تنفسي ناروغۍ، عوامل او مخنيوی

داکتر اجمل درمان

0 776

دا يو ګروپ ناروغۍ دي چې ششونه او تنفسي سيستم برخې پرې اخته کيږي. په دغه ګروپ کې ډيرې ناروغۍ شاملې دي چې له ډلې يې ساه لنډي، توبرکلوز، سي او پي ډي (د ششونو د بندښت مزمنې ناروغۍ) د ششونو فيبروزس، سينه و بغل، ستوني درد او د ششونو سرطان یادولی شو.

عوامل يې:

دغه ګروپ ناروغۍ تنفسي سيستم ته د باکتريا (مکروبونو) د داخلېدو، همدارنګه د سګرېټ څکولو يا د بل چا د سګريټ د لوګي د تنفس کولو او د هوا د ککړتيا څخه رامنځته کيږي. لوی ترين عامل يې تنفسي سيستم ته ګرد او غبار داخلېدل دي چې ورسره بېلابېل مکروبونه ششونو ته داخليږي.

کله چې ششونو ته داخلي شي نو (Mast cell) حجرات يې په مقابل کې غبرګون ښيې او هسټامين افرازوي، دا بيا په ششونو کې د التهاباتو رامنځته کېدو او د مایعاتو د افراز سبب کيږي او ورسره شخص ته نفس تنګي (ساه لنډي) رامنځته کیږي.

همدارنګه په ششونو کې د بلغم د جوړېدو سبب کيږي چې د شخص سينه ورسره د تنفس په حالت کې غژ غژ پيدا کوي.

نوټ: ځينې خلک چې ټوخی پيدا کړي نوسمدستي د ټوخي ضد درمل اخلي چې دا کار ښه ندی، ځکه ټوخی د بدن محافظوي عکس العمل دی او له تنفسي سيستم څخه بیګانه او اضافي شيان ليري کوي. د ټوخي درمل بايد تر هغې وانخيستل شي چې د مريض سينه له بلغمو پاکه شوې نه وي.

توبرکلوز يا ټي بي:

توبرکلوز د تنفسي امراضو له ډلې دی چې مایکو بکټيريم ټي بي د هوا څخه د خولې يا پوزې تنفس له لارې تنفسي سيستم ته داخليږي او ششونه مصاب کوي، هلته التهاب رامنځته کوي او په شخص کې د توبر کلوز نښې نښانې ښکاره کیږي. لکه ټوخی، تبه، وزن له لاسه ورکول، د شپې لخوا خوله کېدل او اشتها له لاسه ورکول

نوټ: توبرکلوز یواځې ششونه نه بلکې د خيټې داخل ټول احشا پرې اخته کېدلی شي، کيدای شي د وينې جريان په وسيله هډوکو ته ولاړ شي د هډوکو توبرکلوز رامنځته کوي، کیدای شي کولمو ته ولاړ شي د کولمو توبرکلوز رامنځته کوي، کیدای شي په ميرمنو کې رحم ته ولاړ شي او د رحم توبرکلوز رامنځته کړي چې په کې ناروغه ميرمن د اولاد راوړلو وړتیا له لاسه ورکوي او شنډيږي.

د تنفسي امراضو مخنیوی: تنفس کيدونکي هوا بايد پاکه شي (نيالګي کېنول، ګلان کرل)، په ازاده هوا کې د ګرځېدلو پر مهال د ماسک استفاده کول، له ګرد او غبار ځان ساتل، په توبرکلو اخته شخص څخه ځان ساتل، کور ته او یا د ناستې کوټې ته بايد لمر داخل شي. هغه خواړه باید وخوړل شي چې د ناروغيو په مقابل کې د بدن مقاومت لوړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply