د طالبانو د لوړو زده کړو د نالوستي لوړپوړي چارواکي د پام وړ

سيد حسين پاچا

555

د طالبانو د لوړو زده کړو د نالوستي لوړپوړي چارواکي د پام وړ :

ستونزه په اسلام کې نه، بلکې ستونزه ستا پخپل بېځايه لجوجت ((سرتنبه ګۍ)) او ناسم پوهاوي ((تعبير)) کې ده

ندا محمد نديم : که زه يو ځلې يو ځای ((واک)) ته ورسېږم، نو زه به له دوی نه وزرې غوڅې کړم

هغه وخت خلکو په ننګرهار کې عبدالقهار بلخي ته ستا د دې څرګندونو يادونه کړې وه. بلخي ورته ويلي وو ((اوس د دې خبرو وخت نه دی)) او هر څه به سم شي، خو دی له يوې ورځې بلې ته لا سختې خېځکې وهي

پاملرنه :

د ګرانو هېوادوالو د لا پوهاوي لپاره دا اړينه بولم :

کله چې طالبان د دويم ځل لپاره واک ته ورسېدل، نو ندا محمد نديم د ننګرهار د امنيه قوماندان په توګه وټاکل شو. ده زموږ په ننګرهار کې خپلو اړوندانو ته د ننګرهار د هغه وخت د ښځو د مظاهرو په تړاو ويلي وو :

((زه چې يوځلې يو ځای  ته ورسېږم (( واک تر لاسه کړم))، نو زه به د دوی دا وزرونه ورپرې کړم)).

نوموړی هغه وخت  د ننګرهار د امنيه قوماندان وو چې ښځو په ننګرهار کې په لومړيو ورځو کې مظاهره کړې وه. د کار او زده کړو حق يې غوښتلو او ده دا خبره کړې وه.

دی زموږ د شينواري عبدالباقي حقاني پر ځای له بل ځای نه دستوري رااستول شوی چې د هېواد ملي – اسلامي ګټې نه، بلکې د نورو څارګرو ځالو او نظامي چارواکيو ستراتيژيکې موخې تعقيب او يوه پر يوه عملي کړي. د ننګرهار له امنيه قوماندانۍ د کابل والي وټاکل شو او له هغې وروسته سيده د لوړو زده کړو وزارت ته وټاکل شو. بېګانه عاجلې ګومارنې د ځينو مشخصو موخو د پلي کولو او تر سره کولو لپاره ترسره کيږي، نو د نوموړي ګومارنه هم له يو لړ حقوقي پوښتنو لاندې ده. ده د نجونو له زده کړې او د مېرمنو له کار سره لا خپله ګروه ((عُقده)) او نه پخلا کېدونکی ناباندېوالی وختي يوځلې په ننګرهار کې ښکاره کړی دی.

نوټ :

د ده د دې خبرې د صحنې شاهد هم شته چې هغه هلته په وخت او هغه صحنه کې ولاړ وو چې ده دا خپله ګروه ((عُقده)) او دښمني لا هماغه وخت څرګنده کړې وه.

دی دې – دې ولس ته په پوره ايماندارۍ ووايي چې ده دا خبره نه ده کړې؟

همداسې اميرخان متقي هم يو چا ته ورته خبره کړې وه. هغه ته يې زنګ وهلی وو او ځانته يې غوښتی وو او ورته يې ويلي وو چې تاسې دا د پوهنتون لګښتونه خلکو ته مه ورکوئ او تاسې بايد له دې وروسته هغه پيسې د هغوی پر ځای زموږ مجاهدينو ته ورکوئ. موخه يې هغه غريب او کمزوري اقتصاد والا محصلين ول چې هغوی د پوهنتون لګښتونه او پيسونه ورکولی نه شول، نو ده د محصلينو د زده کړې هغه لګښتونه د خپلو مجاهدينو ((طالبانو)) لپاره ترې غوښتل چې تاسې بايد هغه زموږ مجاهدينو ته ورکړئ او له هغوی سره مرسته وکړئ.

دا يې هم ورته ويلي وو چې تاسې نور ښوونځي مه جوړوئ او د هغې پر ځای مدرسې جوړې کړئ، خو د نجونو ښوونځي به نه جوړوئ.

https://www.facebook.com/thekillidgroup/posts/1687147058154625/

د ننګرهار پخواني امنيه قوماندان او د کابل والي شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم هم خبرې وکړې او ويې ويل: په اسلامي نظام کې ادلون، بدلون يو مهم اصل دی او د اوامرو منل فرض دي.

https://bakhtarnews.af/%D8%AF-%D9%86%D9%86%DA%AB%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B1-%D9%86%D9%88%D9%8A-%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%8A-%D8%AF%D9%86%D8%AF%D9%87-%D9%BE%D9%8A%D9%84-%DA%A9%DA%93%D9%87/

د طالبانو اسلامي امارت

افغان جهاد او ۵۳ مثالي ځوانان

۴۷۵۰ مخونه

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونيکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هر څوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

د کرنيل تشخيص

مشرانو غوښتل چې زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوي کمانډران ټرينينګ کړم، د دغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان په کار ول چې ((هغه بايد دينداره)) وي او ((په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي)).

ديوعالم سوچونوسره له دې جلسې راووتلم اود يو نوي کار له پاره مې له تلوسې ډکې شيبې شمارلې. په دې برخه کې د افغان مجاهدينو مرستې ته اړتيا وه، نو مناسبه مې وګڼله چې د مولوي محمد نبي محمدي سره په اړيکه کې شم.

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو ليډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله.

د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما په کار ول هغه مې دلته پيدا کولای شول.

په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه د همداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.

***      ***      ***

تاند:( شنبه، د جدي ۱۷) د طالبانو د لوړو زده کړو وزير شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم نن په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاريو سازمان (OIC) له پلاوي سره ليدلي.

د نوموړي مطبوعاتي دفتر وايي چې شېخ نديم په دې ليدنه کې ويلي: (( موږ نه يوازې د افغانستان، بلکې د ټولو مسلمانانو لپاره د خير او پرمختګ غوښتنکي يو. ))

نوموړي د طالبانو د حاکمې ادارې تګلارې ته په اشارې ويلي : (( زموږ موخه د الله تعالی د شريعت پلي کول دي، چې د همدې کار له امله د کفري او ځينو اسلامي هېوادونو له نيوکو سره مخ کېږو.))

طالب وزير وويل چې اوسمهال اسلام ډېر غريب او د کفارو له برېدونو سره مخ دی.

نوموړي د اسلامي همکاريو سازمان له پلاوي څخه وغوښتل چې د افغانستان حالت د نړۍ له علماء کرامو او مخلصو مسلمانانو سره شريک کړي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې د اسلامي همکاريو سازمان د پلاوي مشر الشيخ دوکتور محمد الصغير په دې ليدنه کې ويلي : ((موږ راغلي يو تر څو له تاسو څخه په تأثر په خپلو هېوادونو کې اسلامي نظام په ښه شکل تشريح کړو.))

د طالبانو د اعلاميې له مخې، په ياد شوي پلاوي کې د مصر، سوډان، لېبيا او فلسطين مبارکې خاورې علما شامل وو.

مخکې ويل شوي وو، چې د طالبانو اميرالمؤمنين ملا هبت الله اخندزاده د اسلامي همکاريو سازمان پلاوي سره ليدنه رد کړې ده.

ګومان کېږي، چې دغه پلاوي به شېخ نديم سره د هبت الله د استازي په توګه ليدلي وي.

نوموړی د هبت الله اخندزاده له تر ټولو نېږدې سخت دريځو ملګرو ګڼل کېږي.

ښاغليه،

تاسې دين ((اسلام)) و مذهب مه پلمه کوئ، بلکې پر خپلې هغه پټې ګروهې ((عُقدې/کينې/کرکې)) چې تاسې يې د نجونو له زده کړو او د مېرمنو له کار سره يې لرئ له سره ښه غور او سوچ وکړئ. په ګرده اسلامي او نااسلامي نړۍ علماء او پوه خلک شته ان تر دې چې په غيراسلامي نړۍ کې داسې خلک او سازمانونه شته چې د هغوی خبره او نظر او وړانديز يې معقول او زموږ د مسلمان ومظلوم ولس په ګټه دی، نو دا د دې مانا نه ورکوي چې خدای مه کړه موږ دې زموږ اسلامي ارزښتونه ناديده وګڼو او نه اسلام او نه زموږ ټول ملي – اسلامي ارزښتونه او کلتور دا اجازه راکوي، خو ستا د نامشروع ګروهه ((عُقده)) او دښمنانه تګلاره چې تا په مخکې نيولې دا نه د اسلام د مبارک دين له ارزښتونو سره سمون خوري او نه له نړيوالو اصولو او ارزښتونو سره. دا چې ستاسې خپل هر اړخيز پوهاوی نيمګړی او ټکنی دی او لنډ اندي ياست، نو دا ستا خپله شخصي سليقه او غوښتنه ده. دا ولس د دې مکلفيت نه لري چې ستا دغه بېځايه لجوجت ((سرتنبه ګۍ)) او د نجونو له زده کړې او د مېرمنو له کار سره ګروهه ((عُقده)) پالنې ته سر ټيټ کړي او درسره يې ومني.

نجونې، مېرمنې، زده کوونکي، د پوهنتونونو محصلين او ټول ولس له تاسې او ستاسې له اسلامي امارت سره د حق په يو جګړه کې ښکېل دی او هغه د ا چې تاسې د تيارې وجهالت او ناپوهۍ تګلاره مخته کړې او ولس بيا د رڼا، پوهې او معقوليت تګلاره او غوښتنه رامخته کړې، نو دا په حقيقت اوس د ((علم)) او ((جهالت)) جګړه ده چې شروع شوې ده.

دا درته په زغرده او په ډانګ پېيلې وايم چې طالب له خپل لجوجت ((سرتنبه ګۍ)) او سرزورۍ لاس وانخلي او حق ته غاړه کښېنږدي، نو ژر دی چې د ولس له پراخ غبرګون سره به مخ شئ او د تېرو نورو رژيمونو او نظامونو په څېر به مو د لجوجت ((سرتنبه ګۍ)) او جهالت ټغر درټول او لکۍ به مو درټوله شي. تاسې بايد په دې پوه شئ چې ولس هر څه زغملی شي، خو ستاسې لجوجت ((سرتنبه ګي)) او ناپوهي نه شي زغملی. ولس به ختمي ځانته د حل يوه لاره پيدا کوي او مسووليت ((پړه)) به يې ټوله تاسې درګرځي.

ښاغليه،

شيخ صاحب نورمحمد ثاقب په ۱۹۸۷ – ۱۹۸۸ کلونو کې زما او د مولوي عبدالکبير ګډ استاذ تېر شوی. اوس هم ورته د خپل استاذ په توګه پوره درناوی لرم، خو سياسي تړاو نه لرم. دا اسلامي زده کړې يوازې تا نه دي کړي، بلکې لله الحمد په دې هېواد کې ډېرو علماو کړي دي او ټولو ته په ټول درنښت قايل يم، خو تاسې چې کومه تګلاره مخته کړې دا د هېواد په ګټه لا څه ان چې ستاسې د امارت په ګټه هم نه ده. خلک خو ستا د شخصي سليقې او ګروهې منلو باندې مکلف نه دي او که مکلف هم دي، خو هغه د رب العالمين ارزښتنونه دي نه ستا او نه ستا د بېګانه ګاونډي ملک نامشروع غوښتنې. يا به ته سمېږې او يا به يوې خوا ته کېږې. ستا لجوجت او سرتنبه ګي او د نجونو له زده کړو او د مېرمنو له کار يا په نورو روښانه ټکو چې ستاسې د ((جنسيتي اپارتايد)) پر وړاندې نور څوک غلي پاتې کېدای نه شي او تاسې مجبور ياست چې خپله کړنلاره مو له سره غور وکړئ او له تدبر او تفکر څخه کار واخلئ.

تاسې دا حق نه لرئ چې د ښوونځيو پر نجونو او د پوهنتونونو پر محصلينو او نورو کارمندو مېرمنو باندې هسې بېځايه تورونه ولګوئ. تاسې او ايمان مو چې تاسې له هيرا منډي خبر نه ياست؟ ايا زموږ ښوونځي او پوهنتونونه او کار ځايونه مو له هيرا منډي هم ناپاکه دي او که تاسې محضې د نورو په نغوته ګروهه پالئ. ولې؟ بيا لا دا وايی چې ((اسلام غريب دی)). تاسې ولې په خپلې سرتنبه ګۍ ((خپلسرۍ)) او بېځايه ګروهې ولې پاملرنه نه کوئ؟

وړانديز :

اوسنۍ واکمنه اداره چې د سيمه ييزو او نړيوالو څارګرو سازمانونو او شبکو د يو لړ توافقاتو په پايله کې رامينځته شوې دوه کار بايد وکړي :

  • يو دا چې د نجونو ښوونځي او پو هنتونونه خلاص او مېرمنو ته کاري چاپيريال برابر کړي،
  • دويم دا چې د لوړو زده کړو د وزير په تړاو عاجله پرېکړه وکړي او نوموړی يو لوري ته کړي.

شرم خو تاسې ته دی چې په يونيم کال کې مو يوه پاڼه پاليسي ورته جوړه نه شوای کړی، نو تاسې به حکومت څنګه وکړئ؟ حکومت خو په دې ډول نه کيږي لکه دا تاسې چې څه نخرې شروع کړي دي. له بنديزونو پرته نور څه لرئ؟ ايا دښمني، ناباندېوالی او ګروهه مو يوازې له زده کړو، نجونو او مېرمنو سره ده؟ اخر تاسې په دې مدرسو کې څه شی لوستی؟

ستاسې تعطيل ((ځنډ)) يا امر ثاني دا لايتناهي دی او دا له شريعت سره ښکاره په ټکر کې دی. تاسې مجبور ومکلف ياست چې ولس ته يې وخت معلوم کړئ. دا چې تاسې د نجونو د عصري علومو د زده کړې په تړاو په نړيواله کچه خلک ننګوئ ايا تاسې داسې دک ودليل لرئ چې په کوم دک ودليل مو تر نامعلوم وخته ځڼدولي او ولې؟ ايا تاسې د دې شرعًا حق لرئ؟ نه هېڅکله نه. له قرآني اړخه تاسې د دې دندې وړ نه ياست، نو تاسې څنګه په نړيواله کچه خلک ننګوئ؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

ملګري ملتونه: ‘افغانستان د کړکېچ نوي پړاو ته ننوځي’؛ طالبان وايي “د هېچا غوښتنې د فشار په ډول نه مني”

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-64198332

د طالبانو لوړو زده کړو وزير وروستيو څرګندونو ته د افغان ښځو غبرګونونه

https://khabarial.com/archives/30470

شيخ نديم: اسلام ډېر غريب دی، د شريعت د تطبيق په سر نيوکې را باندې کيږي

https://taand.net/?p=219216

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.