عمر زاخېلوال ته

سيد حسين پاچا

0 1,056

استاذ عمر زاخېلوال ته :

دا شيګڼی خو پرون پر تا او کرزي دواړو بې باوره وو

د هېواد له داسې جاهله لېرې ګرځه چې خپل دوست ودښمن، ملي – اسلامي ګټې تعريفولی نه شي

له ده سره يارانه د ولس پر وړاندې له خپل وجدان سره ظلم دی

ښاغلی عمر زاخېلوال،

تاسې او ستاسې پلار قاضي صاحب يا په بله مانا ستاسې د پلار و زوی دواړو شاګرد يم او د خپل يو استاذ په توګه مې ستا يارانه د يو ډاکټر په توګه له دغسې يو جاهل مرکب سره نه پېرزو کيږي. لږ تر لږه تاسې دې خپلو زده کړو ته څه ځواب لرئ؟

تاسې د بې باورۍ خبره کوئ، خو همدا شی چې تا يې په اوږه ورته لاس اېښی د يو منافق پر خوله چې په غاړه کې يې ورته پړی اچولی او دوکان پر دوکان يا مارکېټ پر مارکېټ يې د خپلو ګټو لپاره ګرځوي او بولۍ ته وړاندې کوي پر غيرمسلم باور کوي، خو تر پرونه يې پر تا او پر کرزي او نن يې پر غني نه کوي. که سبا ته بيا ته او يا بل څوک راشي او پر خپلو ملی – اسلامي ګټو ودريږي او د دوه مخي ګټې ترلاسه نه شي دا به بيا همدغسې خرډګ وي لکه پرون او نن چې دی. د ډيوه راډيو د خبريال محمد اکرم خپلواک پر خبره چې د دې شي واک د مقتدرې حلقې په لاس کې دی. هغه مقتدره حلقه خو تر پرونه پر تا و کرزي بې اعتباره وه او پروېز مشرف يې په زغرده له ګارډين سره په مرکه کې ويلي وو چې طالبان بيرته موږ راوزږېول چې زموږ نيابتي نامشروع جګړه مخته شي.

Musharraf: Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop

In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban.

  • In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistanin the back”. But now the time had come to “totally cooperate” with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is “the last hope for peace in the region”.

  • “In President Karzai’s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously, we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.”

که تاسې و کرزي کې لږه متره وي او يا خپلې ملي اسلامي ګټې درته ارزښت لري، نو خپل ځان به پخپله هېنداره کې وګورئ او کنه نو د خپل لالچ لپاره به ورسره نژدې کېږې.

دوستي د هر چا خپل کار دی، خو ستا و د احدي لپاره له داسې خرډګانو سره يارانه هغه اسلامي ارزښتونه خو څه کوې، بلکې له خپلو زده کړو، هېوادنۍ ژمنتيا او له خپلو ضميرونو سره زياتی دی.

ستاسې ضمير به تاسې ته دا اجازه درکړي چې باجوه و ملتانی دوړن مو استازولي وکړي؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

زاخېلوال: د سولې هوکړه کې دواړه لوري يو پر بل بې باوره دي

http://www.taand.com/archives/143568

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply