روماتيزم د بندونو التهابي ناروغي ده چې د باکتریا يا وايرس د مداخلې له امله رامنځته کيږي او د مفاصلو د درد او پړسوب سبب کيږي. دغه ناروغي ډير ډولونه لري چې ځينې يې ژر کنټروليږي او ځینې يې د تداوي په مقابل کې هیڅ ځواب نه ورکوي. یعنې شخص په کې دوامداره درد لري او يواځې د درد ضد درمل ورکول کيږي.
يو ډول يې چې د لندبل او رطوبت څخه راپيدا کيږي او په کې مفصلونه تغير شکل کوي؛ د مفاصلو حاد روماتيزم (Acute Articular Rheumatoid) په نوم ياديږي. دغه ډول روماتيزم له ۵ کلنۍ تر ۱۵ کلنۍ پورې اشخاصو کې رامنځته کيږي چې ممکن تر څو کلونو پورې دوام وکړي.
بل ډول روماتيزم هم شته چې قلبي روماتيزم هم ورته وايې، له ۲ کلنۍ تر ۵۲ کلنۍ اشخاصو کې رامنځته کيږي او پرې اخته شخص د زړه والونه زيانمن کيږي.
نوټ: روماتيزم په ټوليز ډول هغه امراضو او مشکلاتو ته ويل کيږی چې په مفصل او منضم يا ارتباطي انساجو اغيز ولري. خو ارترایتیز بيا یواځې د مفاصلو امراضو ته ويل کیږي لکه
Osteoarthritis (OA), rheumatoid arthritis (RA), gout, ankylosing spondylitis
نښې:
د مفاصلو پړسوب، د مفاصلو درد، د بندونو سختېدل په ځانګړې د سهار پر مهال، د عضلاتو درد، نرۍ تبه، وزن کمېدل چې د اشتها د کموالي له امله وي، او د خولې او سترګو وچوالی
عوامل يې:
- ځانګړی دليل يې معلوم نه دی خو يو شمېر فکتورونه د روماتيزم په رامنځته کېدو کې رول لري لکه
د مکروبونو د مداخلې له امله د بدن محافظوي عکس العمل چې د بدن محافظتي سيستم په کې په خپل و جود حمله کوي
- لندبل او رطوبت
- جنټیک یعنې يو شمېر خلکو کې په ارثي توګه هم روماتيزم رامنځته کيږي
تشخيص:
- د نښو او علايمو په وسيله
- د بندونو (مفاصلو) فزيکي معاينات
- د وينې معاینات، په وينه کې انتي باډي ګانې کتل کيږي چې د بدن محافظوي عکس العمل له امله رامنځته کيږي
- ايکسری او ايم آر آی
درملنه:
د روماتيزم د مرض له منځه وړلو ځانګړې تداوي نشته خو د درد کمولو، التهاب کمولو او د مفصل زيات تخريب څخه مخنيوي لپاره د درد او التهاب ضد درمل ورکول کيږي. لکه د درد کمولو لپاره کورتیکو ستيرویدونه ((Prednisone او د مفصل زيات تخريب څخه مخنيوي لپاره
Methotrexate, leflunomide, hydroxychloroquine and sulphasalazine
نوټ: دغه درمل يواځې د داکتر له نسخې سره ورکول کيږي، په خپل سر اخيستل يې روغتيا ته زيان لري.
مخنيوی:
ورزش کول، سګريټ څخه ځان ساتل او له ګرد او غبار څخه ځان ساتل، پروتين خوړلو ځان ساتل، لوبيا او غوښې خوړلو ځان ساتل
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320