ملا درد، عوامل او مخنيوی

ډاکټر اجمل درمان

0 2,353

د انسانانو ملا له عضلاتو، هډوکو، غضروفو، عصبي رشتو، وينې رګونو، ډیسک او نورو ساختمانو جوړه شوې چې په هر ساختمان کې يې هر ډول ستونزه د ملا درد سبب کيږي. د ملا درد په هر عمر کې رامنځته کېدلی شي خو د عمر په زياتوالي يې د رامنځته کېدو چانس هم زياتيږي.

ډولونه يې:

د ملا درد دوه ډوله دی، يو هغه دی چې ناڅاپي رامنځته کيږي او تر ۶ اونيو دوام کوي چې په طبي اصطلاح حاد درد ورته وايې. دویم هغه دی چې دومداره وي او تر ۳ مياشتو  يا زيات وخت دوام کوي چې په طبي اصطلاح کې ورته مزمن درد وايې.

عوامل يې:

  • د ملا برخه کې ضربه او زخم
  • د عضلاتو سپزم يا شخي
  • د ملا د هډوکو کسر يا ماتېدل
  • د ډيسک تخريبېدل، د هرې فقرې يا مهرې ښکته او پورته غضروفي ډيسک شتون لري چې د دغه ډيسک زخمي کېدلو يا پړسېدلو په نتيجه کې په عصب فشار وارديږي او د ملا درد سبب کيږي
  • له توان پورته درانده کارونه کول
  • د ګردو تيږې
  • پر څوکۍ د ناستې کارونو د اجرا پر مهال قات يا کاږه کېناستل
  • حاملګي

اعراض او علایم:

د ملا درد لویه نښه د ملا په بېلابېلو برخو کې درد وي چې ځينې وختونه د ملا لاندې برخې او خاصرې لګن طرف ته انتشار کوي. د ملا ډيری دردونه څو ورځې وروسته په خپله جوړيږي خو کچيرې لاندې علايم ورسره وي نو بايد ډاکټر ته مراجعه وشي

  • وزن له لاسه ورکول
  • تبه
  • د ملا پړسوب
  • د ملا درد چې ښکته برخې او پښو طرف ته انتشار وکړي
  • د ادرارو کولو پر مهال درد
  • د خاصرې لګن، مقعد او تناسلي الې شاوخوا بې حسي رامنځته کېدل

کورنۍ درملنه

تړمې اوبه يا ګرم موام په يو لوښي کې اچول او د ملا پورې تړل، استراحت کول، په تړمو اوبو حمام کول

طبي درملنه

ډيری وختونه د ملا درد په استراحت سره ارامیږي خو ځينې وخت دوامداره شي چې بيا طبي يا کورنۍ درملنې ته اړتيا پيدا کوي. لومړی خو هڅه بايد وشي چې د ملا درد اصلي عامل پيدا او بيا د عامل له منځه وړلو درمل ورکړل شي.

د ملا درد کمولو لپاره د درد ضد درمل کارول لکه آیبوپروفين وغيره

د عضلاتو شخۍ له منځه وړلو لپاره د سپزم ضد درمل لکه هايوسين

کچيري دغو درملو نتيجه ورنکړه نو بيا Cortisone injections یا Botox پيچکاري ترسره کول

نوټ: دغه درمل د ډاکټر له نسخي پرته کارول جواز نلري او که په خپل سر واخيستل شي نو د ګټې پر ځای زيان رسوي.

د ملا درد مخنيوی:

  • سپورت کول چې د ملا درد لپاره ښه سپورت د ملا او خيټې حرکات ترسره کول او همداراز د زنګونو او پښو درد مخنيوي لپاره قدم وهل او پلی تګ ګټور دي.
  • هغه خواړه خوړل چې ويټامین ډي او کلسیم ولري لکه هګۍ، پنير، شيدې، مستې، ماهي غوښه او سبزيجات خوړل
  • د کار کولو پر مهال په څوکۍ سيده کېناستل
  • سګرټ پرېښودل
  • وزن کمول

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply