د اداري ژوند ښه مديران شئ

 عبدالوافي نایبزی

0 817

۱ – تل چې درڅخه د يو کار کولو څومره تمه کېږي، هڅه وکړئ، چې له هغه ډېر ترسره کړئ. دا يوازې تر دندې مه محدودئ، هڅه باید وکړو، چې د ژوندانه په ټولو برخو کې دا ځانته اصل وګرځو. د دې اصل په پلي کولو سره به موږ په کارځای او ټولنه کې ډېر زر د پام او اعتبار وړ وګرځو . مثلاً که کله درڅخه د يو څېز په اړه کومه مشوره وغوښتل شوه، نو پر خپل یو نظر ورکولو سره بسنه مه کوه، بلکې څو نظرونه ورکړه…دا به مو په ژوند کې تل د نورو څخه یو ګام وړاندې ثابت کړي.

۲ – په اداره يا کارځای کې لومړی شخص اوسئ، چې د وخته حاضري ورکړئ، د یو مشهور سیاحتي شرکت مشر جېمز تورنتون James Thoronton وايي، چې تل هڅه کوم په خپل کار ځای کې له نورو وړاندې حاضر اوسم، دا کار ماته دا موقع راکوي، چې خپل ورځني کارونه مهالوېش کړم او خپل تمرکز پرې زیات کړم، خپل اضافي برېښنالیکونه پاک کړم او تل داسې انګېرم چې له نورو یو ساعت مخکې یم.

۳ – هره ورځ له خپلې کورنۍ په اړیکه کې اوسئ، بېلېن هان د څو نړيوالو هوټلونو څښتن دی، په دې اړه وايي:
«د کورنۍ سره اړیکه ماته یو ډول د تعادل احساس راکوي، زه په دې کیسه کې نه یم، چې چېرته یم، خو زه باید هره ورځ يو ساعت کورنۍ له‌پاره ځانګړی کړم، زه هر سهار د مېرمنې سره په خبرو پيلوم، کوچنیانو ته مې پېغامونه لېږم او په لمر لوېدا سره یو وار بیا د مېرمنې احوال اخلم.»

۴ – د شرکت يا کارځای مختلفو برخو ته مو سر ورښکاره کړئ، د MMGY د بازارموندنې شرکت رییس کلېټون ريډ په دې اړه لیکي، چې زه هره ورځ د خپل کاري ټیم مخامخ ليدل کوم، دا کار دې د پاره ډېر ښه وي تر څو د خپل شرکت د عملي چارو څخه په ښه ډول خبر شم.

۵ – تل هڅه وکړئ، خوښۍ‌بښونکی و اوسئ… که غواړئ، چې په هر چا ګران واوسئ، نو سر د نن څخه د جديت ماده لرې کړئ، باور مو وشئ، که هر ورځ په کارځای/ژوند کې کومه ټوکه وکړئ، او د نورو د خندا لامل شي، نو تاسې به تر ټول ګران شخصیت و اوسئ!

۶ – اړيکې جوړې کړئ، موږ ټول څه نا څه هره ورځ نویو خلکو سره ګورو، آیا کله مو فکر کړی‌دی، چې نوي ملګري جوړ کړو، همدا نوي ملګري مو کېدای شي، یوه ورځ ښه کارمند، ښه امر، ښه رییس، ښه ګاونډی، ښه ټولګیوال، ښه ملګری يا ښه خپلوان شي. تل باید هڅه وکړو، چې په هر ځای کې د نویو خلکو په ليدو د هغوی سره د Network جوړولو په فکر کې شو.

۷ – بریا مو له یو بل سره تړلې ده، یو عالم پخوا ويلي وو، چې متحرک څيزونه او جسمونه به تل د «حرکت» لور ته تمایل لري او ساکن څېزونه به تل د «استراحت» لور ته تمایل لري، نو موږ د ژونديو موجوداتو په ډول اړ یو چې د کارونو په ښه ډول ترسره کولو له‌پاره له یو بل مرسته وغواړو، موږ باید هڅه وکړو، چې د هر کار نوعیت ته وګورو او بیا ورته بېلابېل ملګري/همکاران ولري، دا کار به مو په ژوند کې د سترو بریاوو پوړیو ته ورسوي.

۸ – ځیني شیان تل له‌ځانه سره ولرئ، د یو عالم په ویناوو کې مې ډېر پخوا لوستي وو، چې ویل، زه تل خپل موبایل او د پلي‌ګرځېدا بوټونه ځان سره نږدې ږدم، موبایل د دې په خاطر که هر کله له استراحت پاڅېږم، نو زر يې ګورم، چې د خپلوانو، ملګریو او یا له دفتر څخه کوم پېغام نه وي راغلی او بوټونه مې د دې د پاره ږدم، چې ورته ګورم، نو تل پلي‌ګرځېدا ته هڅول کېږم، اوس نو تاسې خپلې اړتیاوې وګورئ، ځينې ملګري تل له خپله ځانه سره موبایل او کتاب د استراحت پر مهال ږدي، ځینې بیا لپټاپ او ځينې بیا هم تسپې او جاي‌نماز.

۹ – تل ستونزې ته د فرصت په سترګه ګورئ، ښايي ډېرو ته عجیبه واوسي، چې څرنګه یوه ستونزه، فرصت وګڼو، خو وار مه خطا کوئ، ځکه یو عالم وايي، چې هره هغه «ستونزه» چې تاسې ونه‌وژني نو فرصت دی، اوس نو فکر وکړئ، چې څرنګه يوه ستونزه په فرصت بدلولای شئ؟ او په اداري ژوند کې پیاوړي کسان/مدیران هم هغه دي چې ستونزو ته د فرصت په بڼه ګوري.

۱۰ – خپله هره ورځ ترسیم کړئ، ښه به وي، چې په ناڅاپي ډول هېڅ ورځ تېره نه کړو، ګورئ که تاسې چېرته د خپل ورځې له پلان خبر نه یاست، نو بریا به ناڅاپي خبره وي، که‌نه ناکامي مو ځان له‌پاره پلان‌شوې وګڼئ، هڅه باید وکړو چې هره ورځ له پيلېدا څخه وړاندې ۳۰ دقیقې کېنو او فکر وکړو، چې نن ورځ به څه کوم او پايله به يې څه وي!

۱۱ – د کارونو څارنه کوئ، خو د یو رښتيني مشر په ډول؛ د ادارو په ډېری مشرانو کې دا ستونزه وي، چې کوم کار خپله نه کوي، نو د نورو څخه يې ترسراوي جدي غوښتنه کوي، د معاصر مدیریت غوښتنه هم دا ده، که چېرې له لاس لاندې کارمندان لږ دقیق وڅارل شي او تر څنګ تشویقي رویه خپله کړو، نو ډاډه اوسې، چې ټاکل شوی کار، شوی وبولئ، تل په کار ځای کې د نورو سره په پراخه ټنده، مثبته رویه او نېک اخلاقو چلند کوئ.

۱۲ – نظرونو ته په خلاصه غېږه ښه راغلاست ووايئ؛ په ژوند کې به تل د نورو د نظرونو سره مخ کېږو، تل باید هڅه وکړو، چې د نورو نظرونو ته درناوی ولرو، او پلټنه وکړو، که چېرې رښتیا هم مقابل لوری په حقه وي، د نظر منښتې تر څنګ ترې مننه وکړو، چې نېک نظر يې شریک کړو، اوس دا نظرونه که چېري په کار ځای کې واوسي، نو هېڅ‌کله باید داسې ونه انګېرو که د چا د بدلون نظر ومنو نو اداره به ړنګه شي، کوښښ وکړو، چې پر نظر، نظر واخلئ، خپله به د تاييد او رد پايلې ته ورسېږئ!

۱۳ – هره ورځ خپلو کلیدي همکارانو سره خبرې وکړئ؛ د خپل کارځای/ادارې له کليدي همکارانو سره باید هره ورځ وويني، د دې کار له ډېرو ګټو څخه یوه دا هم ده، چې د ادارې د تېرو ستونزو د حل او د شتو/راتلونکیو ستونزو څخه په ښه ډول خبرېږې، مخکې له دې چې د ستونزې سره ناڅاپي مخ شئ، لار او ګودر درڅخه ورک کړي، ښه به وي، چې له وړاندې ورته چمتو والی ولرئ، تر څو راتلونکې/احتمالي ستونزه په ښه ډول سره په فرصت بدله شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply