د زبیښاک لپاره دزبرځواکونومرګونی ویروس کرونا

عبدالرووف لیوال

0 896

مخکې له دې چې پورته اوږد سرلیک راوسپړو، ستاسو پام لاندې راپور ته راګرځوو:

دبې پرې څیړونکواو ژورنالستانوګرویږنی اوڅیړنۍ چې اوس مهال خپرې شوی ، جوته وی چې داسې مدارک اونښې نښانې لاس ته راغلی چې له آره دکرونا وایروس (کوبید۱۹) یوه بیولوژیکی وسله  ده چې دانسان په لاسونوجوړ شوې اوپه بیولوژیکی جګړه کې دختیځ دپرمختګ دخنډلپاره منځ ته راغلی .

ددې ویروس دخپریدوغوښنه موخه داده چې دچین او ایران غوندې هیوادونو په اقتصاد برید وکړی اوورسره ویره (رعب) اواروایی ستونزې وزیږوی.

هغه مدارک چې دایتالیایی ژورنالست Fabio Giuseppe،په هانګ کانګ کې میشت جاپانی ژورنالست Yoichi Shimatsuاو په چین کې لویدیځ لیکوال او کارپوه Prof .Francis Boyleاو دبیو لوژیکی وسلو متخصص Prof.Kevin Barrettاو دهندی څیړونکوډله ایزې څیړنې زباتوی چې دکرونا ویروس له آره پنځیز میکروب نه بلکې دانسان له خوا په پټ پوځی لابراتوار Biolab –Level 4کې جوړ شوی دی.

دهند دتکنولوژۍ انستیتوت څیړنکوداویروس ژنیتیکی جوړښت تجزیه کړی چې په هغه کې یې څلور ډوله Amino Asidsیا دپروتینو تیزاب موندلی چې دایدزH.I.Vویروس سره ورته دی .

داسې څرګندیږی چې داامینواسیدونه ، عمداٌ د کرونا ویرس ته دننه شوی ، ددې راپور په اساس داپنځیز ویروس نه ، بلکې دانسان په لاس په لابراتوار کې جوړ ده چې دوایروس ضرررسونه زیاته کړی ، همدا لامل وو چې په چین کې دکرونا ددرملنې لپاره دH.I.Vدویروس ضد درمل وکارول شول .

د دې راپور له مخې دکرونا ویروس دوړوکو(درون)Nano – Dronesدغربی استخباراتوپه واسطه په موخه ایزو سیمو کې لونل کیږی .

د دې بیولوژیکی جګړې نه دزبرځواکونوموخې :

نوی زبیښاک ، امپریالیزم ، صهیونیزم ، سوسیال امپریالیزم اوشوونیزم هغه زبر ځواکونه دی ، چې غواړی ددریمې نړی دپرمختګ په حال کې هیوادونه ترخپل زبیښاک او تالاک لاندې راولی ، دهغوی پرمختګ مخه ډب اوخپل درمل هم په هغوی وپلوری.

د قابوکوونکی کړکیچ په واسطه په نړي کې دزیږول شویو کړکیچونو څخه ګټه پورته کول :

پورتنی زبرځواکونه ، په ځانګړې توګه امریکا دزیږول شوی کنترولی کړکیچ ددوکتورین په اساس دنړۍ په ګوټ ، ګوټ کې ( خصوصاٌ اسلامی هیوادونو) کې کړکیچ زیږوی او په خپله ګټه دا هیوادونه دهغوی دسوډرو وګړوله د بې عقلی نه په ګټه پورته کولو سره ، هغوی زبیښی .

د دې کړکیچونودزیږون دوکتورین اتیا سلنه په اسلامی هیوادونو کې ، صهیونیزم سره په ګډه عملی کیږی لکه دبهار عربی کړکیچ،دفلسطین کړکیچ ، د کشمیر کړکیچ ، د عراق او شام کړکیچ دافغانستان ، سومالیا ، نایجیر ، سوډان ، دفلپین دمسلمانانو او داسې نور سرطانی غدودونه ( مرغیړی) دی چې دهغو له چاغیدو ګټه پورته کوي . یوه بیلګه : دعبدالله اوغنی تر منځ دکړکیچ له پیدا کولونه د طالب د کړکیچ راوستلو ته زمینه برابروی اوخپله ترې ګټه پورته کوی ( پلوتونیمو دلیږدبهیر چټکوی ).

خینې وختونه دازیږول شوی کړکیچ خپله دده دځان بلا شی لکه هغه پخوا زمانو کې ددې لپاره چې دافغانستان جهادښه اور لړن کړی دترهګری اور لړونی (بن لادن ، عبدالله عزام ) ته یې وده ورکړه ، چې وروسته یې دخپل ځان لپاره بلا شول.

زه د یوه کهنه پیخ ژورنالست په توګه چې د انفلونزای مرغی (ټوغکی) ، سارس او انفلونزای خوکی اود ایبولا په هکله مې لسګونه راپورنه اډیت کړی او لس کاله کیږی چې روغتیایی څانګو ( روغتیایی انستیتوتونو) اودوایی شرکتونو سره دنده ترسره کوم تاسو ته مشوره درکوم چې له ایرا ن څخه راستون شوی نه ځان لرې وساتی او د ناروغی په مقابل کې خپل مورال او معافیت لوړکړی – روغ به پاتې شی . نور یاشافی – په تن موروغتیا اوپه خوله مومسکا!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply