د هېواد نوموتی مؤرخ، ښاغلی سيستاني څوک دی؟

سيلاني

0 713

کانديدا اکادميسين محمد اعظم سيستاني، په دې وروستيو پنځو لسيزو کې د هېواد په فرهنګي ټولنې او رسنيو کې يوه پېژندل شوې څېره ده. ددۀ څېړنيزې ليکنې له ۱۹۶۲ ز کال را په دې خوا، چې دی لا د ادبياتو د پوهنځي محصل ؤ پيليږي.

ښاغلی سيستاني په ۱۳۱۷ ز کال ( ۱۹۳۸ مارچ ) د نيمروز ولايت، په يوې لرې پراته کلي کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. پلار يې شيراحمد او نېکه يې محمد يوسف خان بارکزی نومېده. په اقتصادي لحاظ دی د يوه منځوي ځکموال کورنۍ پورې اړوند و. محمد يوسف خان بارکزی (د سيستاني صاحب نېکه) د اميرعبدالرحمن په دور کې د نيمروز ولايت د سرحدار په توګه وګومارل شو. دی له سلو سورو خپلوانو سره د فراه ولايت د نودې له کلي څخه نيمروز ولایت ته موظف شو او هلته ځمکې واخيستې او دمحمد يوسف په نامه يې کلی آباد کړ، چې خپلوان يې لا تر اوسه په دغه کلي کې ژوند کوي. ياد کلی د کنک ولسوالي د هيرمند د رود د دوو ښاخونو په منځ کې موقعيت لري.

سيستاني خپلې لومړنۍ زده کړې په نیمروز ولايت کې ولوستې او وروسته کابل ته راغی او د دارالمعلمین محصل شو، له دې وروسته د ادبياتو او بشري علومو پوهنځۍ کې يې خپلې زده کړې پيل کړې، له فراغت سره سم په ۱۹۶۶ م کال يې خپله لومړنۍ د نده د ښوونکي په توګه پيل کړه. دی په ۱۹۸۰ م کال د افغانستان د علومو اکادمۍ د ټولنيزو علومو په څېړنيز مرکز کې د تاريخ او اتنوګرافۍ په انستيتوت کې د غړي په توګه ومنل شو.

سيستاني د ۱۹۸۶م کال په وروستيو کې د کابل پوهنتون او د افغانستان د علومو اکادمۍ او نورو ټولنيزو علومو د کادري څېړنکو او استادانو په څېر ځان د کاندا اکادميسين کادري رتبې ته کانديدا کړ او څو په زړه پورې اثار يې لکه: (مالکيت ارضی و جنبش های دهقانی در خراسان قرون وسطی) او ځينې نور اثار د څېړنيزو مقالو او رسالو په ګډون د علومو اکاډمۍ رياست ته ور وړاندې کړل. چې په پايله کې دی د ګومارل شوې کمېتې له خوا سربېره د ” سر محقق = پوهاند ” رتبې په ورکولو د “کاندای اکادميسين ” رتبه هم ورکړل شوه او د هېواد د اتلسو هغو پوهانو په ډله کې شامل شو، چې هغوی ته د ټولنيزو علومو ( تاريخ و ادبيات ) په برخه کې يادې رتبې ورکړل شوې وې. ” کاندای اکادميسین ” هغه علمي رتبه ده، چې له پوهاندۍ رتبې څخه لوړه او د اکادميسين له رتبې څخه ټيټه ګڼل کيږي.

ښاغلی سيستاني له ۱۹۸۶ م کال څخه تا۱۹۹۲ م کال پورې د علومو اکادمۍ د ټولنيزو علومو د څېړنيز مرکز د رئيس په توګه دنده ترسره کړه، دۀ د خپل فکري استقلال د ساتلو له پاره هېڅکله د وقت په احزابو لکه: دیموکراتيک خلق او يانورو احزابو کې غړيتوب وانخيست او تر پايه خپلواک پاتې شو.

د يادونې وړه ده چې ښاغلي سيستاني له ۷۰۰ ډېر علمي او څېړنيز اثار په افعان جرمن پورتال کې خپارۀ کړي دي.

سيستاني صاحب له ۱۹۶۴م کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې لاندې څېړنيز اثار دچاپ په ګاڼه پسوللي دي. چې دلته يې د ځينو نومونه د يادونې وړ بولم :

1. نظام بهره برداری از در افغانستان قرون وسطی، چاپ ځای: دولتي خپرندويه، ۱۳۶۱=۱۹۸۲ م.
2. مالکيت ارضی و جنبشهای دهقانی در خراسان قرون وسطی،د علومو اکادمۍ له خوا په کابل کې په ۱۳۶۳=۱۹۳۸ م کال چاپ شوی دی. دغه اثر له دويم ځل کتو وروسته، دوه نور څپرکي د (( مالکيت ارضی و شیوه های بهر برداری از زمین در خراسان قرون وسطی )) په نامه ور زيات شول او په سويدن کې په ۲۰۰۲ م کال د لسګونو ټوکو په اندازه چاپ او وروسته د جرمن انلاين په پروتال کې د لوستونکو د لوستلو له پاره ځای پر ځای شوی دی.
3. سيستان، سرزمين ماسه ها و حماسه ها ( لومړی ټوک)، خپرندويه ټولنه : د افغانستان علومو اکاډمۍ، کابل ۱۳۶۳=۱۹۸۵
4. سيستان، سرزمين ماسه ها و حماسه ها ( دويم ټوک). په دغه اثر کې د سدوزايي واکمنۍ تر رامنځته کېدو( ۱۷۴۷ م کال ) د سيستان سياسي او ټولنيز وضعيت څېړنه شوې. خپرندويه ټولنه : د افغانستان علومو اکاډمۍ، کابل ۱۳۶۷=۱۹۸۸ م.
5. جغرافيای تاريخی سيستان، خپرندويه ټولنه : د افغانستان علومو اکاډمۍ، کابل ۱۳۶۷=۱۹۸۸
6. سرګذشت سيستان ورود هیرمند از ۱۷۴۷ تا ۱۹۷۳م، خپرندويه ټولنه : د افغانستان علومو اکاډمۍ، کابل ۱۳۶۸=۱۹۸۹ م.
7. مردم شناسی سیستان، خپرندويه ټولنه : د افغانستان علومو اکاډمۍ، کابل ۱۳۶۸=۱۹۸۹ م. له بده مرغه په لومړي ځل له خپرېدو مخکې د مجاهدينو د راکيټي حملو په پايله کې ( ۱۹۹۲م )کال وسوزېده، چې په ۲۰۱۳ م کال له دويم ځل کتو وروسته د دانش خپرندويه ټولنې له خواخپور شو.
8. نقش سیستان در تکوین حماسه های ملی، خپرندويه ټولنه : دانش خپرندويه ټولنه ، پېښور ۲۰۱۲ م کال . د افغان جرمن انلاين په پروتال کې يې خپرېدونکې شمېره ( ۳۴۳)
9. رستاخیز قندهار و فرو پاشی دولت صفویه در ایران، خپرندويه ټولنه : دانش خپرندويه ټولنه ، پېښور ۲۰۰۵ م =۱۳۸۴ کال . دا اثر صالح محمد صالح له خوا پښتو ژبې ته هم ژباړل شوی دی،هغه هم د دانش خپرندويه ټولنې له خوا خپور شوی دی.
10. قيام های مردم افغانستان بر ضد نادرشاه افشار،خپرندويه ټولنه : اطلاعات و فرهنګ وزارت،کابل . ۱۳۶۸=۱۹۸۹ م کال .
11. سيمای رستم در شاهنامه، خپرندويه ټولنه : د افغانستان علومو اکاډمۍ، کابل ۱۳۶۹=۱۹۹۰ م. کال.
12. مناسبات ارضی و شیوه های برخورد به مسآله زمین و آب در افغانستان سال های ۷۰ و ۸۰ قرن بیستم، خپرندويه ټولنه : د افغانستان علومو اکاډمۍ، کابل ۱۳۷۰=۱۹۹۱ م. کال.
13. مقدمه يې بر کودتای ثور و پیامدهای آن در افغانستان، خپرېدو ځای : سويدن، ۱۹۹۶ م. همدارنګه دغه اثر په ۲۰۰۰ م کال په پېښور کې د دويم ځل له پاره د چاپ په ګانه سمبال شوی دی.
14. قيام های مردم افغانستان از قرن هشتم تا هژدهم م، خپرېدو ځای: سويدن، ۱۹۹۸ م. ياد اثر د صالح محمد صالح له لوري پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی او په پېښور کې خپور شوی دی.
15. دو نابغه سیاسی – نظامی افغانستان در نيمه اول قرن ۱۹م، خپرېدو ځای : سويدن، ۱۹۹۹ م. دغه اثر د ۱۳۷۸ ل کال د په ژمي کې په ايران او د ۱۳۷۹ ل کال د حمل په مياشت کې په پاکستان کې چاپ شوی دی.
16. یک نګاه انتقادي بر جلد اول و دوم افغانستان در مسیر تاريخ، خپرېدو ځای : پېښور، ۲۰۰۰ م کال. او د دويم ځل له پاره په ۲۰۱۰ م کال د افغان جرمن انلاين په پروتال کې خپور شوی دی.
17. پاکستان، پرورشګاه تروريزم، خپرندويه ټولنه : دانش خپرندويه ټولنه، پېښور ۲۰۱۱ م. کال.
18. نګاهی بر اوضاع اجتماعی افغانستان از طاهريان تا تيموريان، خپرېدو ځای : د افغان جرمن آنلاين ويب پاڼه.
19. علامه محمدطرزی، شاه امان الله و نقش روحانيت متنفذ، خپرېدو ځايونه: سويدن کې په ۲۰۰۲ م کال او په پېښور کې ۲۰۰۴ م کال.
20. سی مقاله سيستانی، د خپرېدو ځای: سويدن ۲۰۰۲ اکتوبر م کال.
21. سيمای زن افغان در تاريخ افغانستان، دخپرېدو ځای:سويدن، ۲۰۰۲ جنوري م کال .
22. پشتونستان و زخم ناسور خط ديورند، د مقالو ټولګه . د خپرېدو ځای: افغان جرمن انلاين ويب پاڼه
23. حماسه قيامهای يا دو قرن مبارزه بخاطر آزادی، لومړی چاپ ۲۰۰۴ م کال سويدن، دويم چاپ: دانش خپرندويه ټولنه ۲۰۱۱ م کال. د افغان جرمن انلاين په پروتال کې يې خپرېدونکې شمېره ( ۳۶۳)
24. ظهور افغانستان معاصر و احمد شاه ابدالی، خپرېدو ځای : ۲۰۰۸ م. کال ، پېښور . همدارنګه په افغان جرمن انلاين وېب پاڼه کې يې هم موندلی شئ.
25. آيا افغانستان یک نام جعلی است؟ ( د شلو مقالو ټولګه) خپرندويه ټولنه : دانش خپرندويه ټولنه، ۲۰۰۷م کال پېښور.
26. افغانستان، مرکز ثقل بازی بزرګ، افغان جرمن آنلاين ويب پاڼه، ۲۰۰۹ م کال.
27. جشن نو روز ومنزلت آن در ميان ملل آريائی، خپرندويه ټولنه : دانش خپرندويه ټولنه، پېښور ۲۰۱۱ م کال . د افغان جرمن انلاين په پروتال کې هم خپور شوی دی.
28. برخی شخصیت های فرهنګی – اجتماعی کشور، خپرندويه ټولنه : دانش خپرندويه ټولنه، کابل همدرنګه د افغان جرمن انلاين په پروتال کې هم په ۲۰۱۰ کال خپور شوی دی.
29. ملالی جويا، اسطوره شجاعت روزګار ما، په ۲۰۱۰ کال په پېښور کې چاپ شوی او همدارنګه په افغان جرمن انلاين په وېب پاڼه کې هم خپور شوی دی.
30. شل څېړنيزې او تاريخي مقالې، خپرېدو ځای: افغان جرمن آنلاين، ۲۰۱۰م کال .
31. وضعيت حقوقي زن افغان از عهد امانی تا حکومت کرزی، خپرندويه ټولنه : دانش خپرندوينه ټولنه ۲۰۱۳ م کال او همدارنګه په افغان جرمن آنلاين کې يې هم لوستلی شئ.
32. سيمای امیر آهنين، امير عبدالرحمن خان در تاج التواريخ، خپرندويه ټولنه: دانش خپرندويه ټولنه ۲۰۱۱م کال.
33. پنجاه مقاله سيستانی، د خپرېدو ځای: د افغان جرمن آنلاين په وېب پاڼه کې
34. سه مقاله تحقيقی درباره سه خاندان تاريخی قندهار، د خپرېدو ځای: د افغان جرمن آنلاين په پروتال کې. ۲۰۱۲ م کال.
35. نقش تاريخی وزیر فتح خان و خاندان ان در دولت سدوزائی افغانستان، خپرندويه ټولنه : دانش خپرندويه ټولنه ، کابل، ۲۰۱۳م کال . همدارنګه په افغان جرمن آنلاين کې هم خپور شوی دی. دا اثر د رحمت آريا او نوزادي له خوا پښتو ژبې ته هم ژباړل شوی دی او په کندهار کې د چاپ په ګاڼه سمبال شوی دی.
36. وزیر محمد اکبر خان، قهرمان ملی قيام کابل، خپرندويه ټولنه: دانش خپرندويه ټولنه، کابل او د افغان جرمن آنلاين په وېب پاڼه کې په ۲۰۱۴ م کال.
37. دفاع از استقلال، وجيبه ملی افغانهاست، خپرندويه ټولنه: دانش خپرندويه ټولنه، کابل ۲۰۱۳ م کال. همدارنګه په افغان جرمن آنلاين کې خپور شوی دی؟
38. جغرافيای تاريخي هلمند، د خپرېدو ځای: افغان جرمن آنلاين کې په ۲۰۱۳ م کال.
39. مساله اصلاحات ارضی درافغانستان سالهای ۷۰ و ۸۰ قرن بیستم، خپرندويه ټولنه : دانش خپرندويه ټولنه، ۲۰۱۱ م کال او همدارنګه په افغان جرمن انلاين کې يې ولوستلی شئ.
40. دفاع از ارزش های ملی، وظيفه عناصر ملی است، خپرندويه ټولنه : دانش خپرندويه ټولنه ۲۰۱۴ م کال او همدارنګه په افغان جرمن انلاين کې يې ولوستلی شئ.
41. سلطنت پشتونها در هند، خپرندويه ټولنه : دانش خپرندويه ټولنه،۲۰۱۳ م کال. دغه اثر د زلمي کرزي له خوا پښتو ژبې ته ژباړل شوی او په ۲۰۱۵ م کال کابل کې چاپ او خپور شو.
42. سيمای زن افغان در حماسه وتاريخ، خپرندويه ټولنه : دانش خپرندويه ټولنه، کابل،۲۰۱۵ جنوری م کال .
43. خيزش های مردم قندهار، هرات و سيستان برضد سلطه صفويان ایران و بابريان هند در قرن۱۸، د چاپ ځای: پېښور او سويدن، کال ۲۰۰۰
44. حبيب الله کی بود، عيار از خراسان يا دزدی از کلکان ؟ خپرندويه ټولنې : دانش خپرندويه ټولنه، ۲۰۱۵ جنوري، پېښور. همدارنګه د افغان جرمن انلاين په پروتال کې په ۲۰۱۵ کال خپور شوی دی.
45. منارنجات، یاد ګار فداکاری مردم پکتيا و وزیرستان، د چاپ ځای : ۱۳۹۶م. کابل
46. جايګاه داودخان در تاريخ نوين افغانستان، خپرندويه ټولنه : دانش خپرندويه ټولنه، ۲۰۱۶م. کابل
47. تاريخ چیست و مؤرخ کيست ؟ خپرندويه ټولنه: دانش خپرندويه ټولنه ۲۰۱۷م. کابل
48. داود خان، دولتمداری قاطع و با وقار افغانستان، خپروندويه ټولنه : افغان جرمن آنلاین
49. رهبران بزرګ و کارنامه های سترګ، ۲۰۱۸، د عازم خپرندويه ټولنې له خوا د چاب لاندې دی.
50. برخی برسی ها و معرفی برخی آثار مؤلفان افغان ( ۳۴ مقالې = ۴۸۷ مخه )

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply