تېر يادونه

سيد حسين پاچا

0 755

تېر يادونه :

کعبې ته په ننوتو او راوتو، قسم او له الله تعالی چې څوک نه شرميږي، نو له ټاکنو انکار خو ورته معمولي خبره ده

دوی يوځلې نه، بلکې په ځلونو يې پخپلو کې سره ژمنې کړي او بيرته يې ماتې کړي دي، نو د ټاکنو نه منښته خو د ځان لپاره ثواب ګڼي

د مينځې مينځې کله شرميږي! ورکه دې هغه مينځه شي چې د بلې کالي پرېمينځي. د تېر جهادي پير د عبوري ((ائتلافي)) حکومتونو په خيال کې ډوب دي

نوټ : دا چې نن کله کرزي، خليلي ومحقق، عبدالله و رباني، حاجي دين محمد واحدي د يو او بل په کور کې راټوليږي مخکې هم څو ځله په راولپينډۍ، نشترهال يوځای وبل ځای ان د مکة المکرمة تر حرم وبيت الله پورې د پاکستان وسعودي وامريکا په زور سره راټول ان د هغوی د فشارونو له مخې يې سوګندونه سره وکړل، خو چې زړونه يې سره يو نه ول او موخې يې خرابې وې، نو يو موټی سره پاتې نه شول او د نورو په لمسون او هڅونه بيرته سره جلا او هر يو پخپله لاره ولاړ. نو د مصالحې و موازي حکومتونو په مرسته هماغه تېر کړه وړه بيرته تکراروي چې مسووليت به يې د دوی تر غاړې وي.

تاسې دې بېشرمۍ ته وګورئ چې محقق وخليلي چې بنسټ يې له قُمه سرچينه اخلي او دا نور بيا د پنجابي رياست له خُمه سرچينه اخلي د ستمي – اخواني د زوی په کور کې سره راټوليږي، خو احدي پکې له ځانه د شړومبو مچ جوړ کړی چې ښه ورسره نه ايسي. دا کچه (ديسي) افغانملتی د قُم و د پنجاب په خُم کې سور نه خوري او نه ورسره جوړ راځي، خو د واک لپاره يې پر دوو استخباراتي جالو لاس اېښی دی.

Saudi Arabia

The Monthly Newsletter

of the Royal Embassy of Saudi Arabia

Washington D. C., April 1993

Volume 10: 10, Number 4

Afghan Leaders sign National Reconciliation Agreement in Makkah

 

ذکرت والحجاج لهم ضجيج
ذكرتك والحجيج لهم ضجيج بمكة والقلوب لها وجيب
فَقُلْتُ وَنَحْنُ فِي بَلدٍ حَرامٍ بِهِ واللّه أُخْلِصَتِ القلُوبُ
أتوب إليك يارحمن مما عملت فقد تظاهرت الذنوب
فأما من هوى ليلى وتركي زِيارتَها فَإنِّي لا أَتوبُ
وكيف وعندها قلبي رهين أتوب إليك منها أو أنيب

زړه چې له الله تعالی پرته له نورو سره ګرو (تړلي) وي، نو هغه هېڅکله له خپلې خبرې نه اوړي او لارې ته نه سميږي. اګر چې ((لمونځ انسان له ناوړو کړو راګرځوي، خو موږ لا تر اوسه پکې ښکېل يو)). زموږ زړونه له رحمان او خپل ولس سره نه دي، بلکې له نورو سره دي، نوځکه تل نه منښتې او انکار مو عادت ګرځېدلی.

Afghan Leaders Seal Peace Accord

Fahd presided over a predawn banquet before the Muslims’ began their day- long fast for the holy month of Ramadan.

″This accord has been signed in the holiest of Muslim cities, and no one can dare break it,″ Sharif said. If anyone does, ″he will be answerable to God.″

Afghan President Burhanuddin Rabbani said he hoped the pact would turn ″a new page″ for his war-ravaged country and appealed to Saudi Arabia and Pakistan, as well as other Islamic countries, to help uphold the accord.

زموږ جهاديان او ملاتړي يې ډېر پر غاړه زورور خلک دي. رباني ومسعود خو ورغلي، حکمتيار، کرزی او نواز شريف ور روان دي. نه فهد شته، نه رباني او نوازشريف  د قاضي حسين احمد په خبره چترالی ملا ((رباني)) نوې پاڼه به کله رااوړي؟ اوس خو يې خپل پور اداء کړی، ولې قبر يې په ميليونونو روپۍ د برېښنا له درکه پوروړی دی. غريب خلک د يوې وچې مړۍ په ارمان دي، خو د نوموړي قبر ته برېښنا چالان وي او د برق پيسې هم نه ورکوي ځکه چې جهاد يې کړی دی.

تړون لاسليک نېټه : ۱۲ مارچ ۱۹۹۳

دی نيشن : ۱۱ مارچ ۱۹۹۳

ډان : ۱۳ مارچ ۱۹۹۳

Nawaz Sharif met Afghan warlords and religious leaders at his residence during Afghan peace talks in 1993.

مولوي محمد نبي محمدي خو داسې پرېشانه و وارخطا بريښي لکه پيريانو چې نيولی وي او يا د اعدام رسۍ ته يې ورپورته کوي. ځکه پرې د کابل هوا بده لګېده. تاسې ګورئ د الله تعالی وهنې ته چې له ضياء راواخله تر بابر، حميدګل، مشرف او تر نواز شريفه پورې په څه حال دي؟

  • واعتصموا بحبل الله جميعًا ولاتفرقوا
  • وجاهدوا حق جهاده
  • والذين جاهدوا بينا لنهدينهم سبلنا

ان الصلوة تنهی عن الفحشاء والمنکر

نن پنجشنبه ۲۷ د فېبرېوري دی، نو دا دی له سوګند راهيسې يې نژدې دوه اوونۍ وروسته يې ۲۷ کاله پوره کيږي، نو له دې وروسته به دوی څنګه سره يوځای شي؟

کړووړو او شعارو ته په کتو خو يې نه رښتينې کتاب الله راټينګ کړ او نه يې له تفرقه لاس واخېست، بلکې تر اوسه پورې پکې يووالی رانغی. نه يې د الله تعالی د رضا لپاره جهاد کړی او نه دا جهاد د الله تعالی د رضا لپاره وو، بلکې د نصيرالله بابر په خبره :

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

تاسې ورته ځير شئ چې د همدې ۱۹۹۳ ز کال د نوېمبر پر ۱۲ د افغانستان هغه خيالي تړون پوره کيږي او د مارچ پر يې دوی سره د زړه نه نه، بلکې د دنيا له شرمه د سولې تړون په نوم سره يو کړل، خو تر ننه سره يو نه شول. همدا اوس پخوانی ولسمشر کرزی اجماع و مصلحتي حکومت غواړي، خو عبدالله بيا موازي حکومت غواړي او نورو لا څه نه دي ويلي چې هغوی به څه غواړي؟

12 November 1893

In 1893, Mortimer Durand was dispatched to Kabul by the government of British India to sign an agreement with Amir Abdur Rahman Khan for fixing the limits of their respective spheres of influence as well as improving diplomatic relations and trade. On 12 November 1893, the Durand Line Agreement was reached.

دا چې حکمتيار او نور وايی چې موږ د الله تعالی د رضا لپاره جهاد کړی، خو رښتيني نه دي، ځکه بابر په زغرده چې څه ويلي او پرې وياړي، نو بيا زموږ د تي خورو خبرې هسې اپلتې دي. دوی جهاد نه، بلکې د نورو استخباراتي موخې يې تعقيب کړي او هېواد يې د پنجابي رياست لپاره د نصيرالله بابر په لمسونه وران کړی او ولس يې وژلی دی. که موږ خلق ديموکراتيګ ګوند (خلقيان وپرچميان) ملامتوو، نو زموږ هم خونده نشته او هېواد مو د نورو لپاره په کنډوالو بدل کړی دی.

په تأسف سره بايد ووايم چې ښاغلی حکمتيار پخپل ژوند کې له چا سره جوړ نه دی او نه نور له ده سره جوړ راغلي دي. همداسې يې دا نور دواړه ماويست وستمي – اخواني ((چترالی ملا)) درواخله. تېر ته په کتو نن به بيا د خپلو شخصي غوښتنو په پار د کرزي د چپنې لاندې راټول، خو ډېر ژر به د نوموړي چپن بيرته له ځانه لېرې او بيرته د قدرت (واک) جزيرې ځانته جوړې کړي. طالب خو يو خرډګ شی دی بس يو مسواک، د رنجو کڅوړه او د عطرو يو بوتل يې چې ورکړ او لږ باد يې ورلاندې کړل، نو له هر څه به ورته تېر وي.

ولس په تېر کې د جهادي ډلو ټپلو دوره، جهادي عبوري حکومت، د مکې د سولې تړون، جهادي غوبل يا د مجاهدينو حکومت، خپلمينځي جګړې، طالبي اسلامي امارت، د کرزي ائتلافي حکومت او د غني ملي يووالي حکومت چې هر يو يې ولس (ملت) د سر په کاسه کې اوبه ورکړې. هېښنده لا دا چې د اسلامي امارت مشرتابه ټاکنه له قرآني مزاحمت سره مله وه، خو دوی په ټول جهالت او سرزورۍ سره دغه قرآني مزاحمت ته هېڅ پاملرنه ونه کړه او له پامه يې غورځولی وو، نو له دوی به څه د سړيتوب تمه وشي.

ستر ګُمراه (بېلاری) اسلم بېګ داسې وايی :

بينظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!

بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره :

طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

څنګه يې پيدا کړل؟ څنګه او د څه لپاره يې روزلي وو؟ څنګه يې وځپل؟ څنګه يې پرې خپلې موخې مخته يوړې او نن يې څنګه بيرته نازي؟ ښاغلي فراسياب خټک پخپله وروستۍ مرکه کې ((امريکا بايد افغان شموله امن لپاره کوښښ وکړي- افراسياب خټک)) روښانه کړه چې مجاهدين او طالبان د څه لپاره رامينځته شوي وو؟ چا د افغانستان بنسټونه له مينځه يووړل او چا يې بيا د ((شريعت راډيو)) په نومولو سره د افغانانو او افغانستان هويت له مينځه يوړلو. وخت راتلونکی دی دوی هر يو به ډېر ژر د ولس په مينځ کې وګوري چې څومره وزن لري؟

په افغانستان کې د وينې تويېدو د بندېدو (مخنيوي) يا کمېدو په باره کې د دې هرې خبرې هرکلی کوم چې په هغې کې د وينې تويېدو د بندېدو (مخنيوی) يا کمی کيږي او ښېګڼه پيدا کوي. لهذا دا خو ډېره ښه خبره ده چې تشدد (تاوترېخوالی) کم شي. د وينې تويېدل بند يا کم شي. دا خپله ډېره د ښېګڼې خبره ده. البته له دې علاوه چې دا د سولې کوم توقعات (هيلې) دي. دا معاهده (تړون) چې امضاء (لاسليک) کيږي، نو په دې معاهده کې سړی ځان پوه کړي چې په دې معاهده کې څه دي؟ او تر ټولو مهمه خبره د امريکا لپاره په افغانستان کې د امن و مصالحت لپاره کومه منصوبه لري او کنه؟ او که تش د خپلو پوځونو د ايستلو لپاره هلې ځلې کوي؟ او دوی ته په سر کې ده چې خپلې قواوې وباسي لکه چې ټرمپ چې مخکې وعده (ژمنه) کړې وه چې هغه به خپلې قواوې وباسي او د راتلونکو انتخاباتو (ټاکنو) لپاره هغه خپل ولس ته وښيي چې هغه خپلې قواوې راوستې او نور دا چې افغانستان کې به څه کيږي، نو دا خو افغانانو ته پاتې ده او د خو افغانانو او د افغانانو د دوستانو لپاره مهمه خبره ده چې پوه شي.

پوښتنه :

د طالبانو په نوټس (خبر / اعلان) کې راغلي دي، ډېر امکان شته چې هوی به د فېبرېورۍ پر ۲۹ له امريکا سره د سولې معاهده (تړون) لاسليک کړي تاسې څه فکر کوئ؟

دا تشويش (اندېښنې) پيدا کوونکې دي. طالبانو خو مخکې هم افغانستان کې کابل نيولی وو، مګر هغوی هلته نظام نه وو جوړ کړی، آيين ((قانون)) نه وو. حقوق نه وو او ډېر داسې حکومت وو چې هغه خلکو ته د منلو نه وو. بله دا وه چې هغوی له بهرنۍ خلک خلک راوستل او په افغانستان کې نوی جنګ د هغوی له امله شروع شو. دهشتګر (ترهګر) يا نور خلک راغلل.

اصل کې خبره (پوښتنه) دا ده چې طالبانو لا اوس هم واضح (روښانه) کړې نه ده چې هغوی (طالبانو) له امريکايانو سره خبرې کوي، نو له خپلو افغانانو سره خبرې ولې نه کوي؟ ولې معاهدې ((تړونونه)) نه کوي؟

ځکه چې اساسي سوال (پوښتنه) خو د افغانو په خپل مينځ کې مذاکرات دی او د مذاکراتو (خبرو) لپاره درې کرښې دي :

  • لومړۍ خبره / کرښه افغاني مذاکرات،
  • دويمه خبره / کرښه سيمه ييز مذاکرات،
  • او درېيمه خبره/ کرښه بشري يا نړيوال مذاکرات يعنې د نړيوالې ټولنې د نظر يووالی دی.

تراوسه پورې دوی لا دا وايی چې موږ له دې حکومت سره خبرې نه کوو. نو تاسې وګورئ چې دوی لا هغه حکومت ته بدرد وايی او دېته نه ګوري چې دوی خپله دا کلونه کلونه بهر ملکونو (هېوادونو) کې ناست دي.

پوښتنه :

له امريکې سره دا تړون او د تاوتريخوالي کموالی violence reduction اقدامات څه اهميت (ارزښت) لري؟

طالبان يو ښه جنګېدونکی ماشين دی، خو هغوی يو مضبوط سياسي قوت نه دی. هغوی سياسي سرمايه (پانګه) نه لري. هغوی سياسي بصيرت (پوهاوی) هم نه لري. تاسې وګورئ دوی وايی چې په دومره علاقو (سيمو) کې د دوی غلبه (واک / کنترول) دی. هلته د دوی د خلکو لپاره څه کړي دي؟ که دوی غواړي چې د افغانستان په سياست کې برخه واخلي او هلته ورسيږي، نو خلکو ته څه پيغام ورکوي؟ کومې سياسي لارې يې غوره کړي دي؟ سياسي پروګرام (تګلاره) يې څه ده؟

پوښتنه :

امريکا افغانستان کې د امن راوستو لپاره څه داسې کار نه دی کړي چې اوس يې وکړي؟

هغوی بايد د افغان شموله امن لپاره کوښښ وکړي. لکه په پيل (سر) کې چې ښاغلي زلمي خليلزاد ويلي وو چې دا څلور خبرې به له يو بل سره تړلې وي :

  • د بهرنيو (امريکايي) ايستل،
  • له ترهګرۍ لاس اخېستنه او د طالبانو له خوا ضمانتونه،
  • بين الافغاني مذاکرات (خپلمينځي خبرې)،
  • او اوربند.

دا بايد سره تړلی وای، خو اوس هغه دا دوه بيل کړل او هغه دوه يې سره پرېښوول. دا څلور واړه يې بايد سره يوځای ساتلی وای چې دا اوسنۍ معاهده (تړون) د سولې لپاره غوره (ښه) تمامه شوی وای (پرېوتی وای).

فېشني عبدالله او چلتار کرزی دې دا د مصلحتي و موازي حکومتونو او نه دې طالبان د اسلامي امارت خوبونه ويني. ولس اوس پوه دی خپله ښه وبد او تاريخي نه پخلا کېدونکي دښمنان پېژني او هېڅکله به بيا پرې د مذهب په نوم هغسې دوکه ونه خوري چې په تېر کې يې خوړلې ده.

همدېته ورته که موږ د ښاغلي علي احمد جلالي مرکه راواخلو چې يوټوب هم راخېستې، نو هوبهو همدېته ورته اندېښنه لري.

پوښتنه :

يوه لنډه او عمومي پوښتنه کوم چې څومره ممکن ده چې د څو ورځو د تاوريخوالي کمېدل به په افغانستان کې د طالبانو او امريکايانو د دومره اتلس کلنې خونړۍ جګړې د ختمېدو سبب شي؟

علي احمد جلالي :

دا يو لومړی قدم دی چې د دې قدم په پخېدو سره به نور کارونه کيږي. دا ټوله خبره نه د. هيله ده چې دا د تاوتريخوالي کمېدا به دوام وکړي او که دوام ونه کړي بيا نورې ستونزې راپيدا کيږي.

پوښتنه :

که دوام وکړي، نو څه ډول شرايط به ولري؟

علي احمد جلالي :

خبره دا ده، متأسفانه ځينې داسې راپورونه شته چې طالبانو خپلو نفرو (کسانو) ته ويلي دي چې دا د سولې خبره نه ده، بلکې د فتحې خبره ده. په عين حال کې دوی غواړي چې هم له امريکايانو امضاء ترلاسه کړي او هم خپل کسان په سنګرونو کې وساتي. اوس خو دا ټولې خبرې د تړون تر لاسليکه پورې سرته رسيږي. مګر اصل خبره خو هغه وخت رابرسېره کيږي چې د دوی او افغان حکومت ترمينځ خبرې شروع شي. په دغو خبرو کې به معلومه (روښانه) شي چې تر کومه طالبان دېته اماده دي چې په آينده (راتلونکې) کې د افغانستان ټولو سياسي قوتونو ته برخه ورکوي او يا نه؟ او بله دا چې په تېرو اتلسو کلونو کې دغه ټولې لاسته راوړنې چې ټولو افغانانو پکې قربانی ورکړې ده هغه تر کومه حده پورې خوندي کيږي؟

دا په راکړه او ورکړه کې معلوميږي چې څنګه به دوام وکړي؟ اما د خارجي قواو مساله تر هغه پورې چې يوه داسې موافقه رانه شي چې د افغانستان ثبات تضمين کړي، نو ښايي چې ټولې قواوې ونه وځي. ځکه چې له ترورېزم سره مبارزه لا هم موجوده ده (شته). او له بلې خوا (بل لورې) د ټولو خارجي قواو وتنه بايد تر سره شي اما په عين زمان کې د طالبانو هغه اډې چې په پاکستان کې دي او دوی تقويه کوي او دوی پر هغوی باندې متکي دي هغه هم بايد وتړل شي يا کمې شي.

پوښتنه :

تاسې د تعهداتو خبره وکړه. که فرضًا طالبانو د سولې معاهده هم امضاء کړه او تعهدات يې هم وکړل. څنګه / څومره پر داسې تعهداتو باندې باور کېدلی شي چې د طالبانو له راتګ سره چې دغه دومره پرمختګونه چې شوي دي. په تېره په دغه مدني حرکتونه چې پرمختګونه پکې شوي دي. له ترورېزم او له ترهګرو ډلو سره به اړيکي ختموي او بيا به د ننني وخت له شرايطو سره سم له افغانستان په مشارکت او سياسي رهبرۍ کې شامليږي دا څومره ممکن دي او څومره پر دې تعهد ولاړ دي؟

علي احمد جلالي :

بهرنيان خو زياتره دېته علاقه لري (لېواله دي) چې له ترورېزم (ترهګرۍ) نه ځان وساتي او په افغانستان کې بيا ترورېزم ځالې جوړې نه کړي، اما دا چې افغانان بيا پخپلو مينځو کې څه شی کوي او يا نه؛ دوی وايی چې دا د افغانانو مساله ده. اما سمه ده چې دا خو د افغانانو مساله ده او په دې کې هېڅ شک نشته. اما د بهرنيانو دغه اقدامات چې له طالبانو سره يې امضاء کوي دا خپله طالبانو ته يې داسې قوت ورکړی چې احتمال لري چې په افغاني خبرو کې دوی له قوي موقفه راشي. اما له بلې خوا په دې کې هېڅ شک نشته که دواړه خواوې افغانان يوې موافقې ته ونه رسيږي او په عين زمان کې خارجي قواوې ووځي، نو په افغانستان کې نورې ستونزې او شخړې راپيدا کيږي.

پوښتنه :

اوس خو ظاهراً داسې ښکاري، بلکې په راپورونو کې داسې ويل کيږي چې ۲۹ د فېبرېورې چې د شنبې ورځ ده طالبان به له امريکا سره دغه خپله موافقه امضاء کوي چې څه جزئيات پکې شامل دي؟ له هغې وروسته به له افغانانو سره د سولې خبرې شروع کوي. ستاسې پر باور (اند) څوک د دغو مذاکراتو مشري وکړي او بايد يې وکړي چې له طالبانو سره چې کښيني او هغه څه خبرې چې مطرح کيږي څوک د دې رهبري بايد ولري؟

علي احمد جلالي :

ما مخکې څو ځلې ويلي دي چې کيلي په کابل کې ده. که د افغانستان ټول مشران، ټولې سياسي ډلې په يو واحد غږ باندې سره راټول نه شي او د افغانستان د ټول ولس نماينده ګي ونه کړي، نو په هغه صورت کې طالبان له هغو نه استفاده کوي او فکر کوي چې کولی شي لکه د ۱۹۹۲ کال په څېر چې مجاهدينو دا کار وکړ چې جلا جلا يې له مختلفو ډلو سره معاملې وکړې.

پوښتنه :

که لږ يې مشخص کړئ مثلاً د افغانستان حکومت يې مشري وکړي او کنه همداسې خو افغانان هر وخت د جرګې په نوم ټوليږي او که په بل نوم؟

علي احمد جلالي :

اساسًا په مذاکراتو کې بايد د طالبانو او د افغانستان حکومت ترمينځ بايد مذاکره وشي. اما د افغانستان حکومت بايد داسې پلاوی يا هيئت وټاکي چې د ټول افغانستان نماينده ګي وکړای شي.

تېر ته په کتو د پاکستان د بهرنيو چارو د هغه وخت پخواني وزير اغا شاهي ويلي وو چې ضياءالحق د افغان مجاهدينو په تړاو د امريکا د هغه وخت وړانديز په دريو شرايطو ومنلو :

  • وسله به د دوی پر لاس ويشي
  • وسله به د دوی پر خوښه ويشي
  • کله چې روسان له افغانستانه وځي، نو موږ پوه شه او افغان مجاهدين.

د باجوه د تېزس کتاب چې په افغانستان کې بايد يو نامتمرکز نظام وي چې دا د فکر وړ ده. داسې نه شي چې بيا د تېر په څېر افغانستان رياست ته پرېښوول او هر څه بيا له يوې سلمې په سيند لاهو کړي. د طالبانو استازي ستانکزي خو لا مخکې پخپله مرکه کې ويلي وو چې ملي ځواکونه بايد منحل شي او اړتيا ورته نشته او د نصيرالله بابر هغه مرکه او له شيري رحمانه راواخله تر مشاهد حسين وشهباز شريف ان تر کشميري سردار عبدالقيوم خانه پورې چې مشرف ته يې ويلي چې :

يو بېړنی تحليل :

استاد شهسوار سنګروال :

دپاکستاني چارواکودمعاملې پربنسټ ،امريکا په افغانستان مرګوني بمونه غورځول،ولې دکشميريوه مشرچې قيوم خان ((سردار عبدالقيوم خان)) نومېده جنرال مشرف ته ووېل،چې امريکايان بايدداسې بريدونه وکړي،چې دکابل دوړې موږ په اسلام ابادکې ووينو…افسوس، چې موږ دقيوم خان په څېر مشرانو ته کشمير ګټو !؟

بيا هم الله تعالی سولې ته ښه ويلي دي او هغه څه ته چې الله تعالی ښه ويلي وي، موږ ترې بايد وېره واندېښنه ونه لرو. اصل خبره دا ده چې جهادي مشران د دې جوګه نه ول او نه دي چې سوله رامينځته کړي، خو چې غني دېته زمينه مساعده کړه، نو اوس ورسره د ځانځاني غوښتنو سره سره ګروهه وعُقده ورسره پالي، نو ځکه په ټاکنو کې ورسره جنجال راخېستی دی. کله يوه پلمه او کله بله پلمه کوي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

کرزی، حکمتيار، عبدالله، خليلي او محقق بيا د ټاکنو د پايلو له منلو انکار کړی

http://www.taand.com/archives/145223

Afghan Leaders Seal Peace Accord

https://apnews.com/4e9a944c33c15716a8606b31d385425f

Afghans are wary of Nawaz Sharif – but should they be?

https://www.bbc.co.uk/news/world-asia-22551129

عبدالله : له خپلو رايو دفاع کوم، خو سوله لومړيتوب دی

https://khabarial.com/archives/47816

خليلزاد : د ټاکنو بهير پای ته رسېدلی، اشرف غنی ګټونکی دی

https://khabarial.com/archives/47819

مرسل نبي زاده مرکه

https://www.youtube.com/watch?v=j6ZnfOaZlzQ

محمد آصف بکتاش د سياسي چارو شنونکی

https://www.youtube.com/watch?v=ebaike8ul0s

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply