کورونا، رواني فشار او فیسبوکي ډاکټران

ډاکټر انتظار احمد همدرد

0 1,127

 په دې لیکنه کې مې هڅه کړې هغه ګونګوسې او غیرې ساینسي بې منطقه سپارښتنې چې په ټولنیزو رسنیو کې د غیرې مسلکي کسانو لخوا خپرې شوي، ځواب کړم او دحل په لارو چارو به یې وغږیږم ، ښایې یو شمیر کسانو پرې باور کړی وي او ډیری هیوادوالو ته مو رواني ستونزې رامنځته کړي.

د کورونا ناورین  له پیله تر دې دمه د نړۍ په مخ  ډیری خلک  په دې وسوسې اخته کړي چې ممکن په دې ویروس به اخته شئ ، ځینې دا فکر کوي چې  ددوی دکورنۍ غړي به په دې ناروغۍ اخته شي یا که دکورنۍ غړي یې پرې اخته شي دوی به څه کوي؟

وسواس څه دي او خلک ولې له کورونا څخه ویریږي؟ 

وسواس  یوه انګیزه ده چې معمولا بهرنۍ عامل لري  دبیلګې په  ‌ډول مونږ له ټولنیزو رسنیو څخه بیلابیلې ویډیوګانۍ ، سپارښتنې چې ډیری یې د غیرې مسلکي کسانو لخوا خپریږي او تر مونږه را رسیږي، دغه خبرونه  په خلکو کې ویره خپروي او یا هم  ځینې سپارښتنې یې بې ځایه خلک خوشبینه کوي ، څو اونۍ  وړاندې ان تر اوسه په ټولنیزو رسنیو کې د ملاریا ضد درمل ( کلورکین)  ډیر ښکته او پورته کیدل او ورسره لیکلي وو  چې نوموړې درمل  په شپږو ورځو کې  سل سلنه کرونا له مینځه وړي ! حال دا چې کلورکین یوه مرستندویه درمل دی، نوې څیړنې ښیې چې نوموړې درمل په ډیرو ناروغانو کې د زړه ناروغۍ او د سینه بغل لامل شوي دي، ډیری هیوادوال مو په پیل کې  د یا چاریار په ویلو سره  د کلورکین دانه ټابلیټ په درملتونو کې پرینښود!  ځینې ډلې بیا نکریزې او تور چای د کورونا د مخنیوي لپاره  معجزه یې درمل ګڼي او خلک یې په مړه خیټه په تور چای ټن کړ ، که د تور چای موضوع رښتیا وای نو ترکان د نړۍ پرمخ تر ټولو  ډیر تور چای څښي، ولې دوی له دې ناورین سره لاس او ګریوان دي؟ له بلې خوا ځینې غیرې مسلکي کسانو په ټولنیزو رسنیو کې  دومره په خلکو کې ویره ګډه کړې چې سړی ګمان کوي چې تر سبا به ژوندی نه پاتې کیږم!

له ویروس څخه ډار ښه ده  ځکه  ویره زمونږ د بدن د سیمپاتیک عصبي سیسټم فعالوي او بدن دیته اماده کوي چې له خطر څخه ځان وساتو،مګر دومره نه چې زمونږ د ژوند عادي فعالیتونه راباندې خرابې کړې چې  په اوږد مهاله کې مونږ  په رواني ناروغیو  اخته کړي ،  د رواني فشار او اضطراب لامل شي.

اوس چې د کورونا ناورین سره  ټول بشریت مخ شوې ، ایا نوموړي د  انسانانو په روان باندې به منفي اغیزې ولري؟ ولې خلک په رواني فشار اخته کیږي؟ 

کله چې تاسې خپل لاس په چاقو خوږ کړئ نو  له هغه څخه  وینه بهیږي او ددې لامل  ګرځي چې تاسې بیا ځلې دا کار ونه کړئ همدارنګه د خپل روان دروغ ساتنۍ لپاره هم باید  ځینې ټکو ته پام وکړئ   دبیلګې په ډول ، زمونږ ډیری هیوادوال  ټولنیزې رسنۍ کاروي ، په هغې کې د  دډیرو غیرو مسلکي کسانو لخوا  دکرونا د مخنیوي یا مړو په هکله بیلابیلې ویدیوګانې چې په زرګونو خلک مړه شوي یا هم په ډله ایز ډول مړې په یوه دره کې غورځول کیږي  لاس په لاس کیږي نو طبیعې دی چې د ورته پیښو مکرر ډول لیدل په اوږد مهاله کې  به ګڼې رواني ناروغۍ له ځانه سره ولري او زمونږ په فکر ، کړنو او ان حرکاتوباندې ژور اغیز کوي!

که یوڅوک د اضطراب ناروغي ونه لري ایا د کورونا ناورین تر منځته راتګ وروسته کولی شي چې د نوموړي انسانانو شخصیت ته په اوږد مهاله کې پرې منفي اغیزه وکړي او زیانمن یې کړي ؟ 

 هو ، دهرې ویرې لپاره زمونږ بدن یو دفاعي حالت غوره کوي مثلا که تاسې ځان د یو حیوان په خطر کې ووینئ  نو ممکن له چاقو ، کوتک … نور څخه کار واخلئ ترڅو د ځان دفاع وکړئ، زمونږ روان هم  کله چې مونږ د ویرې په هکله ډیر فکر کوو، ګورو، اورو یا یې حس کوو نو  مونږ هغو برخو ته مجبوروي چې زمونږ روان ارامه کړي ،  د کرونا د ویرې لپاره یې ښه بیلګه  په پرله پسې ډول  د لاسونو وینځل دي مګر که د لاسونو پریمینځل له اندازې  ډیر شي تر ګټې به یې زیان ډیر وي !

څنګه پوه شو چې د کورونا په هکله ډیر فکر کول مو په روان باندې منفي اغیزې کړې او تاسې یې په رواني فشار اخته کړې یې ؟

که تاسې  یو کار څو ځلې تر سره کوې مګر ګمان کوې چې شاید ترسره کړې مو نه وي دبیلګې په ډول دکورونا له ویرې  مو خپل لاسونه (۱۵-۲۰)  ځلې پریمینځلي مګر بیا هم ګومان کوې چې لاسونه مو پاک نه دي یا هم په میکروبونو ککړ دي ، که څه هم څو شیبې وړاندې مو خپل لاسونه په تړمو اوبو او صابون پریمینځلې وو، نو ممکن  د کورونا له امله رواني فشار  او اضطراب تاسې ته پیدا شوې وي، کله چې مونږ یو څه نه پیژنو او زمونږلپاره خطرناک وي نو دمخنیوي لپاره یې  هغه کړنلارې ترسره کوو چې  زمونږ رواني فشار کموي لکه دلاسونو پریمینځل په تړمو اوبو او صابون سره .

اوس پوښتنه دا رامنځته کیږي چې څه وخت او څو ځلې باید خپل لاسونه ومینځو؟

 د اړتیا پرمهال یعني کله چې له کوره دباندې وځئ ، د شیانو تر لمس کولو ، د پرنجیدو یا ټوخې وروسته ، کله چې خپل ماسک لیرې کوې ،کله چې له یوه داسې کس سره مرسته کوې چې ناروغ وي  فرق نه کوي چې ناروغي یې تشخیص شوې وي یا نه؟ له ډوډۍ خوړولو مخکې او وروسته خپل لاسونه په تړمو اوبو او صابونه پریمینځئ.

ترکله به دا ناورین  دوام کوي ؟ ایا نړۍ پس له کورونا عادي حالت ته راګرځي؟ 

هو ، دا ناورین به  تر یوه وخته دوام لري او په نږدې راتلونکې کې به د نورو ویروسي ناروغیو په څیر د مخنیوي په لارو چارو به یې ډیر وپوهیږو، له نیکه مرغه اوسمهال  ددې ناورین د کنټرولولو لپاره  بیلابیلې درملې په لاس کې لرو، ډیری پرمختللي هیوادونه به په راتلونکې ۲ میاشتو کې به دا ناورین تر ډیره بریده کنټرول کړي ښه  بیلګه یې چین ، جاپان، جنوبي کوریا وه چې ښارونه یې خلاص او خلک عادي ژوند پیل کړې  او په اروپایي هیوادونو کې  ډنمارک  یادولی شو چې ښوونځي یې بیرته پرانیستل شوې، ژوند عادي حالت ته راګرځیدلي او په المان  کې به هم راتلونکې اونۍ کې به خلک بیرته عادي ژوند پیل کړي او  په نږدې وختونو کې به هغه هیوادونه چې کرنتین یې مراعت کړي او روغتیایي سپارښتنې یې په نظر کې نیولې وو بیا ځلې به خپل عادي ژوند پیل کړي.

ایا خلک کولی شي اوسنۍ وسواس چې د کرونا په هکله د  ټولنیزو رسنیو له خوا خپور شوي  کنټرول کړي؟

استرس د هیجان یو ډول دی چې اکثرا منفي  او کله ناکله مثبت وي، مګر که  منفي استرس مو له حده ډیره شي نو په اوږد مهال کې به ځینې  رواني ستونزې له ځانه سره ولري.

دا په یاد ولرئ، ټول انسانان ویره له ځانه سره لري یوازې ځینې سایکوپاتان (هغه رواني ناروغان چې د نورو انسانانو له زورونې، وهل، ټکول او ان وژلو څخه خوند اخلي) مستثنا دي.

 د کورونا ویروس د رواني فشار د مخنیوې لپاره لاندې سپارښتنې عملي کړئ:

لومړی . خپلو ورځنیو کارونو لپاره منظم پلان جوړ کړئ ، لکه اخلۍ پخلۍ ، سپورټ کول، مطالعه او د کورنیو غړو سره مرستې کول یا هم له خپلو ماشومانو سره دهغوی په لوست او کورنۍ دندو کې مرسته کول مو اضطراب او رواني فشار کموي.

دوهم. د امکان تر حده له ټولنیزو رسنیو سره خپلې اړیکې محدودې کړې ، پرځای یې لیکنې،ژباړې ،رسامۍ،مطالعه،  پخپل باغچه، ځمکه … نور کې ځان بوخت وساتئ.

دریېم . که مجبور یې چې  ټولنیزې رسنۍ وکاروې نو په دې صورت کې که چیرې کومې ګنګوسې خپریږي ، هڅه وکړئ چې د هغه په هکله معتبرو روغتیایي ویب سایټونو ، مقالو،ژورنالونو یا کم څه کم د یو وړ ډاکټر نظر پرې واخلې .

 څلورم . که یو اینجینر، اقتصاد پوه ، میاه او ملا دکرونا په هکله غږیږي او  په خلکو کې  ویره خپروي ، هڅه وکړئ چې نوموړې موضوع له یو پوه ډاکټر سره شریک کړئ او  مشورې  یې واخلئ یا هم دموضوع اړوند معتبرو روغتیایي مقالو او ژورنالونه وګورئ.

پنځم . روان پوهانو ثابته کړې چې له ماشومانو سره لوبې کول ، له خپلې ښځې سره د کور په کارونو کې مرستې کول مو رواني فشار او ویره د امکان ترحده کموي.

شپږم . کله چې د ستړیا احساس کوې هڅه وکړئ چې ژور نفس واخلئ ، کم څه کم د ۵ دقیقو لپاره پورته عمل  ترسره کړې ،رواني فشار او وسوسې به مو  تر ډیره بریده کموي.

اووم . کرونا جدي وګڼئ مګر ترې مه ویریږئ ، د خپل ځان او کورنۍ د ژغورنې لپاره معتبرو مقالو ، ژورنالونو یا هم د روغتیاپالانو هغه لیکنې او سپارښتنې چې ماخذونو  یې ذکر کړې وي وګورئ.

اتم . هغه ویډیوګانې ، لیکنې او مقالې چې د کرونا د مخنیوي لپاره د غیرې مسلکي کسانو لخوا خپور شوي  وي پرې باور مه کوئ او له نورو ملګرو سره  یې هم مه شریک کوې.

نهم . که امکان ولري د ویټامین سي قرصونه ، ویټامین ډي او ملټي ویټامینونه چې کارونه یې هیچاته تا وان نه لري وکاروئ ان د حاملګۍ په وخت کې یې هم کارولی شئ ، هغه کسان چې لوړ کلسترول لري د مڼې سرکې کارونه مه هیروئ.

لسم.منظم خوب وکړئ، د سګریټ ، چرس او نصوارو څخه ځان وساتئ .

اخذ لیکونه :

  • Managing Fears and Anxiety around the Coronavirus (COVID-19) by CAMHS (Harvard University Counseling and Mental Health Services – 617-495-2042 HUHS Urgent Care – 617-495-5711
  • Speaking of Psychology about Coronavirus Anxiety with Baruch Fischhoff, PhD

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply