روڼ اندي

فضل خالق للموال

0 759

حال د ماضي څخه داسې متاثره شو، چې د راتلونکي په اړه فکر کم شو…

له سیاسي اړخه روڼ آندي د موجود سیاسي وضعیت سره د یو شخص علمي اوشعوري مخالفت، چې موخه په کې د نظام خلاف د ولس بیداري وي هم روڼ آنډي ګڼل کیږي. مګر یوازې د علمي او ټولنیز پلوه د وخت او حرکت پېژندنه او خپل ځان ته له هغه سره سمون ورکولو ته روڼ آند وایي. له علمي او شعوري پلوه د موجود وضعیت سره داسې مخالفت چې وضعیت نور هم ښه شي روڼ آندي ده. د همدغه تعریفونو له مخې چې کومه ټولنه د وخت له غوښتنو سره سمه شوه او موازي حرکت یې وکړ روڼ آنده ټولنه ده. یوه خبره چې اړینه ده هغه په انفرادي او ډلئيز ډول د خپلو عقایدو او اساساتو پېژندنه، ساتنه او پالنه ده. مطلب په هیڅ صورت روڼ آندي د دې سبب نه شي چې دین او مذهب ته زیان واړوي. ټول پیغمبران روڼ آندي وو.د پورته تعریف په رڼا کې که زیر شو و به ګورو، چې هر پیغمبر د اړوند ټولنې نیمګړتیاؤ د سمون او رغون په موخه راغلی و؛ همدغه پیغمبران د خپل وخت له پاره د معاصر او نوي خوځښت د راوستلو له کبله روڼ آندي بللی شو.

که د مُغليانو د اکبر پاچا د وخت د هند پرتله د همغه وخت له انګلستان یا برتانیا سره وشي نو وبه کتل شي چې هند ډېر مخکې وو، سياسي او حکومتولی شعور کچه یې لوړه وه. د هند خلک او حکومت نسبت انګلیسي ټولنې او حکومت ته پرمختللی او متمدن وو. اوس پوښتنه دا ده، چې ولې وروسته پاتې اروپا د وخت په پرمختللي هند باندې بریا پيدا کړه. ولې څو زرو عسکرو او عامو خلکو په لسګونو میلیونو نفوس لرونکی هند استعمار او استثمار کړ؟

په دې ځای کې اصلي خبره د روڼ آندی ده. هند په خرافاتو اخته شو، ولسونه په تاریخ کې بندي شول، ځانونو ته یې درواغجن قناعت او غرور ورکاوه. په اونیو اونیو یې یوازې د یو چا مړینه او زیږون نمانځه. حال د ماضي څخه داسې متاثره شو، چې د راتلونکي په اړه فکر کم شو. د موجوده (د هغه وخت) نوي پرمختګونه او فنونه زده نه شول، برعکس اروپا او په ځانګړي ډول انګلیس د وخت حساسیت درک کړ. روڼ آندي يې بیداره وو او خپله ټولنه یې روڼ آندې کړه. همغه وو، چې اروپایي عام ولسونه له غلامۍ څخه و بادارۍ ته ولاړل. د دوی ډېری باداري په اسلامي ټولنو راغله. ياني مسلمانان یې غلامان کړل.

د روڼ آندۍ سره په اسلامي او غیر اسلامي دواړو ټولنو کې د وخت حاکمانو مخالفت کړی دی. روڼ آندي یې نه دي پرېښي چې ټولنه کې ولسونه بیداره کړي. بلکې روڼ اندي یې وژلي، شړلي او بندي کړي دي. په اروپایي ټولنه کې هم ورته کسان او ورته عملونه راغلې. مخکې له میلاد څخه ګورو چې سقراط له دې کبله په دار شو، چې ټولنه یې بیداروله. له ګونګ او کوڼ حالت څخه یې شعوري شور او ځان پېژندنې خواته سوق کوله. په سقراط د وخت حاکمان او مذهبیان دواړه پوهېدل چې په حق دی، مګر چې د دوی اقتدار او عزت ته په کې ګواښ وو؛ هغه یې په دار کړ. تورن یې کړ چې د حکومت څخه یاغي او مذهب ته درناوی نه کوي. د روڼ آندۍ مخالفتونه زمونږ په هیواد کې هم شوي دي. ښه بېلګې یې سید جمال الدین افغان رح شړل له خپل هیواد څخه، د  پاچا خان رح د عمر درېیمه برخه په زندانونو کې تېرېدل، صمد خان اڅکزی هم د ورته برخلیک سره مخ شوی، اجمل خټک صاحب هم بندیخانې تېرې کړې دي، او مجروح صاحب خو له وطنه وشړل شو او بیا ووژل شو. دوی ټولو د وخت د حاکمانو په وړاندې ولس ته بیداري ورکوله.

روڼ آندي یا روشن فکري مستقیمه اړیکه له علم او پوهې سره لري. د روڼ آندۍ په لېږد (انتقال) کې له یوه ځای څخه و بل ځای ته محوري او بنسټيز رول چاپي رسنیو او یا هم چاپ ترسره کړ. مخکې له چاپ ماشین څخه د علم انتقال یوازې د ژبې او یا هم د یو شخص د فزیکي تګ له مخې ممکن وو. وروسته کتابونه چاپ شول. د خلکو د ذهنونو په راويښولو کار پیل شو. د رون آندانو پټ، ښکاره او دوامداره فعالیتونو خلکو ته جراأت ورکړ. نو په پادشاه نیوکې کول پیل شول. د ۱۶۶۳ زېږديږ کال په اروپا کې داسې هم شوي، چې روڼ آندو په یو کتاب چې لیکوال یې معلوم نه وو په کې راغلي وو،  چې پادشاه باید عوامو ته حساب ورکړي. که پادشاه له حساب ورکوونې ډډه وکړه، عوام به یې د اقتدار په مقابل کې ودریږي. پادشاه د لیکوال پوښتنه وکړه، چاپخونې والا د لیکوال له ښوولو انکار وکړ نو د پادشاه له خوا چاپ خونې والا په دار وځړول شو. په بشري ټولنه کې د روڼ آندۍ په وړاندې همدا کړنه د زور زیاتي پای هم ګڼلی شو.

 له دغې تورې دورې څخه را وروسته بیا اروپا په ټوله نړی حکومت کړی. یعنې روڼ آندۍ اروپا له تیارو را و باسله او د نړۍ د نیولو هُنر یې ور زده  کړ. یوه خبره چې باید پام مو ورته وي چې د رون آندۍ څخه موخه دا نه ده چې نورې ټولنې دې مستعمره او ولسونه دې غلامان شي، بلکې دا پېژندل چې روڼ آنده ټولنه په خپل ذات کې په هغه ټولنه چې روڼ آندې نه وي او یوازې تاریخي لاسته رواړنو ته ګوري او کاذب ویاړ پرې کوي اصلاً د پرتلې وړ نه ده. په دې ټول بریالي خوځښت کې د هغه وخت د چاپي پاڼو رول د یادونې وړ دی. یعنې د چاپي رسنیو څخه مخکې تعلیم یوازې په دربار پورې منحصِر وو.هند کې هم پنځه زره کاله وړاندې عین وضعیت وو؛ د زده کړې حق یوازې برهمن قوم یا کورنۍ ته حاصل وو او عام وګړي د غلامۍ له پاره وو. مطلب دا چې حکومتونو خپل ځانونه ولس ته د زده کړې په رسولو مکلف نه باله. د هند نیولو تاریخ ته که وګورو نو په هند کې به ډېر تاریخي ځایونه لکه تاج محل، سره کلا او ورته نوري کلاوي، مختلف ستر او شهکار زیارتونه او د سیاحت ځایونه شتون پیدا کړو، مګر د زده کړې او تعلیم اړوند ځایونه به و نه ګورو.

په دغه تیاره وخت کې ډېره پاملرنه کرهڼې (زارعت)  ته وه. عام ولس کار او زیار باسه او ډېر عاید یې د شاهي دربار خزانې ته تلل.  که وچکالي به راغله نو له شاه نیولو تر رعیت ټولو به په (خپله عقیده خپل خدای او معبود ته لاس لپه کول). ځکه نو پوهې ته اړتیا نه وه. عام او خاص دواړه دُعا غوښتونکي وو. برعکس  کله چې ورهڼه (صنعت) رامنځته شو، معیار او اعتبار پوهې ته ورکړل شو. د عام او خاص د توپیر معیار پوهه او علم شو. همدغه پوهه یا روڼ آندي د دې باعث شوه، چې پرنګي درې زره عسکرو په لسګونو ميلینونو هندي (مسلمان او غیر مسلمان) ولس مهار کړل. په دغه وخت کې  مسلمان په ډېره تېزۍ د تنزل خواته او برعکس غربي ټولنه د پوهې خواته روان وه. اسلامي ټولنو د وخت علم او پوهه تر لاسه نه کړه. پخوانیو او بې ګټو موضوعاتو کې بند او مصروفه وه. یو له بل سره یې مناظرې کولې؛ غربیانو ماشین جوړ کړ اوعصريتوب خواته لاړل.

بعضې خلک روڼ آندي یوازې هنریت او موسیقي بولي، چې دا خبره مطلقه غلطه ده. موسیقي او هنریت د بشري ټولنې اړتیا ده. یو حقیقت او واقعیت دی. سترګې ورباندې نه پټيږي. موسیقي بده هم نه ده. که چېرې موسیقي بده وای نو د نړی دا موسیقیت به نه وای. نړی او دا کاینات خپله ځانګړی سور وتال لري، اوبه خپل ږغ لري. مختلف الوتونکي د متفاوتو ښکلیو رنګونو سره خپل جلا زړه راښکونکي ږغونه، چې موسیقیت په کې په فطري ډول نغښتل شوی، وجود لري. بلبلې خپل آوازونه لري. دا ټول د قدرت خلقت، چې منل یې زمونږ مکلفیت ګڼل دی. د موسیقۍ له وجود څخه انکار او په هغه باندې وار زمونږ ټولنې ته ګټه نه کوي. طالبانو موسیقي بنده کړې وه. تلویزیون نه وو، رادیو چا سمه نه شوه اورېدلې. څه وشول. کومه ګټه یې زمونږ ټولنې ته وکړه. له دې لیکنې څخه به موخه دا نه وي، چې موسیقۍ ته مخه کړئ. بلکې موسیقي باید وپېژندل شي. د افراط او تفریط ترمنځ دوام به یې کومه ستونزه و نه لري. موسیقي د بشري ټولنې یو کوچنی برخه ده، چې نن ترې د نړۍ پرمختللي هیوادونه زیات عواید لري. ښه بېلګه یې هند یادولې شو.

که غواړو چې پرمختګ وکړو نو د تاریخ له بند خونې به راوځو. په تاریخ به په خیال او تصور کې ویاړ او ناز کوو، مګر په عمل کې به دا حقیقت منو، چې زمونږ د  ټولنې د شاتګ سبب د روڼ آندۍ نه منل دي. دا چې زمونږ د اسلام مبارک دین د هر وخت سره عیار او سازګار دین دی، په سمه بڼه به ترې ګټه اخلو. دا منل چې روڼ آندي یا روشن خیالي د پرمختګ کیلي، د غلامۍ او احتیاج څخه د خلاصون وسیله ده. روڼ اندي لادینیت نه دی، بلکې په خپل دین سمې پوهې ته وایي. د روڼ آندۍ د پېژندلو څخه وروسته دې پایلې ته رسیږو، چې روڼ آندې ټولنې پرمختګ کوي. روڼ آندي مخکې او راتلونکي ته ګوري او د نړی له وضعیت سره ځان عیاروي. په کومه ټولنه کې چې روڼ آندي نه وي خرابیږي، محوه کیږي او یا لږ تر لږه خپل پېژاند(هویت) په نړیواله ټولنه کې له لاسه ورکوي. د اسلامي نړۍ شاتګ یې ښه بېلګه ده. نن هم زمونږ ټولنه د همغه بې ځایه غرور ښکار ده؛ روڼ آندي نه منو. که منو یې بې دینه یې بولو. نن هم مونږ د روژې او اختر له پاره په لوړ ځای دریږو او د سپوږمۍ د لیدو او نه لیدو خبر ورکوو په داسې حال کې چې لس قدمه مخکې شی نه ګورو. برعکس اروپایان بیا د دوه پيړیو وړاندوینه د سپوږمۍ د لیدو او نه لیدو په اړه درکوي او زمونږ ټوله اسلامي نړی یې هم تعقیبوي. عجیبه لا دا ده، چې هغوی د وسایلو پر مټ خپل نظر هم په تحمیلي بڼه ورکوو. لنډه دا چې که روڼ آندي نه منو زمونږ د ټولنې ټول فعالیتونو به د سترو هیوادونو د ټيلیفوني زنګ له مخې جوړ او ورانیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply