خليلزاد او کرزی د يوې سوړې ماران دي

سيد حسين پاچا

0 1,156

خليلزاد او کرزی د يوې سوړې ماران دي :

زوړ شيطان تر پايه له خپل شيطانت او ګمراهانه غوښتنو لاس نه اخلي

خليلزاد د عراق تجربه تکراروله او همدېته يې خبره جوړه کړه

 

د امريکا لپاره د خليلزاد ټاکنه د افغاني ډيالوګ لپاره يوه ناسمه مشوره وه. خليلزاد نور بايد له مينځه ووځي! ولس نور مزاحمتي او دوه سری حکومت نه شي منلی

 

نوټ : ((ومن يهن الله فما له من مکرم [الحج : ۱۸])) او ((ومن يضلل الله فما له من هاد [الرمز : ۳۶])) الله تعالی چې څوک سپک کړي، نو د درنښت يې بيا څوک نشته / بيا يې څوک درنولی نه شي او څوک چې بېلارې کړي بيا يې بل لارښود نشته. خوښه د زوړ بوډا او د دبله مارانو يې چې له پيله تر پايه يې له خپل شيطانت او نامشروع هيله و ګروهه ((عُقده)) وپاللـه. پوه انسان بايد له خپل نيوي واخروي اهانته ځان وساتي.

 

 

ښاغلی خليلزاد و خانزاده مشره،

ولس له تاسې په خورا درناوي هيله کوي چې نور له ولسمشر غني څخه په ارام شئ. نور يې په ارام پرېږدئ او کار وچوپړ ته يې خوشې کړئ.

 

همدرانګه له خپل پخواني جهادي مشر ښاغلي حاجي دين محمد په درناوۍ هيله کوم چې تا ته خو اصلاً په کار نه ده چې د غني پر وړاندې د عبدالله لکۍ پورې نښتی يې. تاسې خو يو پلا ښه ژور سوچ وکړئ ولې؟

 

د ښاغليو ډاکټر عمر زاخېلوال او احدي لپاره به همدومره بس وي :

صحبت صالح ترا صالح کند

صحبت طالح ترا طالح کند

 

له ډاکټر عبدالله، فضل احمد معنوي، همايون او داسې نورو دبله مارانو سره يارانه ستاسې لپاره داسې ده لکه د آهنګر دوکان که هلته بنۍ هم ونه وهئ، نو ايرې او د اور بڅرکې به درالوځي او له غني سره يارانه داسې ده لکه د عطار سره يارانه، که په حکومت کې ورسره هم نه ياست، خو چې مخالفت يې ونه کړې او ارام کښېنئ، نو بدنام او بد بوي به نه شئ. تاسې دواړه خو لږ په دې خپل ګرېوان کې سوچ وکړئ چې له اخلاقي پلوه تاسې دواړه له ګروهمن عبدالله او فضل احمد معنوي سره جوړ راځئ يا نه؟

کند همجنس با همجنس پرواز

کبوتر با کبوتر باز با باز

 

اګر چې احدي خو يوځلې مخکې د بيات د موبايلونو په معامله کې خپل ځان پر يو موبايل پلورلی وو، نو يو څوک چې دومره حريص شي، نو له هغه به انسان څه د سړيتوب تمه وکړي؟ احدي دې په دې پوه شي چې نور دی د تاريخ يوه پاڼه شو او راتلونکی نسل او تاريخ به پرې قضاوت وکړي.

 

له ښاغلي سياف هيله دا ده که پر خپل علميت باور لري، نو د اسلامي ارزښتونو پيغام ډېر روښانه دی او کتاب الله په روښانه او زغرده پيغام کې داسې وايی :

يا ايها الذين امنوا اتقوا الله وقولوا قولاً سديداً يصلح لکم اعمالکم الخ… [الاحزاب : ۷۰۷۱]

 

اجماع واصلاح په سپينه خبره کې ده، نه په شخصي غوښتنو او نامشروع مصلحتونو کې اوس خوښه د ښاغلي سياف ده چې د الله تعالی او د عبدالله + کرزي دواړو او دبله مارانو ترمينځ يې د چا پلو نيسي؟ اساسي قانون هم ورته روښانه دی، نو يو څوک چې الله تعالی له پامه غورځوي او دبله مارانو ته ارزښت ورکوي، نو پخپل ايمان دې وويريږي.

 

د افغان ولس له امريکا په تېره بيا له ولسمشر ټرمپه دا ده چې نور د چا ناسمو، نامشروع او ګمراهانه مشورو او غوښتنو ته ارزښت ورنه کړي. خپل اصل او تګلوری په پام کې ونيسي. خپل، زموږ او نړيوالو اصولو او قوانينو ته درناوی وکړي. ولس له امريکا غواړي چې نور موږ او ولسمشر غني ته ستونزې جوړې نه کړي او خپل تېرې د لسيزو لاسته راوړنې له پامه ونه غورځوي.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

اشرف غني، د کرزي لخوا عبدالله ته د دولتي څوکۍ غوښتنې وړانديز رد کړ

http://www.dawatmedia24.com/%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86%db%90-%da%86%d8%a7%d8%b1%db%90%d8%8c-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87%d8%8c-%d8%b1%d8%a7%d9%be%d9%88%d8%b1%d9%86%d9%87/%d8%a7%d8%b4%d8%b1%d9%81-%d8%ba%d9%86%d9%8a%d8%8c-%d8%af-%da%a9%d8%b1%d8%b2%d9%8a-%d9%84%d8%ae%d9%88%d8%a7-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%af%d9%88%d9%84%d8%aa%d9%8a/

امريکا غواړي د غني د لوړې مراسم وځنډيږي / رويټرز

https://www.pashtovoa.com/a/us-wants-afghan-president-to-postpone-planned-inauguration-/5302603.html

خليلزاد له غني او عبدالله د لوړو د مراسمو ځنډول غوښتي

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51626043

رويټرز : خليلزاد غني ته ويلي د لوړې مراسم وځنډوي

http://www.taand.com/archives/145115

غني : افغانستان دايمي دوست او دښمن نه لري

http://www.taand.com/archives/145117

ارګ : په هر شان به ولسمشر د پنجشنبې پر ورځ لوړه کوي

http://www.taand.com/archives/145119

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply