تیرا یې وروینه ))هم د تګ په مهال دې ځوانانو زمزمه کولې –  څومره نازک خیاله او خوندوره نوستالژی

دریا له دې نه ها خواهم تیرشوی دکاکړیانو سندره یې په بل طرز داسې ویلې [شین خالۍ ګودر ته روانه ده ] — (نیمه شپه به خدای سبا کړی + شین خالی به خدای پیداکړی ) یا ((لیلاڅه شوه لیلا+ لیلا ناجوړه وه بیګا))

فرهاد دریا په جلا وطنی کې له سوز نه ډکه پشتو نوستالژی ته وده ورکړې او د وطن په یاد یې غلبلې کړی لکه چې وایی ((اصلی وطن افغانستان دی + اوس مې نصیب پردو مُلکونوکې دی مینه —–مرګی نه ، نه ډاریږم خلکو! که دوطن په هدیرو کې خاورې شمه ))

آخ جګړې کور دې ګډ شه ! زموږجلا وطن هیوادوال د خپلو هدیرو په آرمان مری او نه غواړی چې هډوکی یې مسافرشی.

دریا په خپله نوستالژی سندرو کې پښتنی ګاڼې [ د سپینو زرو نتکۍ ، بنګړی ، پیزوان، پایزیب او سپینې روپۍ] داسې ستایی( سپینه روپی یې په سینه ده + پاس پر سینه کږه وږه ده + نن بیا جلکۍ ولې خپه ده) اویاهم [ په پای زیبونو ، جوړه شرنګاکړه + بنګړی مات نکړې ، ورو، ورونڅا کړه]

فرهاد ولې اسطوره؟

دفرهاددریا (سلام وعلیک) سوله ایزه سندره چې د جرمنی د(راک ډلې )۱۲موزیسنان پکې ګډون لری ، په انګلیسی او نورو ژبو ویل شوې چې د نړی ختیځ له لویدیځ سره په عاطفی اړیکو نښلوی د نړۍ په ګوټ ، ګوټ کې اوریدونکی لری اود افغانستان هنر یې دنیا ته ورپیژندلی.

برسیره پر دې ددریا هغه پروژه چې د (کوڅې) په نوم یادیږی ـ د افغانستان  کوڅه ډبه او یتیم ماشومان يې دسرپرستی له سیوری لاندې نیولی – تر څو  شوم او ناوړه برخلیک سره مخ نه شی ، دې مرستې سره دې خدای ورته اجر ورکړی .

د دې لیکنې د دلچسپی له پاره youtube.com   ته شی – کنه نو! د خولې خوند به موخراب کړی

یوه ورځ - Farhad Darya | Shazam

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply