آیا د اسلام دین د کړکیچ سره مخ دی؟

عبدالرووف لیوال

0 762

د مذهب دعوا دې پریږده سړی خوره  + ستا دعوا هله سهی ده ، چې انسان شې

(حمزه بابا)

په سرکې باید ووایم چې نه غواړم په دې لیکنې سره ، د لوړو لتاژ شارت شویو بریښنایی بټنوته لاس وروړم، او د هغو جاهلو چې لکه خوسا زړئ په سپیڅلی پوست کې یې ځان نغښتی وی، مغضوب وګرځم –خو په دې ورځو کې داسې ناوړه  پيښې ددې خوسا زړی له خوارامنځ ته کیږی چې دسړی اروا هغې خوا ته کشوی چې خدای مکړه د ځینې ناپوهه بنسټپالو د کړنو له وجهې ، زموږ متمدن دین چې پانګه یې په انسانیت ولاړه ده ، دکړکیچ خواته درومی.

اوس خلک له هغوجهادی مشرانو – اوتنظیمی ټیکه دارانونه حساب غواړی چې دتاسو دجهادثمره څه وه؟

که تاسو وایی چې (موږپه جهادسره شوروی له خپلې خاورې نه وویست اودړې وړې مو کړ) داادعا خوپه هغه غوړه مالۍ سره چې تاسودوه کاله مخکې مسکو ته وکړه اوهلته میلمانه وی ځکه باطلیږی چې روسیه څو چنده ځواکمنه شوې اوتاسو له باران نه ناوې ته (امریکې ترپښو) لاندې پریوتی یاست .  ((قبرکن سابقه را خدابیامرزد))

هلته موداسې وښودله چې ګواکې هغه جهاد چې تاسو دروس پرضد کړی وو – بد مو کړی او ترې پیښیمانه یاست (انځورونه شاهدی ورکوی)

له هغه جهاد نه نورې لاسته راوړنې به موداوی :

الف : د ساده او پاکو مجاهدینو په وینو سوداګری ، چې تاسو له هغې وجهې ټول امتیازات لاس ته راوړل – سوا له هغه چور، تالان او غصب واختلاس مو وکړله ځانه څخه مو قارونان جوړکړل.

ب  : همدااوس د تاسود لارویانو (اخوان الشیاطین ، داعش اوداسې نور….) اودتاسې دکړن لارې (زوذات) ټول افغانستان نه سور تنور جوړکړی ، چې هر افغان پکې سوځی.

ج : افغان ټبرمو [په پاکستان کې د مدرسو د ثمرله وجهې) له جهالت سره مخ کړ، همدااوس مودپښتون ستر ټبردنورو قومونوتر نظره منفور ګرځولی ، نړۍ ته مو د اقوم وحشی وروپیژانده – لوستی او منور پښتانه د نورو قومونو تر پیغور لاندې دی اوپورته نشی ورته کتلای [ دپښتنو په هره سیمه کې چې قیر سړک دی په بل مخ اړول شوی]

موږله شرمه د نورو په مینځ کې پښتو نشوویلای – خدای پاردی لږسمې لارې ته شی ، انسانیت وپیژنی ، په خپل راتلونکی کهول رحم وکړی!

موږ لیونی وبولی خو تاسې دې خدای سمې لارې ته  هدایت کړی !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply