سيکولر عمران خان: امريکا بايد د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني

1,366

سيکولر عمرانخان :

امريکا بايد د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني

د هغه تش په نوم اسلامي اسارت او برده ګۍ به څه خوند وي چې د ذوالفقار علي بوټو د خبرې پر بنسټ سپين فيل يې ستا پر خوله په رسميت وپېژني؟

 

طالب د غلامۍ زولنې ماتې نه، بلکې لا يې د پنجابي اشغالي زولنې خپلو پښو او غاړو ته واچولې

 

نوټ : افغانان به هېڅکله هم د پنجابي اشغال اسارت ونه مني. پنجاب بايد د افغانستان د برتانوي زاړه استعمار (ښکېلاک) د تحت الحمايه خوبونه ونه ويني. پنجاب په سيمه کې د ناسور زخم يوه مېکروبي شوې دانه ده، خو د افغانستان په خوړلو به يې دا د ناسور زخم دا مېکروبي شوې دانه لا پسې مېکروبي او وشړيږي. د مجاهد، طالب او د داعش په نوم دې څوک زموږ د بربادۍ خوبونه نه ويني.

 

 

سرتنبه طالبه،

تا ته چې حميد فيض کابل ته راغی او د خپلې راوړل شوې وثيقې له مخې يې تا ته حکومت جوړ کړ تا ته څه پاته شول؟

 

سرتنبه طالبه،

د نړيوال بېشرمه دروغژن قريشي غوندې کسان چې ستا لپاره له چم ګاونډ او نړيوالو سره استازولي کوي، نو تا ته څه پاتې شول؟

د ډنمارک بهرنيو چارو وزير جيف کوفوډ وايي، هېواد يې په رسميت د طالبانو حکومت نه پېژني. نوموړي پاکستان ته د يوه رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره ګډې خبري غونډې ته وويل :

”موږ د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژنو، هغه څه چې اوس يې موږ په افغانستان کې وينو، خورا جدي وضعيت دی، موږ دې وضعيت ته اندېښمن يو 

ښاغلی کوفوډ وايي، که افغانستان د نړيوالو ترهګرو ډلو لپاره په يوه خوندي پټنځای بدلېږي، ”دا به داسې څه وي، چې پر موږ ټولو به اغېز وکړي او موږ يې بايد مخنيوی وکړو. 

د ډنمارک بهرنيو چارو وزير وايي، دوی به په کابل کې د هر حکومت په هکله د خبرو پر ځای د هغوی د کړنو پر بنسټ قضاوت کوي.

 

قطر هم درڅخه د ناهيلۍ په لور روان دی.

 

سر تنبه طالبه،

عمرانخان چې ستا په استازولۍ له ټولو ګاونډيانو سره خبرې کوي، نو تا ته څه پاتې شول؟

 

عمران خان وويل:” په يوازې سر د پاکستان له خوا د طالبانو په رسميت پېژندل، دومره زيات توپير نشي رامنځته کولی. که چېرې امريکا، اروپا، چين، روسيه، ګاونډي هېوادونه او ټول هغه هېوادونه چې په افغانستان کې له ګډوډۍ ډېر زيانمن کيږي که ټول سره يوځای شي او د طالبانو د په رسميت پېژندلو په هکله يوه ګډه پاليسي جوړه کړي، فکر کوم چې يواځې د پاکستان له خوا د په رسميت پېژندو په پرتله به يې تاثير ډېر وي.”

 

ايا دا به د تا لپاره شرم نه وي چې د پنجاب په لابيګرۍ يا په بله مانا دلالۍ دې څوک په رسميت وپېژني؟

لږ نه بلکې ډېر شرم خو اوس تا ته په کار دی چې رامينځته يې کړې، ويې روزلې، جنګ يې درباندې وکړ، ويې وژلې، ويې پلورلې او امريکا ته يې لاس تړلی او لوڅلغړ په لاس کې ورکړې، هلته يې پرې کلونه کلونه بندي کړې او هم يې خپلې غوجلې (تاڼې) درباندې ډکې کړې وې. هم يې خپله ووژلې، هم يې په نورو ووژلې او هم يې درباندې خپل افغانان ووژل. هم يې درباندې افغانستان وران کړ. د امريکا په زور يې واک ته ورسولې، خو اوس دې د هماغه امريکا له وېرې چې اقتصادي او نور نظامي مرستو بندېزونه به پرې ولګيږي، نو اوس دې په رسميت پېژندلی هم نه شي. خپله امريکا، اروپا، چين، روسيه او نورو ګاونډيو هېوادونو ته زارۍ کوي چې تاسې په رسميت وپېژني، نو تاسې په پيل کې څه ژمنې کړې وې؟

 

ايا په دې شل کاله جنګ ګې مو هېڅ ډول يوه فلسفي، شرعي او يوه معقوله پوښتنه مو ذهن ته رانغله چې موږ ولې جنګيږو؟ د څه لپاره جنګيږو؟ او متقابل دوه اړخيز تعامل به مو څه وي؟

 

زه خو ستاسې راتلونکې ښه نه وينم او دا ولس او نړۍ ته به تر څو له تاسې سره ستاسې د خپلو کړنو او ژمنو او هم د نورو د ژمنو چې ستاسې پر سر او استازيتوب يې له نړۍ سره چڼې وهلي او معاملې کړي دي؟

 

زه خو چې ګورم زموږ يو نژدې او راسره ښکېل ګاونډي اوس د ډارن او د تېزن سپي په شان دې حد ته رسېدلی چې مخامخ غاپي او شا ته پسکې ولي. خدای مه کړه داسې نه شي چې د مشر لالا يا د ذوالفقار علي بوټو په خبره ((سپيل فيل)) ترې ناراضه او له سختو اقتصادي بنديزونو سره مخ نه کړي. خدای مه کړه د تېر شان په مو يو ځلې بيا په سپين ميدان پرېږدي؟

هغه متل دی چې :

پر مرګ يې ونيسه درد ته خپله راضي کيږي.

 

مشوره

په دغه بڼه چې تاسې کوم حکومت روان کړی او يا مو اعلان کړی نه يې درسره څوک مني او نه يې سر ته رسولی شئ. د ښاغلي افراسياب خټک په خبره چې طالبان يو جنګي ډله ده. ښه جنګي ماشين دی، خو نوره سياسي تومنه نه لري يوه پرځای خبره ده.

د مولانا محمد خان شيراني په خبره چې دا د پاکستان او د امريکې جنګ دی او د مذهب په نوم يې طالب ته په څټ پورې تړلی او غاړه کې وراچولی دی.

په روښانه ټکو يې بايد درته ووايم چې طالب و مجاهد او نه داعش د حکومت لپاره روزل شوي. نه ورباندې داسې پانګونه شوې او نه نوره نړۍ غواړي چې ستاسې يومخيز ملايي حکومت د اميانو او بېسوادانو حکومت وزغمي. خوښه ستاسې چې رغنده لارې ته راګرځئ او که نه؟

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

 

عمران خان: امریکا باید د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني (pashtovoa.com)

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.