ولې د کورونا واکسین نه جوړیږي؟

ډاکټر انتظار احمد همدرد 

0 875

زموږ د ټولو په بدن کې د ارثي ځانګړنو د انتقال لپاره یوه – دوه ریښه يي مالیکولونه شته؛ چې کږې شوې زینې ته ورته جوړښت لري او (ډي این اې) نومېږي، د حجروي ویش په وخت کې د ډي این اې دواړه ریښې یو له بل څخه د انزایم په وسیله جلا کیږي، د هرې ریښې څخه یوه نوې نسخه جوړیږي؛ په دې ډول هره نوې حجره د ډي این اې  د دوه ریښه يي حجرو خاونده کیږي .

د ډي این اې ریښو د جوړښت په وخت کې یو مالیکول د چیک کوونکې په نوم د مالیکول روغتیا او جوړښت کنټرولوي چې؛

 ایا  د ډي این اې په جوړښت کې ستونزه شته؟  

ایا مالیکول روغ دی یا ستونزې لري؟

که د تولید شوي ډي این اې په جوړښت کې جینیټیکي اختلاطات یا ستونزې وي نو هغه تشکیل شوې ډي  این اې له کاره لویږي مګر د یو شمیر ویروسونو او د کورونا کورنۍ ویروسونو په جوړښت کې د ډي این اې په ځای یو بل جوړښت د ار این اې په نوم، چې یوه ریښه يي جوړښت لري او د همدې جوړښت په وسیله کله چې د غه ویروس د انسان  بدن ته د تنفسي سیسټم له لارې سږو ته داخلیږي، وروسته له هغه په حجرو کې زیاتوالۍ مومي، ګاونډیو حجرو ته سرایت کوي او میکوس (د انسان په سږو کې لزجي شفافه مایع دی) ته ځان رسوي، نوي حجرو ته د همدې ار این اې جوړښت په وسیله خپل ویروسي ځانګړنې انتقالوي، د ډي این اې د اصلاح لپاره یوه کنټرولوونکې مالیکول شته مګر له بده مرغه د ار این اې د تکثیر لپاره یو اصلاح کوونکی مالیکول نشته! 

په حقیقت کې هغه ار این اې جوړښت چې ستونزې لري او دوه ریښه يي شوي نه وي د ویروس ار این اي جوړښت دهغه بله ریښه تشکیلوي او د ناروغۍ یو مکمل مالیکول جوړوي چې نوي ویروسونه هم تشکیلولی شي.

تر دې وړاندې موږ اوسنۍ پرمختللې ټکنالوجۍ په لاس کې نه درلوده او د یو واکسین جوړونه ډیر وخت ته اړتیا لرله، واکسینونه په هغه وخت کې په دې ډول لاسته راوړل کیدل چې ویروس به یې کمزوري کول او بیا به یې واکسین ترې جوړول یا به یې ویروس له منځه وړل، چې له بده مرغه ډیر وخت به ورته پکار و!

 له نیکه مرغه اوسمهال واکسین داسي جوړوو چې د ویروس جنټیکي جوړښت پیدا کوو او د هغې د جوړښت له مخې یوه د ( ډی این اې  یا ار این اې) ساختمان جوړوو او هغه چیک کوو چې ایا کارونه یې د انسان لپاره بې خطره دی یا نه؟

د دغه ډول واکسینونو جوړول هم یو څه وخت غواړي.

په همدې دلیل دی چې د کورونا کورنۍ ویروسونه لکه مرس، سارس او کرونا یاکویډ ۱۹ لپاره د واکسین جوړول ستونزمن دی، د کورونا کورنۍ د ویروسونوله ډیرو لویو کورنیو څخه شمیرل کیږي. هغه ویروسونه چې په دې کورنۍ کې شته، د ناروغۍ نښې یې د زکام یا انفلوانزا په څیر دي ځینې یې عادي زکام مګر ځینې  یې لکه سارس او مرس شدیده سابندي له ځانه سره لري.

په ۲۰۰۳ م کال کې د سارس ناروغۍ ناورین چې د جوړښت له مخې کورونا ویروس سره ورته والۍ لري په چین کې تشخیص شو، څیړنې ښکاره کړې چې دغه ویروس د اسمانڅکالۍ په وسیله لومړی پړانګ ته ورته پیشوګانو (ممکن پيش پړانګ) څخه انسان ته او بیا له یو انسان څخه نورو ته انتقال شوي وو.

مرس ویروس چې د کورونا یوه مشهوره او خطرناکه نوعه ده په ۲۰۱۲ کال په سعودي عربستان کې لیدل شوی وو، وروسته دوبۍ ته ورسیده او د لندن په کولنډل لابراتور کې وپیژندل شو، دغه ویروس  د منځنۍ ختیځ د کورونا ویروس نومول شوی دی او د زرګونو کسانو ژوند یې واخیست! دغه ویروس د اسمانڅکالۍ په وسیله اوښ او له هغه څخه انسان ته انتقال شوی وو. 

کورونا ویروس په ۲۰۱۹  م کال د د ډیسمبر په ۱۲  د چین هیواد دووهان په سوداګریز ښار کې د ډاکټر لی وینلینګ لخوا وپیژندل شو چې د چین حکومت لخوا نوموړی په دې خاطر زندان ته واچول شو چې دې د کرونا  ویروس په هکله ګونګوسې خپروي، له بده مرغه نوموړي په زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړل! 

دغه ویروس د اسمانڅکالۍ په وسیله میږي خوړونکي او له هغه څخه انسان ته انتقال شوي وو، د میږي خوړونکې حیواناتو غوښې چین، شمالي کوریا، جنوبي کوریا او جاپان کې ډیر خوړل کیږي چې له بده مرغه دا ستر بشري ناورین هم په همدې ډول رامنځته شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply