د ښاغلي کرزي د پام وړ

سيد حسين پاچا

0 626

د ښاغلي کرزي پاموړ :

د حق خبره ترخه، خو منښته يې سخته وي

که ستاسې غوندې مشران لرو، نو رښتيا چې هېڅکله به يو ملت نه شو

 

که په موږ کې سړيتوب وای، نو د مشرف غوندې يو تور کوني به پر موږ لروبر ملنډې نه وهلې او نه به يې پر يو و بل نومونو تورنولی او ځپلی

 

 

جوبايدڼ مه ګرموئ! موږ خو د کُردانو، ترکانو او عربو په شمول د خپل زوړ يار له لاسه کړيږو. چا چې زموږ شا رګ راپرې کړی، چا چې کُردان په ايران، عراق، ترکيه وسوريه کې سره وېشل، چا چې د عربانو په لمسون عثماني خلافت دړې وړې کړ. د هماغه زوړ يار او د مغولو وارث ((رياست)) بيا د جهاد او د اسلام په نامه سره له خپل شعاره ((واعتصموا بحبل الله جميعًا)) پر اوو ډلو ووېشلو او تر ننه لا له اسلام او پښتونولۍ سره سره يو نه شو. غوباړی دې شروع کړی کله ښکته او پورته، کله آخوا او کله دېخوا منډې وهې. ان تر دې چې لندن ته دې هم د هغه چا پوښتنې لپارې راغلې او خپله لکۍ دې ورته ووهله چا چې زموږ سل کلنه ړنګه او موږ يې دې حالت ته راوستو او ورور يې بيا په ډېره سپين سترګۍ نور تازه ګلان ودوړول.

 

خوشال بابا :

اتفاق په پښتانه کې پيدا نه شو

ګنې ما به دمغول ګرېوان پاره کړ

د مغل دپاره ما تورې وهـــــــــلی

پښتنو به راته کړی ډېری کنځـــــلی

چې دستار تړي هزار دي

د دستار سړي په شمار دي

 

ښاغلی کرزی،

جوبايډن مه ملامتوه!

لږ پخپل ګرېوان کې سر کښته کړه او ښه سوچ وکړه چې هغه اسلاميت خو پرېږده چې که د انسانيت لږه متره او احساس مو لرلای، نو موږ به چا د روسانو له وتو سره سم چا ته نه پرېښوولای. زده کړه نه وه او ذهنيت ټول داسې جوړ شوی وای چې تش په نوم د اسلام و د جهاد کليمه راته په خوله کې اېښوول شوې وای، خو دا چې مو څه وکړل او نه کړل ايا له اسلامي ارزښتونو سره يې سمون خوړ او يا نه چې دا بيله خبره ده.

 

مکار ديکتاتور پروېز مشرف :

Musharraf: Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop

In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban.

·        In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistan in the back”. But now the time had come to “totally cooperate” with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is “the last hope for peace in the region”.

 

·        “In President Karzai’s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously, we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.” 

 

د ميرزا اسلم بيګ خبره :

بينظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!

 

ښاغلی خانزاده مشره،

تا ته په ټول درناوي، خو له بده مرغه مخينه دې له داسې خلکو سره تېره شوې چې هغه يو هم زموږ پر درد نه خوړلی او نه به يې وخوري، خو څوک دې وروڼه دي، څوک دې دوستان دي او څوک دې بيا خوګانې دي، تاسې خو به چا ته ځان ورور او دوست کوئ، خو ته نه چا ورور کړې او نه يې دوست کړې.

 

ښاغلی خانزاده مشره،

د موزيګي شکېدليه کټه

چې سر دې راټينګوم لنګه دې ځينه

هغه بغرۍ شيري رحمان د بېنظيرې خور هم ستا خور ده چې له شتونه مې منکره وه. چيرته چې خارښتي دی او يا خارښتۍ ده، نو ستا ورسره يارانه ده. کله يو چا او کله بل چا ته ورخوشې يې او ارام دې نشته.

 

پاتې شوه د جوبايډن خبره،

له تاريخي پلوه د خوشال له وخته زموږ ورښ اوبه وړی، کنه :

نو موږ به د مغُل پر ځای د ننني ظالم رياست ګرېوان پاره لا څه ان چې ورمېږ پرې ورمات کړی وای، خو له خپلې ناپوهۍ، ځان نه پېژندنې او بې اتفاقۍ نه کړېدلی.

 

ښاغلی خانزاده مشره،

تاسې خو دې طالبي ستانکزي او ملا بردار ته خو هم ووايه چې تر څو به د عربو پر غوښو پسکې ولې؟ او تر څو به د همدې مشر لالا او د جوبايډن پر ډآلرو (مالياتي پيسو) خپل وروڼه وژنې؟ تر څو به خپل هېواد ورانوې؟ او تر څو به د پروني مغُلي او د ننني پنجابي رياست لپاره د مذهب په نوم جنګېږې؟ په داسې حال کې چې مشرف په زغرده له ګارډين سره منلې، نو بيا ولې له همدې طالبي مشرانو سره د همدې رياست په نغوته مسکو ته د بښنې لپاره ولاړې؟ تاسې به څوک بښي؟ دا ملت او الله تعالی او که نور؟

 

طالب دې چې ورور دی، نو بيا دا ورور دې ولې له ولسمشر سره خبرو ته نه شې کښېنولی؟ که مو رياست او يا مشر لالا او يا بل هر څوک مخه نيسي، نو تاسې څه کولای شئ؟ کړنې او څرګندونې په زغرده د هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې دي، نو بيا ولې د جوبايډن څرګندونې پر ځان بدې وګڼو؟

 

همدغه طالبي ورور دې د رياست په نغوته له مشر لالا او نورو سره خبرو ته تيار وي او خبرې کوې، خو له ولسمشر غني سره پرې بيا پيريان راشي او د پېرياني غوندې لغتې وهي. د جنياتو (پيريانو) باچايان خو موږ يو، که سم جنيات ورسره وي، خو چې ترې پورته يې کړو او که د مکر جنيات (پيريان) ورسره وي، نو په دغه مکر به يې ته پوه يې چې چا پرې کېنولي دي او څوک يې ترې پورته کولای هم شي.

 

ښاغلی خانزاده مشره،

تاسې خو يو ځل له هغه مفسر او محدث مشرانو خو هم وپوښتئ چې څه يې وکړل؟ يو څوک چې د ((واعتصموا بحبل الله جميعًا)) له ويلو سره سره هغه خپل ستر لوی حزب سره يو نه شو کړای، بلکې خبره ترې نوره هم خرابه او وشړېده او لا به نوره خرابيږي او شړيږي، نو بيا ولې منکرېږو؟

 

د خوشال بابا له زړه خوړۍ چې ورته ګورو :

د مغل دپاره ما تورې وهـــــــــلی

پښتنو به راته کړی ډېری کنځـــــلی

 

موږ چې د جهاد باټې وهو چې روسان مو مات کړل او شوروي اتحاد مو ړنګ کړ، خو نن دومره ناتوانه يو چې پخپله چرګۍ له يو زړه سواند او خواخوږي ولسمشر سره نه شو راټولېدای. د رياست پر دالو او د عربو پر غوښو او د مشر لالا پر ډالرو هلته د عربو پر چرګۍ پسکې ولو، خو د دې جوګه نه يو چې پخپلو کې سره کښېنو. په جهادي پير کې خو د مشر لالا وسله مو غاړې ته پرته وه، خو نن د چا پرته ده؟ روزونکی خو هر اړخ ته هماغه يو دی، خو د تغذيې لارې بدلې شوي چې دا د تغذيه لارې به تا وطالب او رياست ته روښانه وي چې له کومه کيږي او د څه موخو لپاره جګړه اوږديږي؟

 

راشئ چې په ايمان يې ووايو چې همدې ولسمشر پوتين د نننۍ روسيه لپاره څه وکړل؟ هغه ماته وګوډه روسيه چې موږ يې د ماتولو دعوه کوو هغه نن بيرته پر پښو ودرېده او ان په نړيوالو مسايلو کې مشر لالا ننګوي لکه چې په يوکراين، جورجيا، کريميا و سوريه کې وننګولو، خو زموږ څه حال دی؟ ځه دا نر يې ته او دا واک يې ستا، ايا ستانکزی و ملا برادر به وکولی شې چې له غني سره يې مخامخ خپلمنځي خبرو ته کښېنوې؟ چې ټرټ نه شې کولی، نو بيا غلی کښېنه او د چا په دروازو کې مه ودرېږه!

 

موږ د ملت جوړونې استعداد لرو، خو که څوک موږ ورته پرېږدي، خو څوک مو ورته نه پرېږدي. د دې دوه – درې علته دي :

·         يو خپله بې اتفاقي،

·         دويم د نورو شيطانت (لمسون)

·         درېيم زموږ منښته او ناپوهي

 

د ښاغلي امرالله صالح په يوولسو شرطونو کې هم همدې ټکي ته اشاره شوې :

د جګړې پټ اړخونه څه دي؟

Ø      يولسم شرط :

د ډيورنډ کرښې آخوا له پښتنو مشرانو سره خپلې اړيکې پرې کړئ. که افغان حکومت غواړي چې پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي بايد د پاکستان له حکومت څخه اجازه واخلي. موږ به هم همداسې کوو. هڅه دې وشي چې پښتانه سره بيل (جلا) شي. کوز پښتانه بايد خپله سياسي قبيله سياسي قبله اسلام اباد وګڼي او د نورو پښتنو قبيله قبله بايد کابل وي.

 

ايا د يو سپينروبي او خانزاده مشر په توګه به دا درته ښه نه وي چې د دولت وحکومت د پښو وهلو پر ځای د دولت وحکومت ملا وروتړې؟ مسکو ته چې تللی شوې، نو ولې ارګ ته تللی نه شوې چې د ولسمشر غني ملا دې ورمضبوطه کړی وای؟ څه دې وکړل؟ او څه دې لاسته راوړل؟ هسې دې خپل ځان سپک کړ.

 

ديدن مې کور ته پسې يووړ

په قدرمن اشنا مې ځان بېقدره کنه

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

کرزی هم د جوبايډن هغو څرګندونو قهرولی چې وايي افغانان به هېڅکله يو ملت نه شي

http://www.taand.com/archives/144074

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply