یو تخنیکي بحث:«سوله کول» که «سوله جوړول» – کومه اصطلاح سمه ده؟

 عبدالوافي نایبزی

0 791

د ۱۳۹۹ل د جدي په ۲۲مه نېټه ولسمشر غني د هېواد په کابل پوهنتون کې د سولې‌جوړونې اړوند لکچر وړاندې کړ، یو شمېر سنجیده ملگریو په کابل پوهنتون کې استادانو او زده‌کړیالو ته د ولس‌مشر غني د «سولې جوړوونې – Peace building» لکچر په اړه لیکلي چې «سوله» جوړېږي نه، بلکې سوله کېږي، دا اصطلاح يې نقد کړې‌ده. زه د چا په سیاست نه‌غږېږم، خو لنډه تبصره لرم، چې «سوله/روغه کول» Peacemaking او سوله جوړول Peace building دوه جلا اصطلاحات دي، چې جوت توپیر هم سره لري. ښه ده، چې په توپیر يې پوه شو:

لومړی، په «سوله/روغه کولو» کې عموماً درېيمگړی یا Mediator شتون لري، چې د دوه مخالفو ډلو-ټپلو تر منځ سوله وکړي، چې په دا ډول «سوله» کې عموماً په ډلو باندې محدودیتونه کم وي، یانې دا د روغې کوله یوه non-restrictive عادي پروسه ده.

بالعکس، «سوله‌جوړوونه» بیا یوه حقوقي اصطلاح ده، چې د دوه یا څو ډلو له جگړې وروسته – Post Conflict ترسره کېږي، درېیمگړی یا د Mediator په نوم په‌کې څوک نه‌وي، بلکې د تضمین په ډول په‌کې په لویه کچه ولس/هېواد/سازمان یانې دلته سوله کول کومه عادي پروسه نه‌ده، بلکې د سولې جوړونې له‌پاره د نړۍ په کچه ځانگړې محتوی شتون لري، په ۲۰۰۰ز کال د نومبر په ۱۳مه، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له لوري ورته ځانگړنې هم مشخصې شوې‌دي، چې په لویه کې فساد سره د مبارزي څخه ملاتړ، بشردوستانه مرستو باندې تاکید، د ایډز او نورو لویو ناروغیو سره مبارزه په‌کې شامله ده.

په اوس وختونو کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د ابراهیمي راپور Brahimi Report پر بنسټ «سوله‌جوړونې» اصول ټاکلي دي، د براهيمي راپور څخه موخه د ملگرو ملتونو د سولې چارو یا United Nations Peace Operations په اړه له وړاندې څخه ټاکل‌شوي پینل راپور دی، چې دې ادارې ته يې وړاندې کوي. د ملگرو ملتونو د سولې چارو راپور معمولاً د «براهیمي راپور» په نوم یادېږي، اخضر ابراهیمي د ملگرو ملتونو الجیریايي ډيپلوماټ وو، چې تر ۲۰۱۴ز د سوري له‌پاره د عربو اتحاديي یا Arab League ځانگړی استازی هم وو. اخضر له ۱۹۹۱ څخه ۹۳ز پورې د الجیریا د باندینۍ چارو وزیر هم وو.

په ۱۹۹۹ کې د ملگرو ملتونو عمومي سرمُنشي کوفي عنان، چې ملگري ملتونه يې د روانډا هېواد د ۱۹۹۴ز کال د نسل‌وژنې په مخنیوي پاتې وبلل، پرېکړه وکړه چې د سولې‌جوړونې په چارو کې یو بورډ رامنځ‌ته کړي، په‌دې بورډ یا پینل کې باتجربه اشخاصو شتون درلود او د سولې چارو په برخه کې يې خپل نظریات او سیستم‌جوړونې باندې کار کولو، د دې پینل مشري اخضر ابراهیمي کوله.

نو خبره مې دا کوله چې «سوله‌کول» یوه عادي او عامیانه اصطلاح ده، چې موږ يې هم په ورځني ژوند کې ډېره اورو/کاروو، خو «سوله‌جوړونه» کاملاً جلا یو تخنیکي بحث او جلا باب دی، چې له وړاندې څخه ورته یو لړ اصول وضع شوي‌دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply